غزل/ پیرمحمد کاروان

پر سر یې سرې ټوپۍ ته وا غاټول د بیابان دي

لښکرې را روانې د ښاغلي باچاخان دي

را ویښ د مرګ له خوبه د بابړې شهیدان دي

چې پښې یې د اتوم د څښتنانو په لړزان دي

لګېږي پر تندي د بولهب د ابوجهل

تېره پښتانه غشي بیا را خوشي له کمان دي

پرون وې تړمې اوښکې د افغان د یتیمانو

دا نن ترې جوړې ټکې، تندرونه د آسمان دي

د جنګ بلا چې ووژني موسکا پر ټولو ویشي

د کرکې نه، د مینې او د امن میَنان دي

حکومت سلیماني به بیا د سولې د سپوږمۍ وي

فرمان به یې مني که غرونه غرونه تور دیوان دي

باروت باروت فضاء به په خوشبو کاندي بدله

د پرخو لاروي د ګلابونو د کاروان دي

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د