دیني، سیرت او تاریخ

فکري جګړه/ لیکوال مولوي محمد ادریس

د اسلامي فکر منابع او مأخذونه  څلور دي :

الف ـ قرآنکریم  

ب – نبوي احادیث او سیرت نبوي چي مرحله د تطبیق د قرآن ده

ج ـ عهد الشرف چې د صحابوؤ زمانه ده

 د – د تابعینواو تبع تابعینو زمانه ده

چې رسول الله صلی الله علیه سلام  د دغو دریو زمانو توصیف کړی دی چې زمانه د صحابوؤ او تابعینو او تبع تابعینو ده او دغو دری واړو زمانو لپاره علماؤ کرامو یوه اصطلاح غوره کړي چې هغه ته عهد السلف وايي یعنی عهد سلف منبع او مأخذ د اسلامي فکر دی که د ځان سره محاسبه وکړو چې فکري یرغل او فکري مقاومت نه یوجز د فکري منبع او سرچیني راته معلوم دي په قرآن باندي پوهیږو راځي چې خپل ځان سره محاسبه وکړو چې داسي څوک دی چې قرآنکریم يي د اول تر والناس پوري بی تفسیر صرف ترجمه يي یاد کړي وي فقهي مباحث خو راپریږده صرف او صرف ترجمه ورته یاده وي تاسوکي که ددي نه خبر وي نو هغه هم ډیر کم د ګوتو په شمار کسان به وي چې قرآن کریم ورته د ترجمي سره یادوي نو متأسفانه چې د خپل فکر اصلي منبع هغه علم چې د لوح محفوظ نه په واسطه د امین الوحي جبریل (ع) په خیرالرسل او خیرالبشر محمد مصطفی  ﷺ  نازل شوي دی په هغه نه پوهیږو او د خپل فکر را نه ورک شوي دی ځکه چې په خپل فکر عمل نه لرو او د خپل د فکر په اصلي منبع نه پوهیږو دوست او دښمن  را نه ورک شوي دی کله مو دوست دښمن  ګرځولی دی او کله مو دښمن دوست ګرځولي دي او د ښمن مو  د خپل دوست په حیث تر څنګ کينولی دی ،ځکه چې قرآن نه پوهیږو په قصصو،وعیدو په آیتونواو په اسبابو د نزول نه یو خبر د پيغمبرانو او امتیانو په منځ کي چې څه تیرشوي په هغه نه پوهیږو او په هغه کتاب نه پوهیږ چې باطل د هیڅ خوا نه نشي ورته راتللي خو فکري دفاع به هغه وخت کیږي چې مونږ د خپل په فکرپوهه ولرو.

 دویمه منبع د اسلامی فکر نبوي احادیث دي  نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله  ﷻ  د استازي په حیث د الله  ﷻ   دین  خلکو او د خپل امت ته څرنګه بیان کړي وه یقیناً الله  ﷻ  خپل دین نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله  ﷻ  دین د الله په ځمکه انسانانو ته په اکمله طریقه رسول او بیان کړي دي لکه څرنګه چې الله  ﷻ  فرمايي:

 “اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الإسلام دينا۝ “

[سورة المائدة  3]

دا داسی یو مثال لري چې چاته یو مکتوب ولیکي او ټول اهداف دي پکې ولیکي او بیا يي آخر کي ورته ټاپه او مهر کړي چي همدغه اهداف دي او له مکتوبه نه بغیر هغه د بل چا اهداف دي .

نو الله فرمایي چې «اکملت» تمام مې کړ په تاسو باندي خپل نعمت کامل مي کړه د تاسو دین دغه کامل دین رسول الله  ﷺ  مونږ ته په خپلو احادیثو کې بیان کړي نو اوس که خپل ځان سره محاسبه وکړو چې آیا مونږ کې څوک شته چې د رسول الله احادیث ویلي وي بغیر د څو محصورو او محدودو کسانو آیا مونږکې  داسي څوک شته چې د نبوي احادیثو د زده کړي لپاره يي یو کال زحمت تیر کړي وي د عصري مضامینو د زده کړي لپاره او همدارنګه د انګریزي د زده کړي لپاره خو بیا ډیري منډي ترړي کؤو نه سهار ګورو او نه وخت ګورو نه نا وخت ټول عمر په همدي کې تیر کړو که غټ يو او که واړه ټول به د دنیا په اسبابو راټولونو ښه پوهیږوخو لیکن متأسفانه د وحي په مقصد نه پوهیږو، د رسول الله  ﷺ  په احادیثو نه پوهیږو په هغه دین پوه نه یو چې په هغه د کمال ټاپه لګیدلي ده.مونږ او تاسو د اقتصاد د زده کړي لپاره څلور کاله ،د سیاسي علومو د زده کړي لپاره کافي وخت تیروؤ مګر متأسفانه د خپل فکر منابع او عقیدي مناهجو د زده کړي ته هیڅ پاملرنه نه کوؤ په لوي عمر چې د ۶۰ او یا ۷۰ چې یو لوي عمر دی یو کال مونږ هم د خپلې عقیدي او د خپلې اسلامي زده کړي  لپاره خاص کړي ندی  که مونږ په قرآن او همدارنګه په احادیثو او نبوي سیرت ځان پوه کړو نو د دین په لذت او د اسلام په وسعت باندي ښه پوه شوي یو د دوست او دښمن د تشخیص،صلاحیت او استعداد به راکې پیدا شي د اسلام اولویات به مو پیژندلي وي  او که په قرآن پوه نشو، د احادیثو نه خبر نشو نو بیا مشکله ده چې دښمن

وپیژنو او همدارنګه د دښمن فکر و پیژنو او د هغه مقابله وکړو اوبیا د فکري جګړي عسکر له ځانه جوړ کړو…نه!

 نن سبا زمونږ نه اولویات د خپل د فکر او عقیدی ورک شوی دي  او د لاسه مو ورکړی نو څرنګه کیدایشي چې مونږ د دښمن د فکري جګړي مقابله وکړو نن ولي مو د کمونستانو او د ډیوکراټانو په مقابل کې رنګ زیړ دی او زمونږ د اکثریتو په خلو دیموکراسۍ تعبیریږي او مشروعیت ورکول کیږي  او د مسلمانانو له خولو دا اوریدل کیږي چې دیموکراسی د اسلام سره په تضاد کې نه ده او ویل کیږي چې العیاذ با الله من ذاک اسلام د آزادۍ او دیموکراسۍ دین دی  په سترګو د ړانده شي!

 چې دا خبره کوي ځکه چې د اسلام او دیموکراسي او مروجه آزادی په منځ کې ډیر واټن  دی د تاریخ له لحاظ، د تعریف او معنی د لحاظ او هم د اصولو او د اهدافوله لحاظ نو وجه د دغه تعبیرونو چې له مسلمانانو له خوله کیږی هغه دا ده چې د خپل فکر لاس کي نشته د خپل دفکر په رڼا کي د دیموکراسی فکر نه مطالعه  کوی او کور کورانه بی د علم او پوهي دغسي ویناوي کوي ځکه چې د دیموکراسی او اسلام یوالي دا یوه غیر اسلامي  فکر دی او د فکری جګړی یو لار ده او فکر په فکر ماتیږي فکر په تیر نه ماتیږي او د فکر مقابله به فکر کوي نه په مادي زور په تیروکي مو کمونستانو مات کړه مګر فکر مو ورمات نکړه، په عسکري جګړه کي مو ماته ورکړه.او بس!

مونږ دهغوی د فکر د ماتولو فکر نه وه کړی نو ځکه نن په معاصر حالت کې هغه تیر کمونستان چې د هغوي فکر په اسلامی فکر وینځل شوی نه وه او ومونشو کولاي چې د هغوی فکر ومینځو د لبرالانو ،سیکولرانو او دیموکراتانو په یو صف کې ودریدل او د اسلام په خلاف يي مقابله شروع کړه هماغه کمونستان دي چې په تیر کي د روسانو په ټانکونو او توپونومسلمانان شهیدان کول،نن په پارلمان کي ناست دي هیڅ تغیر نه دی راغلې پرون يي دروسانو د سوربیرغ لاندي مسلمانان او د مسلمانانو مقدسات له مینځه یوړل نن يي د صلیب برګ بیرغ لاندی د اسلام په جامه کي دین او مقدساتو د دین ته اهانت وکړو دا ځکه چې مونږ د روسانو د یرغل او د هغوی د استعمال مقابله به یوازی تیر کړی وه او د هغوی د فکر ماتونه مو نه وه کړي نو بیا باید قرآن وپیژنو یو، دویم احادیث وپيژنو او دریم د رسول الله سیرت وپیژنو او د رسول الله  ﷺ  د ژوند ټول مراحل وپیژنو او دا وبیژنو چې رسول الله څرنګه ځوانۍ تیره کړی او د نبوت اوله مرحله يي څرنګه تیره کړی همدارنګه دویم مرحله  او رسول الله  ﷺ په کوم ماحول کي اوسیدل د کفر سره يي څرنګه چلند کړی دیموکراسی سره يي منلې او که يي نده منلې او که يي ګذاره وسره کړي ده که يي هجرت کړي  او مسلمانان هجرت ته تشویق کړي او د کفر سره يي جوړجاړي کړي نو دا ټول مسائل په سیرت نبوي کي دي مونږ خو باید د خپل د رسول  ﷺ  په سیرت باندی پوه شو پدي پوه شو چې صحابه که راځي څرنګه روزل شوی دي حکومت يي څرنګه جوړ کړي وه نظام یی  څرنګه جوړ کړی وه تشریع او تقنن یی څرنګه مینځ ته راوړل ټولنه يي څرنګه تربیه کړي او صلح او جنګ يي په کومو معیارونو او په کومو اساساتو بناء کړی  نړیواله سیاست او دپلوماسی يي څرنګه کړي ،دعوت يي څرنګه سر ته رسولې دي ،پادشاهانو سره يي څرنګه تعامل کړي دی او ملکانو او مشرانو سره يي د کومي طریقې ته کار اخستي ده دا ټول په سیرت د نبي کریم  ﷺ  کې دي د نبي کریم  ﷺ  پیغامونه د نړي خلکو ته  او مختلفو ادیانو ته څه وه دا ټول په سیرت نبوي کې درج دي خو متأسفانه مونږ تری بی خبر یو په تش لاس او په تش فکر دعوه کوو چی مونږ د دښمن سره مبارزه کوو دښمن سره به هلته مبارزه او فکری جګړه مثمره وي چې سړي خو یو ځل د خپل فکر نه خبر اوسیږي

نوربیا…

مولوی محمد ادریس

ددې لیکني مخکنۍ برخه په لاندي ادرس ده:

http://nunn.asia/index.php/leekani/deen/11516

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x