غزل/ جانان خدرخېل

زۀ درته مات یم، زۀ بیخي یمه ناکام درده

د بېلتانۀ درده! یو سل ځلې سلام درده

نن درته نۀ ژاړم، نن ښۀ ډېر درته خاندمه

نن درنه اخلمه زۀ داسې انتقام درده

د زړۀ خبرې ستا له زوره په کاغذ لیکي

خو لېوني یې ایسته وبولي الهام درده

دا چې جوړه لاسونه کېږدمه په زړۀ باندې

همدومره بس دی او که نه!؟ ستا احترام درده

اوف ستا د لاسه مې خوبونه دي حرام درده

اوف ستا د لاسه بیخي نه لرم آرام درده

لېونی کېږي، حیران پاتې دی، چې څۀ وکړي

پاچا دې غوټ په ملا مات کړی دی د قام درده

ښه نو دا ښه ده چې ځان ووژنم، تاهم مړ کړم؟!

ښه نو دا ښه ده چې په سر واړوم جام درده!؟

په “خدرخېل” غریب یو ځای مېلمانۀ شوي یاست

د سهار غمه! او د تکه تور ماښام درده

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د