ولایتي شورا: د ننګرهار ۱۷ ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وايي، په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ خو ځايي امنیتي چارواکي د دغه ولایت د امنیتې وضعیت په اړه تل هیله مندي ښيي.

د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت نن په جلال اباد کې خبري ناستې ته وویل، په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي خو د امنیتي مسوولینو له لوري لوړ پوړو چارواکو ته د امنیت په اړه سم راپورونه نه ورکول کېږي او داسې ښيي چې دلته امنیتي حالت بېخي د ډاډ وړ دی.

د ولایتي شورا د رییس په خبره، له تېرو اتو میاشتو راهیسې امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي او دلته هېڅوک په امن کې نه دی.
د ده په خبره، وسله وال پولیس وژني، وسلې ترې وړي، نه ښار او نه ولسوالۍ د امن وړ دي.

نوموړي د ننګرهار پر ځايي چارواکو تور پورې کړ، چې کابل ته د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه سم راپور نه ورکوي او دلته داسې ولسوالۍ هم د امن په نامه نومول شوي، چې خلک ورته په رڼا ورځ نه شي تللی.

ده د پچیراګام ولسوالۍ د بېلګې په ډول یاده کړه، چې تراوسه یې ډېرې سیمې د طالبانو سره دي او یوازې د ولسوالۍ مرکز له حکومتي عسکرو سره دی.

احمد علي حضرت اندېښنه وښوده، که امنیتي وضعیت ته پام ونه شي؛ نو کېدای ډېرې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي او سقوط وکړي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس وايي، له پنځو ولسوالیو پرته په پاتې ۱۷ ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او په ډېرو ولسوالیو کې طالبان په ازادانه توګه فعالیت کوي.

له دې وړاندې هم د ننګرهار د ولایتي شورا رییس ویلي وو، چې افغان او بهرني ځواکونه په شینوارو او خوږیاڼیو ولسوالیو کې هغه طالبان بمباروي، چې له داعش سره په جګړه بوخت دي او داعش ته وسلې او تجهیزات په امریکايي الوتکو کې راوړل کېږي.

د ولایتي شورا غړي د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه داسې مهال اندېښنه ښيي، چې د جلال اباد ښار په اړوند سیمو کې هره ورځ یوه جنايي پېښه کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د