دامام مهدي علیه السلام ظهور دقرائنوله مخې (ډاکټر ابواحمدابن العجم زابلستاني)
«تباهي دي وي هغه چاته چي له مهدي امین سره خیانت وکړي»
دسیدنا ابی هریرة رضی الله عنه قول
دامام مهدي علیه السلام ظهور دقرائنوله مخې
دامام مهدی علیه السلام دظهور پر کال یو څو مهمي او ښکاره نخښي
۱- پر داغه کال به زلزلې ډیري وي
۲- دسفیاني په نوم یو جابر فاسق ظالم او بالآخره کافر اومُستبد
حکمران به داسرائيلو په اِندر نومي سيمه کي حاکم کیږي
۳- دسعودي عربستان حکومت به نړول کیږي
۴- دروژې دلومړۍ شپې میاشت به تندر نیسي
۵- پر پنځلسم به یې لمر تندر نیسي دادواړه تندرونه ددنیا
دپیداکیدلو راهیسي ړومبني او خلاف العادة دي
۶- دشپي مهال په روژه کي به پر آسمان داور ستن ښکاره شي
۷-پر پنځلسم دروژې به دجمعې شپه وي
۸-دپنځلسم دروژې دجمعې په سهار به یوه ډیره ویرونکې کریږه
(چیغه یا چاودنه) کیږي
۹- له لمر سره به څو ورځي پرله پسې یوه نخښه را ښکاره کیږي
۱۰- له روژې وروسته عمومي جګړې او دعربو دقبائلو ډله ایز بغاوت
او اختشاش پيل کیږي
۱۱- دحاجیانو لوټل او وژل به کیږي
۱۲- حج به له امیره پرته اداکیږي
۱۳- پر ۹ او ۱۰ د ذالحجې به په منْی او عرفات کي جګړه کیږي او همدا وخت به له امام مهدي علیه السلام سره په مکه مکرمه کي بیعت کیږي نور تفصیل په وړاندي بحث کي راځي
بسم الله الرحمن الرحیم
فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَنْ تَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءَتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ سورة محمد آیت (18)
دربړیدلې ، کړیدلې او ټوکرټوکر شوي اسلامي امت دڅیري کریوان پړانګي به یوه ورځ ګنډل کیږي لکه چي وایي ! په نن پسي سبا شته او دهري تیارې په پا ی کي رڼا راځي دیهودي او صلیبی ګډ غوبل ټالۍ هم یوه ورځ ددریدلو واټن ته رسیږي ټولي چاري اوهم دا بې ساري آزمونونه هم انقلاب لري خو لږ حوصله غواړي خو دعظیم الشان قرآن په خبره:( خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آَيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ ) الانبیاء (۳۷) پیدا کړی شوي دي انسانان له تلوار (بې صبرۍ) ژر به وښیم تاسي ته آیات خپل (موعود عذاب) پس تلوار مه کوۍ تاسي موږ هم په دې ډر تلوروني یوچي دنړۍ پذدغه مفسد یهودئ ټبر او مریي عسائي تاړاک ژرتر ژره یوه ټکه رالویدلې وای په حقیقت کي دغه بې حیاء او عیاش قوم ددې وړ هم دی چی پخوالا ور باندي سخت ترین عذاب راغلی وای خو لوی رب ﷻ ډیر حلیم ذات دی داهرڅه ښه ویني بیاهم وخت ورکوي اوپه کراره کراره یې ذلیل کوي او په ضعیفو قوتونو یې ټکوي څوچي په دنیا کي هم په ډیر ذلالت مات او دآخرت دورځي لپاره یې هم دطغیان پیټی نور هم ښه دروند شي
اجازه راکړۍ چي دغه یو راز درسره په رډو بډوتورو شریک کړم چي دآرام ،راحت ، دولت،حکومت، او مه کوه ایله کړه اوبې غمۍ خوبونه دي هغه څوک نه ویني چي ځان ریښتونی مسلمان ګڼي !
ډاریــــږه مه درته په غـــــــــــــوږ کــــــــــي یوه خـــــــبره کــــوم
ښامار دي ویښ پروت پرسینه دی وار دي مه شه خطا
کـــــــــــــه وایـــــــــې نـــــــــه درتــــــه یوه خــــــــــــــبره بلــــه کــــــــوم
ټینګ خوبه نه شیې دژوند غړند تار دي مه شه خــــطا
خو یوه ډله به تر آخرته پوري وي چي دخدای ﷻ پر مقدس دین به قرباني ورکوي له هیچا نه به نه ډاریږي او نه به هم دچا پروالري نو که څوک دغه دوه ټکي په غوږکي ونیسي دجهاد او مبارزې نورو تشریحي اهدافو ته ځیر کیدلای شي نو مبارزه به یې دلوی رب ﷻ دمقدس نظام دحاکمیت دکلمةالله داعلأ اوبالآخره دپاک رب درضا لپاره وي که حکومت قائيمیږي که نه ! که دسیمو لاندي کول راځي او که نه ! که فتو حات وي که قُرُوحَات ! خو هدف مخکینی ټکی دی که دې خبرو څوک په قهر کړی وي نو هغه ته یو زیری هم لرم چي دغه ددربدري او پریشاني حالت ډیر دوام هم نکوي بلکه ترهغه وخته به وي ترڅو دمسلمان اُمت وروستنۍ تکیه ، پناه ځای ، هیله او آرزو (سیدنا) امام،مقتدیْ، پيشوا، لارښود ،امیر او سردار حضرت مهدي آخرالزمان علیه السلام ظهور کوي چي ددوی په اړه درسالت خاتم سیدالانبیأ صلی الله علیه وسلم فرمائې : که ددنیا یوه ورځ پاته وي نو هم الله ﷻ به هغه ورځ دومره اوږده کړي چي زما له اهل بیت نه به یو کس پیداکړي چي نوم او دپلار نوم به یې زما او زما دپلار له نامه سره برابر وي هغه به ځمکه له عدل او انصاف نه داسي ډکه کړي لکه له مخه چي له ظُلم او تعدیْ نه ډکه وه سنن ابي داوُد
(جلد۲ صفحه۵۸۸)
په همدې مبا رک وخت کي به مسلمان ټبر دآرام ساواخلي ،کفر،ظلم ، او وحشت به خپلي آخرنۍ سلګۍ تر هغه وخته وهي تر څو یې سیدنا عیسْی علیه السلام وروستنۍ خښته هم له بیخه را کاږي نو دې آخرني دهیلي تاتمول ته په ځیرتیااوسېدل پکاردي
دهغه درداو اسلامي خوا خوږۍ له مخي چي په زړه کي یې له اسلامي امت سره لرم وایم او په ډیر بیابیا تأکید سره په ډیرو ساده ټکو کي وایم چي دجالي میډیا او صلیبي مطبوعات به د حضرت مهدي آخرالزمان علیه السلام دظهور پروخت په غلط پرو پاګند سره ډیر ساده خلګ له ایما نه وباسي ، کوم مسلمانان چي زما دغه ساده ، له لغاتو او الغازو تش مضمون ګوري هغوی ته پکار ده چي په همدهغسي سادګۍ سره یې په غوږ او فکر کي ټینګ ونیسي ترڅو دحق او باطل ددې رواني بې ساري مبارزې په چپاو کي رښتونې لاره ور باندي ښه دقیقه معلومه کړي څرنګه چي زما مطلب دعام ولس پو هاوی دی خاص خلګ، لوستلي خلګ ،او هغه خلګ چي په لغا تو بلد وي او له تعقید نه تش مطلب خوند نه ورکوی هغوی دي په دې حساسه موضوع کي هغو کتابونو ته مراجعه وکړي چي زه ور باندي حوالې ور کوم ،
زما نیمګړې لیکنه به دهغو لپاره تشفې وي چي په دردمنه مطالعه دغه ډول له دردنه ډک حقائق ګوري په دې لنډ مضمون کي زه غواړم پر دریو له ډیره اهمیته ډکو مسائلو باندي بحث وکړم چي نن یا سبا ور سره مخامخ کیدونکي یو ، او دموضوعاتو دحساسیت له امله زه پرهرچاویرېږم چي خبري به ورځني ګډي وډي شي حتی پر ځان دنورو په پرتله ډیر ویریږم ځکه دورځني ورد په ډول دغه خبري هرځای او هر وخت تکراروم هغه درې موضوعا ت دغه دي !
لومړۍ موضوع :دسید نا امام مهدي علیه السلام پیژند ګلوي او دظهور وخت ،
دوهمه موضوع ددجال علیه اللعنة راتګ او فسادونه ،
او دریمه موضوع دحضرت سید ناعیسْی علیه السلام نزول اوددوی علیه السلام پرلاس داسلام اوانسانیت ددښمنانو خاتمه
لومړۍ موضوع دحضرت امام مهدي علیه السلام په اړه څوخبري باید په لږ او ډیر تفصيل سره تحلیل کړو ،
لومړۍ خبره ، ددوی پیژاند ګلوي !ددې لپاره چي ددوی علیه السلام شکل صورت حلیه ، قدقامت دنامه اونسب بشپړ معلومات زموږ په ذهن پروت وي تر څوچي پر درواغژنو مهدیانو باندي غلط نه شو دصحیحه احادیثو په رڼا کي دې خبري ته تفصیل ورکوم ،
دحضرت امام مهدي علیه السلام په باره کي اهل تشیع هم یو ډول عقیده لري ددې لپاره چي ددې مفسد ټبر په فتنو کي اخته نه شو دهغوی دمهدي په اړه هم لنډه خبره واورۍ!
دحضرت حسن عسکري زوی امام مهدي دی ،مهدي منتظر همدوی ورته وایي ، دوی وایي دحسن عسکري زوی مړ نه دي هغه دسما را په غرونو کي په یوه ځای (غار) کي پټ دی اوپه آخر وخت کي به ظهور کوي ، داسلامي اُمت حقاني علماؤ ددې عقیدې ډیر ښه قانع کونکی تردید کړی دی حتی که یې دتشیع پیروان په انصاف سره وګوري نوهم به پر خپله مزخرفه عقیده پیښمانه شي دتشیع خوارانو ټولي خبري هم داغسي پر چټیاتوبنأ دي سخت مي زړه ورباندي سوځي ، لوی رب دي هدایت ور ته وکړي دشیعه ګانو دپو چي عقیدې دمعلومات لپاره البةدمهدي منتظر په برخه کي دحضرت علامة نظام الدین شامزي شهید رحمة الله علیه دکتاب
(عقیدةظهور مهدي ) مطالعه ضروري ده
دوهمه خبره: دسیدنا امام مهدي علیه السلام ! نوم ،شهرت ، حُلیه ،او نسب، په ساده پښتو دټولو احادیثو دژباړي څیړني او پلټني په رڼا کي
نوم : محمد
دپلار نوم : عبدالله
قوم : بني هاشم ،عرب ،سادات قُریش
دحضرت سیدة النساء اهل الجنة ، فاطمة الزهرأ رضی الله عنها له نسله دحضرت سیدنا امام حَسَن رضی الله عنه له اولاده دظهور پر وخت به یې عمر څلویښت (۴۰) کلو په شا وخوا وي پُوزه مبارکه به يې جګه او زښته به ښه ښکاري
رنګ به یې، غنم رنګ وي ، تندی به یې روښانه او خلاص (پراخ) سترګي به یې تکي توري اوله حیا ډکي وي ، غاښو نه به یې تک سپین او رڼه ځلیږي ، ږیره به یې ګڼه او تک تور ځلیدونکي ویښتان به یې وي ، پر باړخو به یې وړوکی تُور خال وي ، نه ټیټ اوګردی او نه هم جګ تلنګ بلکه مناسب قد اوبدن به یې نرم او اوچته وي پر ژبه به یې لږڅه لُکنت وي ، کله کله به لږ نوکې بندیږي ، خبره به په ورو ورو کوي دژبي دتنګي له وجهي به کله کله ښی لاس پر کیڼ ورانه باندي وهي او په نور ټول خوی و خاصیت اوشکل وصورت کي درسالت خاتم سیدالأنبیاء ﷺ ته ورته دي الخلیفةالمهدي فی الاحادیث الصحیحة (صفحة۳۰ ۵۸۸ ۵۸۹ ۵۹۰ سنن ابي داؤدجلد ۲) (ترمیذي جلد ۲ صفحة ۴۷)
دنورو ټولو احا دیثو دکتابونو خلاصه هم دغه شی وه چي ددوی علیه السلام دپیژانګلوي لپاره مي وړاندي کړه
او دریمه خبره : دامام مهدي علیه السلام دظهور دنخښو په اړه ده!
دمهدي آخرالزمان علیه السلام دظهود نخښي دوه ډوله دي یو ډول یې هغه عمومي نخښي دي چي دآخري زمانې او دآخرت دنژ دې والي په اړه عامو او خاصو خلګوته معلومي وي او علمأ کرام هم وخت پر وخت هغه تکراروي ،
او یو ډول ځانګړي نخښي دي چي ددوي علیه السلام له ظهورسره بیخي جوختي وي چي په دې اړه تفصیل اوقسمادعمومي علاماتو په اړه ما په خپل کتاب الحجة التامة اوپه خلیفة الله المهدي کي بشپړ تفصیل ورکړی دی نودلته یې نه راوړم اونه هم په دې مضمون کي هغه ټول څه ځایېږي خویوه خبره غواړم ښه واضح کړم هغه دا چي دمعلوماتو،قرائنواویا هم داټکل له مخي څه وخت اودقیقا پر کوم کال کیدی شي چي سیدناامام مهدي علیه السلام ظهوروکړي ؟نولږیې دقیق ولولئ !
علامه ابو عبدالله نقشبدي په خپل کتاب ظهورمهدي کي په صراحت لیکلي دي چي ددوي علیه السلام ظهوربه کیداي شي پرکال ۱۴۳۲ هــ ق وشي ،دي داوږد مضمون په یوه برخه کي لیکي !دحضرت ابوهریرة رضي الله عنه په روایت کي راغلي دي :
۱۳۰۰ هــ ق په لسیزوکي به دروم دپاچا په زړه کي ولویږي چي له ټولي نړۍ سره جګړه کول ضروري ده نودلوی خدای ﷻ اراده به هم همداوي چي جګړه دي وشي زیات وخت به تېرنه شي دیوې لسیزي یادوولسیزوخبره به وي چي یوسړی به پرجرمن نومي هیواد باندي مسلط شي چي دهغه نوم به هیټلروي ……..ترپایه ……وړاندي په همدغه دحضرت ابي هریرة رضی الله عنه په روایت کي راځي :د۱۴۰۰هـــ په لسیزوکي به دمهدي امین «امام مهدي علیه السلام » ظهوروشي …….. ترپایه …….
علامه صاحب په دې باندي دبحث په پای کي دیوه عجیب قیاس په ترڅ کي لیکلي : د۱۴۰۰ هــــ په لسیزو کي به دمهدي امین ظهوروشي …..له ځولسیزو ورسته به یې ظهوکیږي؟ ددې تعین نشته،البته په مخکنئ جمله باندي غور وکړئ د۱۳۰۰هــ په لسیزو کي به دروم «امریکه» دباچاپه زړه کي وروګرځي چي له ټولي نړۍ سره جګړه کول ضروري دي …….لمړنی عظیم جنګ پر ۱۳۳۲هـــــ وشو یعني دوې لسیزي اودوه کاله بالانوکه موږ ورستنۍجملې هم پردې باندي قیاس کړو نودامام مهدي علیه السلام ظهوربه ۱۴۳۲ هــــ ق خواوشاکیږي والله اعلم ظهورمهدي ص ۸۸ ص ۸۹
که څه هم دغه خبره دقیاس اواټکل ده خوزه هم څرنګه چي پدې موضوع کي تریوه حده مطالعه لرم،خپل نظراواټکل لرم اوهغه هم ستاسي لوستلوته نذرانه کوم یاده دي وي چي داټول څه وړاندوینې دي ضروري نده چي حتما به پوره کیږي خود ۱۴۰۰هـــ ق په پیړۍ کي به حتما ظهورکیږي انشاءالله
۱۴۳۳ هـ ق کال- دامام مهدي علیه السلام ظهور؟!
زه هم په دې اړه دقیقه نیټه نه شم ګڼلای خویواځي ددې لپاره چي دامام مهدي پلویان ورته ځیر واوسي چي دقیقي علامې یې نوري ګردي پوره دي خوپه هماغه کال کي چي کومي ځیني کره نخښي دي تراوسه لاپوره شوې نه دي اووخت هم ترخپل معلوم مقدار په ځینومواردوکي کم پاته اوځیني نخښي په کال ۱۴۳۳ هـ ق کي موجود په نظرراځي نوځکه وایم چي ان شاء الله تعالي ۱۴۳۳ هـ ق کال به یې دظهور وي پر دې خبره باندي زه اووه (۷) دلائل لرم چي په ترتیب سره وړاندي کیږي
۱- لومړي دلیل: په احادیثو کي راځي چي دسفیاني په نوم به یوجابر ،ظالم فاسق اوبالاخره یوکافر حکمران په اِندرنومي سیمي کي پیداکیږي اودامام مهدي علیه السلام پرخلاف به ډېر غټ لښکرونه جوړکړي چي لښکربه یې په بیدأ کي په زمکه کي خسف شي اوسفیاني به دامام مهدي علیه السلام په لاس پریوه ډبره باندي «له ژوندي نیولو ورسته » دبزې په ډول ذبح کړای شي ،نوپه ټولو روایاتوکي داخبره په صراحت موجوده ده چي دسفیاني چي عبدالله ابن یزیدیاالزهرالکلبي نومیږي داقتدارموده به دامام مهدي علیه السلام سره دجګړې تروخته پوري (۹)نهه میاشتي وي اواوس دغه خبره په مطبوعاتوکي په ډېر دقت څارم چي عبدالله ابن یزیدسفیاني خوبه چیرته حاکم شوی نه وي نوتراوسه نشته اوکه سږ کال یعني ۱۴۳۲ هـ ق دامام مهدي علیه السلام ظهورراتلای نوسفیاني به اوس له غرب سره په ډراماتیک دشهرت په جګړه اخته وای …… خونشته اووخت څه دپاسه پنځه میاشتي پاته دی .نودنهو میاشتوتعدادپه هیڅ ډول نه پوره کیږي .
۲- دوهم دلیل: دمهدي علیه السلام دظهورپرکال په روژه کي به پر پنځلسم دجمعې مبارکي شپه وي چي په هغې کي لمرتندر نیسي ،غټه چیغه کیږي او…… اودجمعې مبارکه شپه سږکال یعني ۱۴۳۲هـ ق پر پنځلسم نه راځي ……خوپرکال ۱۴۳۳هـــ ق سم دم پرپنځلسم دروژې دجمعې شپه ده .
۳-دریم دلیل:۱۴۳۳هـ ق طاق دی ــ طاق په اسلام کي ځانګړی اهمیت لري ،چي که یې په تفصیل کي ولویږو ومطلب پاته کیږی .
۴- څلورم دلیل:په احادیثو کي راځي چي پرکوم کال چي امام مهدي علیه السلام ظهورکوي زلزلې به ډیري وي خوسږکال ترنوروکلونوبیخي لږدي ،راتلونکی کال به که ژوندي وودې نخښي ته هم ځیر یو .
۵- پنځم دلیل: دحدیثو په کتابونو کي راځي چي دشام هیوادبه دومره کمزوری وي چي که ګیدړ ورباندي برید وکړي نوهم مغلوب به یې کړي (ظهورمهدي ص ۶۶) دشام ټوله سیمه تراوسه دومره نه ده کمزورې شوې البته اختشاش ورکي په درب روان دی کیدای شي ترکال ۱۴۳۳هـ ق پوري به ترهمدې سرحده ورسیږي .
۶-شپږم دلیل: پرشام باندي به سخت سیلاب راځي دامام مهدي صاحب علیه السلام دظهورپرکال ـــ ظهورمهدي ص ۶۷ــــ تراوسه پوري یې په هیڅ کومه سیمه سیلاب نه دی راغلی .
۷-اوـــ اووم دلیل: دامام مهدي علیه السلام ترظهوروړاندي به روس اوامریکا یوځل بیا سره ټکرکیږي اوسخته خونړۍ جګړه به سره کوي روس به هم خوامریکا به دزوال ترکندي پوري ډېرسخت تاوانونه زغمي . ظهورمهدي ص ۱۷۶ ــــ
تراوسه پوري یې دجګړې کولو هیڅ آثارنشته بلکه ټینګه دوستي یې په ښکاره ډول ترسترګوکیږي ،هیله ده چي ډېرژربه سره ټکرشي اومسلمانان به یې له شره په امان شي ،نوهیله کیږي چي تر۱۴۳۳هـــ ق پوري به حالات بدل شي.
خوزما معلومات هم حتمي نه دي صرف اوصرف دقرائنو پر بنسټ توضیحات ورته ویل کیدای شئ ، مسلمانانوته هروخت بیدار اوسېدل په کاردي ،پروردګارﷻ دي دامام مهدي علیه السلام ظهور رالنډکړي ترڅو اُمت دآرام ساواخلي .
دامام مهدي علیه السلام پیژاندل!
حضرت نُعیم ابن حماد رحمة الله علیه په خپل سند کي له حضرت عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه نه روایت کړی فرمائي : چي کله لاري بندي شي اودفتنو دوردوره وي نوله مختلفوسیموبه اووه نفره علماء راووزي، دوی به دملاقات لپاره وخت نه وي سره ټاکلی، ددوی دهریوه پرلاس به تر ۳۱۰ تنو لږ زیاتو کسانو بیعت کړی وي ، دوی به په مکه مکرمه کي راغونډشي چيرته چي داووسره وولیده کاته کیږي اویو له بل نه به پوښتنه وکړي څرنګه راغلي یاست ؟ هغه بل به جواب ورکړی چي دیو داسي کس په لټه کي یم چي دهغه پرلاسونوله فتنونه وژغورل شو اودهغه پرلاس قسطنطنیه فتح شي !موږ ته دهغه کس حُلیه ، نوم اودموراوپلارنومونه معلوم دي !داووسره ووبه پردې اتفاق شي اوپه لټه کي به ئې شي اوپه مکه مکرمه کي به یې پیداکړي دوی به ورځني پوښتنه وکړي چي دفلان زوی فلان ته یې؟ دی «علیه السلام» به وایي !زه فلان انصاري یم
امام مهدي علیه السلام به ځان ورځني خلاص کړي ـــ دوی به ددې یادول له داسي خلګوسره وکړي چي هغوي په دې اړه تجربه اوبشپړ معلومات ولري «یعني دامام مهدي علیه السلام په اړه بشپړمطالعه ولري » هغوی به ورته ووایي چي همداهغه کس دی دچاچي تاسي په لټه کي یاست! خودغه وخت به امام مهدي مدینې منورې ته تللی وي ،دوی به مدینې منورې ته ورپسي ورشي همالته به یې ولټوي اوپیدابه یې کړي ،دی به ځان ورځني خلاص کړي بیرته به مکې مکرمې ته راشي، دوی به یې بیا په مکه مکرمه کي پلټنه وکړي اوپیدابه یې کړي اودوی به ورځني پوښتنه وکړي چي ته فلان ابن فلان اوستامورفلانۍ بنت فلانۍ ده؟ اوپه تاکي دغه نخښي شته ! ته یوځل له موږ نه خلاص شوې لاس رااوږدکړه موږ درسره بیعت کوو، دی «علیه السلام» به ورته ووایي چي زه ستاسي مطلوب نه یم ! زه فلانی دفلاني زوی انصاري یم!بیابه ورځني ځان خلاص کړي ،دوی به بیامدینې منورې ته ورپسي لاړشي دی «علیه السلام »به بیا مخه راونیسي مکې مکرمې ته به راشي ،دوی به یې په مکه مکرمه کي رُکن یماني ته نژدې پیداکړي اوورته وبه وایي :چي زموږ ګناه به پرتابارشي ،اوزموږ ویني به ستاپرغاړه !که ته دبیعت لپاره لاس نه رااوږدوې!دسفیاني لښکرزموپه لټه راوتلی دی دغه وخت به امام مهدي علیه السلام درُکن یماني اومقام ابراهیم علیه السلام ترمنځ کیني اوخپل لاس به دبیعت لپاره وراوږدکړي ،پرلاس به یې بیعت وشي اوالله ﷻ به دده محبت دخلګوپه زړونوکي ورواچوي ، دی به داسي قوم له ځان سره ملګری کړي روان به شي چي دورځي دزمریانوپه ډول معلومیږي اودشپې په ګوښه کي ناست زاهد .
کتاب الفتن – ظهورمهدي ص ۴۹
په یوبل روایت کي راغلي دي چي داهل بدر په تعداد تقریبا۳۱۳ کسان به ددوی علیه السلام پرلاس بیعت وکړي .اوپه یوبل روایت کي راغلي دي : «بیعت کونکی به دوی ته راشي دوی علیه السلام به له کعبې شریفي سره مخ لګولی اوژاړي به »دحدیث شریف راوي حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه فرمایي : ګواکي زه ددوي «علیه السلام» اوښکي وینم . حضرت علامه شاه رفیع الدین صاحب رحمة الله علیه په خپل عالمي مقبول کتاب قیامت نامه کي لیکي : «دبیعت پروخت به له آسمانه داآوازراشي : هَذَا خَلیفَةُ اللهِ المِهدِِيّ فَاستَمِعُوا لَهُ وَاَطِیعُوا- دغه دالله ﷻ خلیفه مهدي دی دده خبره واورئ اواطاعت یې وکړئ دغه آوازبه همالته موجودخاص اوعام خلګ واوري » قیامت نامه ص ۱۰
له حضرت علي کرم الله وجهه نه موقوف اومرفوع روایتونه دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : مهدي به زما له اهل بیت څخه وي لوی الله به دی په یوه شپه کي صالح کړي ــ یعني په یوه شپه کي به ددومره بې ساري قیادت اوکامل ولایت استعدادورکړي ــــ
الخلیفة المهدي في الاحادیث الصحیحة ص ۴۵
دامام مهدي علیه السلام په باره کي ټول ۹۰ نوي احادیث راغلی دي چي دتولترحدته رسیدلي ورځني دانکاراوورکي دتأویل مجال محال دی څرنګه چي دغه یوه مقاله ده اودتفصیل ځای ورکي لږدی نودامام مهدي علیه السلام په اړه دمعلوماتولپاره دغومره څه کافي ګڼم چي وړاندي مي کړل له دې خبرونه چي اوس مي ذکرکړې پرته نوبشپړبحث اومدلل تحقیق اودامام مهدي علیه السلام اودهغوی دلښکریانو دفضائلواوددوی دغزاګانوپه موردکي څیړنه زما په کتاب (خلیفة الله المهدی ) اوهم دارازپه بل کتاب دحضرت شاه رفیع الدین صاحب رحمة الله علیه دکتاب قیامت نامه په شرح (الحجة التامة) کي کتلای شئ خودغه څوخبري چي مي دلته ذکرکړې همالته نشته .
اوس دوهمه موضوع پیل کوم چي هغه ددجال علیه اللعنة فتنه ده دجال ملعون دحضرت امام مهدي علیه السلام پراووم کال باندي راځي هغه وخت به یهودیان اوصلیبیان دامام مهدي علیه السلام ترسختوګذارونولاندي وي اودډیري کمزورئ په حالت کي به وي په لږ تفصیل ئې واورئ!
دجـــــــــــال «علیه اللعنة»
عن عمران ابن حصین رضی الله عنه قال سمعت رسول اله صلی الله علیه وسلم قال: مابین خَلقِ آدم الی قیام الساعة فتنة اکبر عندالله من الرجال . هذاحدیث صحیح علی شرط البخاري
مستدرک جلد۴ ص ۵۷۳
له حضرت عمران ابن حصین رضی الله عنه نه روایت دی چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائل دآدم علیه السلام له تخلیق نه ترقیامت پوري دلوی خدای په نزد غټه فتنه ددجال ده .
عن ابی هریرة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اذاتَشَهّداحدکُم فَلیستَعِذ باللهِ من اَربَعٍ یَقُولُ : اللهُمّ اِنّي اَعوذُبکَ من عذابِ جَهَنّمَ ومن عذابِ القَبرِ وَ من فتنَةِالمَحیَاوَالمَمَاتِ وَمِن شَرِّ فتنةِ المسیحِ الدّجَالِ. صحیح مسلم ج ۲ ص ۳۹۳
ژباړه: له حضرت ابي هریره رضی الله عنه نه روایت دی چي رسالت پناه صلی الله علیه وسلم وفرمايل: کله چي یوستاسي نه په لمانځه کي التّحیات وایي نوپنا دي غواړي دلوي خداي ﷻ په ذات سره له څلوروشیانونه ـــ وایي دي : ای الله ! زه پنا غواړم په تاسره دجهنم له عذاب نه اودقبرله عذاب نه اوله فتنې دژوندیو اومړیو اوله شره دفتنې دمسیح دجال نه .
دغودووحدیثوته په پام سره څرګندیږي چي ددجال علیه اللعنه فتنه څومره غټه اوخطرناکه ده؟ددجال علیه اللعنه په باره کي بې شمېره حدیثونه راغلي دي چي ټول یې په یوه ضخیم کتاب کي هم نه ځائیږي زه فقط دلته څوخبروته اشاره کوم نورپه دې اړه تفصیل څه ناڅه ما په الحجة التامة کي هم ورکړی دی دلته ډیري لنډي خبري ددې بې ساري فتنې دپیژاندګلوئ اوورځني دځان ساتلو لپاره کوم لوی رب دي مسلمانان له دې فتنې څخه وژغوري ـــــ آمین ـــــ
لکه چي مخکي مي یاده کړه چي دجال علیه اللعنةدامام مهدي علیه السلام دظهورپراووم کال راځي اوله شرق نه ترغربه پوري به خپله بې پایه فتنه خپره کړي ،په احادیثوکي راځي چي مدینې منورېاومکې مکرمې ته نشي ورتللای (په ځینوداحادیثوپه کتابونوکي راغلي دي چي بیت المقدس ته هم نه شي ورداخیلیدلای ) بل هرځای ترخپلو ناپاکوقدمونولاندي ځپي .
دجال په خټه یهودي دی، اوسني یهودیان دجال ملعون ته اوس لاخپل خدای وايي ــــ العیاذبالله ـــ دجال ملعون به هم لومړی دپیغامبرئ اوورپسې دخدايي دعوه وکړي ـــ العیاذ بالله ـــ هم داراز په احادیثو کي راغلي دي چي له نوح علیه السلام نه رانیولې تررسول الله صلی الله علیه وسلم پوري ټولو انبیاؤخپل امتونه له دجال علیه اللعنه څخه ویرول .
ددجال ملعون لپاره داوس عصر یهودی طبقه په ځانګړي ډول اوله پخواڅخه هم دغه منحوس ټبرچوپړکاوه په اوسني عصرکي څرنګه چي امکانات له دوی سره بې اندازې موجود دي نودوی غواړي چي دنړۍ پر اوبو،خوراکي موادو ،هوا ،فضا،پوځي قوت اوپرافرادي ژوندانه باندي ټول کنټرول لاس ته راوړي ترڅو ددجال ملعون دراتلو پروخت بل کوم خنډنه وي موجود یوڅوبې لاسه اوبې پښو مسلمانان به وي چي دهغوی به دوی ـــ ددوی په ګومان ـــ په وژلو سره علاج وکړي .
یهودیان وایي : دجال به پر ټوله زمکه پاچایي کوي یهودیان به بېرته پرخپله خاوره حاکمان کړي اودوی به یې په راتلو دآرام ساواخلي خوبل اړخ ته مسلمان امت دلوی خدای په توکل دامام مهدي علیه السلام ترمشرئ لاندی ددجال اودجالي قوتونوپه وړاندي جهادته ادامه ورکوي اوروان جهادددې لړۍ یوه کړۍ ده .په یادساتئ چي رواني جګړې دامام مهدي علیه السلام په راتلو سره نوري هم پراخیږي ،غزیږي اوډیريږي چي لویه جګړه له دجال سره ده .
ددجـــــــــــــــال علیه اللعنه نخښي
په احادیثوکي ددجال ملعون ټولي نخښي په وضاحت سره ذکرشوي دي خودسترګوپه موردکي یې حدیثونه داسي راغلي چي په ځینوکي یې ښۍ سترګه ړنده په ځینوکي یې کیڼه سترګه ړنده په ځینوکي یې دښیښې په ډول شنه په ځینوکي یې دانګور ددانې په ډول ـــ راوتلې ــــ اوپه ځینوکي هواره ښودل شوې ده مازښته ډیري مطالعې پسي وکړې لله الحمد بالاخره مي دټولو احادیثو تطبیق په دقیق ډول داسي پیداکړ
۱- دواړي سترګي به یې عیب جني وي
۲- کیڼه «چپه » سترګه به یې ممسوح هواره بې نوره پوچه اوورباندي دانه به راختلې وي اوښۍ «راسته» سترګه به یې دانګورددانې په ډول یالکه ښیښه راوتلې اوشنه ولاړه وي .
دجګوالي په اړه چي یې په پښتنوکي کومه کچه مشهوره ده «چي تقریبا ترآسمانه به رسیږي» اونورداډول خبري …… ما په کتابونو کي پیدانکړې البته دویښتانوپه اړه یې په احادیثو کي راغلي دي :څپولی سربه یې وي اوویښتان به یې لکه دوني ښاخونه کلک کلک یې ځلېدو اووچ وي بې نوره بدن به یې وي پرتندي باندي به یې ک ــــ ف ــــ ر ـــــ یعني کافرلیکلی وي (دمسلم شریف په حدیث کي دکافرلفظ مکمل په صراحت سره راغلی دی جلد ۲ ص ۳۹۹)چي هریو لوستی اونا لوستی به یې ویلای شي خوڅوک چي بدبخته وي هغه به هیڅ ورته فکرونکړي اوورسره کافربه شي ــــ العیاذ بالله ــــ یوې بلي خبری ته دي ستاسي پام وي چي دډېرو غټوکمپنیو لوګو«نښان ـــ نخښه » یوه سترګه وي کله تکه شنه سترګه وي کله لکه دانګوردانه داسي راوتلې یادښیښې غوندي رڼه سترګه یې جوړه کړې وي اوکله هم دستوروغوندي ځلېدونکې سترګه وي نودغه دیهودونخښه ده چي دوی دخپل معبودلپاره په دې توګه هم کمپائن چلوي ترڅو خلګ ورسره بلدشي اوپه نفرت کي یې کمبودراشي ـــ اوهم داراز دوېښتانوپه نقش اودکوم داسي بې نوره سرپه رسم سره دوی خپل شعارزموږ دمسلمان ټبرترسترګوتېروي که څوک خوانه بدوي زه به یولنډمثال ووایم دپاکستان د(جیو) په نوم ټلویزوني چېنل چي نښان یې چي دجیودجیم سردی دشنې سترګي په ډول ده .څوک دي داګومان نه کوي چي مطبوعات آزاداوبې پري دي په نړۍ کي هیڅ آزاداوخپلواک مطبوعات نشته !آیادادومره مصارف چي دوی «مطبوعات» یې کوي دایواځي داعلاناتوپیسې دي چي ورته کافي وشافي دي داعلاناتواونوروعائداتي څانګو پیسې یې دکارمندانودغرمې ډوډۍ هم نه کیږي که چا په مطبوعاتوکي کار کړی وي هغه ته ښه درک ورمعلومیږي چي مطبوعات لغړ مصارف دي عائدات یې په نشت حساب دي ما اته کلونه په مطبوعاتوکي کارکړی دی اوپه هره سوړه یې بلدیم دغه مسئله راته ډېره ښه په وضاحت معلومه ده چي په نړۍ کي هیڅ آزاداوخپلواک مطبوعات نشته اونه هم کوم آزاداوخپلواک خبریال شته ټول ترټوله یادکومي څرګندي یاپټي ادارې یاپه شعوري یاپه غیر شعوري ډول یاهم طوعاً اویاکرهًا غړي دي که زه دایوه خبره بله اضافه کړم خلګ به مي سرراوشکوي چي دعربي نړۍ مشهورټلویزوني چېنل الجزیره اودلبنان دحزب …….المنار ټلویزوني چېنل مطلق داسرائیلودموسادپه پیسو چلیږي اوهغوی ته چوپړ وهي اوپه لوی سرکي دهرهیوادمطبوعات دهماغه هیوادداستخباراتي شبکې یوه څانګه ده نوځکه داستخباراتومعلومات په سل کي اویا دمطبوعاتو له لاري ،لس دجاسوسئ دنظام پرکاراچولو اوشل اټکل اوتجربه وي دامنل شوي حقائق دي .
داخبره هم اضافه کول غواړم چي دځینو کمپنیو شرکتونواواداراتوپرکارټنونو،قوطیانواویانوروکڅوړو باندي کله کله ۶ــــ ۶ ــــ ۶ کله ۷ــــ ۷ــــ۷ اوکله هم ۹ـــ۹ـــ ۹ لیکلي وي نودادیهودوپخوانئ وړاندویني ته اشاره ده چي درواغ شوه دوی ویل چي دجال علیه اللعنه به پر ۶-۶-۲۰۰۶اوبیایې ویل :پر۷-۷-۲۰۰۷ اوبالاخره یې ویل:پر ۹-۹ – ۲۰۰۹ راځي ـــ خدای ﷻ عالم دی چي : دجال کافربه څه وخت په خپله خپله فتنه خپروي خوکفري پیروانویهوديانویې منحوسه فتنه په هره شعبه کي دودولې ده ددجال ملعون دفتنې اوورځني دځان ساتلو اودهغه په اړه دبشپړ معلومات لپاره دحضرت نواس ابن سمعان رضی الله عنه داوږده حدیث ژباړه لیکم ترڅوپه دې موضوع کي بشپړ بصیرت افاده کړي اومسلمانان ددې عظیمي فتنې دپیژاندني اودفعي لپاره تابیاوکړي دحدیث شریف ژباړه دغه ده !
حضرت نواس ابن سمعان رضی الله عنه فرمايي یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ددجال په باره کي بیان وکړ دبیان پر وخت به کله ددوی صلی الله علیه وسلم آوازنرم کیدلو اوکله به لوړیدو حتی چي زموږ داګومان شو چي دجال دخرماووپه بڼ «باغ»کي دی بیاچي کله موږ ماښام ددوی په خدمت کي حاضرشوونوزموږ پر مخونوباندي یې اثرات ولیدل اوویې فرمایل: څه شوي دي؟ موږعرض وکړ یارسول الله تاسوددجال بیان وکړ اوستاسي اوازبه کله ښکته اوکله لوړشو نوزموږداسي خیال شو چي دجال دخرماووپه بڼ کي دی دوي ﷺ وفرمایل : که دجال زما په وخت کي راشي نوزه ستاسي له لوري کافي یم اوکه هغه له مانه ورسته راشي نوهریوستاسي دخپل ځان ذمه واردی اوالله ﷻ دهرمسلمان ساتونکی دی ــ دی ــ «دجال » به نوی ځوان وي دده سترګه به پوچه وي دی به په شکل کي عبدالعزی ابن قطن ته ورته وي له تاسونه هریو که هغه وویني نودسورت کهف لومړني آیتونه دي ورباندي ووایي دی له هغي لاري راځي چي دعراق اوشام ترمینځ ده دی خپل ښي اوکیڼ لوري ته فسادخپروي
ای دالله بندګانو ! دده په مقابله کي ثابت قدم اوسئ موږوویل یارسول الله !دجال په دنیاکي څومره وخت اوسیږي ؟ دوي صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څلوېښت ورځي !لومړنئ ورځ به له یوه کال سره برابره وي دوهمه ورځ به له یوې میاشتي سره برابره وي دریمه ورځ به له یوې اونۍ سره برابره وي اونوري ورځي به یې دعاموورځوپه څېر وي موږ پوښتنه وکړه چي ای دخدای رسوله :په دې کي به موږڅومره لمونځونه اداکوو؟ دوی صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي حساب ورته کوئ اودوخت پرمقدار دیوه کال اویوې میاشتي اویوې اونۍ لمونځونه به کوئ ….موږپوښتنه وکړه یارسول الله !دده دسفررفتاربه څنګه وي؟ دوی صلی الله علیه وسلم وفرمایل دهغه باران په ډول چي هواورپسې وي همدارنګه به دی یوه قوم ته راشي اودوی ته به دخپلي خدايي بلنه ورکړي نوهغوی به ورباندي ایمان راوړي اودده خبره به ومني نودجال به ځیني خوشحاله شي نواسمان ته به حکم وکړي هغه به «استدراجًا» باران ورباندي واوروي اوزمکي ته به حکم وکړي نوهغه به «استدراجًا» فصلونه رازرغونه کړي نوچي ماشام ته ددوی څاروي کورونوته راځي نوله موړتیاڅخه به یې کوونه پورته وي اوتیان به یې له پیو ډک وي اوپښې به یې پلني «چاغي » وي بیابه دجال یوه بل قوم ته راشي اوهغوی ته به بلنه ورکړي نوهغوی به دده دحکم له منلو انکار وکړي نودجال به ورځني ناخوښه شي بېرته به ځني لاړشي چي ددې په نتیجه کي به دوی دوچکالئ له خوا وځپل شي اوددوي له مال اودولت نه به هیڅ شی له دوی سره پاته نشي دجال به پریوه ټوټه زمکه تیریږي اوورته به حکم وکړي چي خپلي خزانې راوباسه ! نوهغه زمکه به خپلي خزانې راوغورزوي اوداسي به په دجال پسي رواني شي لکه دشاتومچۍ چي په خپل سردارپسي ځي بیا به دَی یونوی ځوان راوغواړي اوپه توره به یې ووهي دوې ټکرې به یې کړي اودواړي ټکرې به یې دومره دومره لیري وغورزوي لکه غشی چي له لیندې ځي پرهدف لګیږي نوبیابه دجال دغه وژل شوي کس راوبولي هغه به دخدای پاک په حکم راژوندی شي اودده په وړاندي به ودریږي دغه لړۍ « دظلم ،تشدد،بې عزتئ اوفساد»به ترهغه وخته روانه وي ترڅوپوري چي لوي خدای ﷻ حضرت عیسی علیه السلام رااستوي (دغه حدیث شریف نورهم اوږددی اودیاجوجو ومأجوجوبیان هم ورکي شته)
مسلم شریف جلد۲ص ۴۰۱ ترمذي جلد۲ ص ۴۸
دمسلم شریف په بل روایت کي راغلي دي چي دجال به لومړی پردغه ځوان باندي زیات ظلم اوتشدد وکړي پرشا اونس به یې ډېر ووهي بیابه ځنی پوښتنه وکړي چي اوس پرما ایمان راوړې؟ دی به ورته ووایي چي ته دجال یې ! بیابه دجال ملعون دده دپښودآره کولوحکم وکړي اودی به پرمنځ اره کړای شي بیابه یې دجال بېرته جوړکړي اوترې وبه پوښتي اوس مي منې؟ دی به ورته ووایي اوس خوزمانوهم یقین شو چي ته دجال یې !بیا به دغه ځوان ووایې ای خلګو! له ما ورسته دجال له هیچاسره داسي نشي کولای – رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له دې ورسته به دجال دغه ځوان دذبح کولولپاره راونیسي نودلوی الله په حکم به ددغه ځوان ټوله غاړه دمیسو«نُحاس»شي نودجال به یې پروژلوباندي هیڅ قدرت پیدانه کړای شي بیابه یې دجال له لاسونواوپښو ونیسي اووبه یې غوزوي خلګ به ګمان کوي چي په اورکي یې وغورزاوه حال داچي هغه به یې په جنت کي غورزولی وي – بیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ددې ځوان شهادت دلوی خدای په وړاندي په خلګوکي بهترین شهادت دی . مسلم شریف جلد۲ ص ۴۰۳
په لنډو تورو کي یو څو خبري نوري هم کوم چي ددجال ملعون په اړه ضروري دي نور اوږده تفصیلات په غټو کتابونو کي دي په احا دیثو ثا بته ده چي دجال ملعون به دراتلو پر وخت پر خوراکي موادو ،اوبو اودژوندانه پر ټولو اړینو توکیو بشپړ کنټرول ولري نو ددې سلسلې تدریجي حرکت ته یو نظر ورواچوئ ترڅو دیهودي فتنې له دجال سره دنښلېدو په مورد کي کوم شک نوردرته پاته نه شي او پر نورو ټولو روانو حالاتو اوقضایاوو پخپله غور او ور پسې څیړنه وکړئ ! تاسو یې په ستر ګو وینئ چي یهودي فتنه ګر اود هغوی لاس پوڅي صلیبي داړه ماران دنړۍ په هره سیمه کي په ځانکړي ډول په هغو سیمو کي چي دوی همالته یاورته په ګاونډ کي پوځي «فوجي» حضور لري دفصلونو دتباه کولو خصوصاً هغه فصلونه چي دوی یې ډیرښت نا خوښ ګڼي ، دپاسي خوا دزهریله دواګانو دپاشلو په توسط دوچولو صلاحیت لري ښکاره بیلګي یې دافغانستان په هلمند، قندهار، ارزګان ،لغمان ،زابل ،فراه،اونورو ګڼ شمیر ولایاتو کي دکوکنارو دختمیدلو په پلمه دشنو فصلونو دوچولو تجربه وه دغه تجربه پر ۲۰۰۳ کال پیل شوه او لومړنی ګذار یې دهلمند پرتکو شنو پټیانو باندي وشو چي فصلونه یې هم تباه کړلواو نوري دغه ډول طاعوني ناروغئ هم په سیمو کي ورځني خپرې شوې چي پخوایې نومونه یې هم چا نه وو اوریدلي دې دفصلونو دوچولو دوایي ته
Biological Weoponsیعني جراثیمي وسله ويل کیږي نو په دې توګه دفصلونو تباه کول دوی ته آسان دي چي اوس یې لا هم په ډیره سادګي کولای شي نوددجال تر راتللو له مخه به یا دوي «ددوی په ګمان » خوراکي مواد پر اسلامي هیوادونو بند کړي اوختم کړي وي یا به يې دجال په دې جراثیمي وسله سره په یوه وار پوپ کړي اوهم داراز داوبو دختمولو لپاره پمپونه لګول چي دهر پمپ دپای په کړئ کي دوی هغه دوائي ږدي چي داوبو سطحه ټیټه وي ـــ ددې بشپړ تفصیل اوورباندي مدلل بحث ما په خپل کتاب ــــ خلیفةالله المهدي اوپه یوه بل نا چاپ کتاب الأدویة من القرآن والسنة کي کړی دي هم دا راز یهودیان په اسلامي اشغال شوي یا تر هدف لاندي سیمو کي د زمکي لاندي اوبو دوچولو اود اوبو دسطحي دټیټولو لپاره دلپټس Liptes په نوم وني «درختي» په ډیر تعداد سره لګولي چي دلګولو مصارف ئي هم مؤسسات ورکوي لکه داوبو دکویانو او پمپونو مصارف اواخراجات چي ټول دیهودیانو مؤسسات پرغاړه اخلي چي دوي ئي ټول له یهودي غټي زیرمي ورلډ بینک Warld Bank «نړیوال بانک» نه تر لاسه کوي اودفضاء اوهواواوبودخرابولولپاره دوی په ډېرتعداددپولن Pulanپه نامه وني «درختي» لګوي دغه وني دسپرلي پروخت دپنبه وُپه ډول سپین سپین شیان کوي دغه وني په انسانانوکي ډول ډول ناروغۍ لکه سالنډي ……….اونوري پیداکوي هوااواوبه ټول په جراثیمو ډکوي هم داراززموږ اوتاسووینوچي دنویو اوتصیفه شویو تخمونوپه نوم اوس تخمونه راواردیږي چي دتبلیغاتوله مخي پخواچي به کوم پټي یو خروار غنم اور بشي اونور ……… کول اوس دوه برابره درې برابره حتی دپروپاګند له مخي لس برابره کولو ته لاهم خبره ورسیده له دې تخمونوسره شرط دادی چي ددوی کود«انبار»به هم ورکوي نوچا دغه پوښتنه ونکړه چي ددوی کود ولي ورسره ضروري دي………؟ اوس نو خپل غنم او نور کرهڼیز توکي هم له لاسه رانه ووتل اودوی چي یې هروخت زړه شي راباندي بند به یې کړي اودغه زمکه بیا بل فصل هم نه شین کوي ګواکي زموږ دکر کرهڼي کیلي هم ددوی لاس ته ولوید له خو ناپوه،نااهل،فاسق،فاجر اومنافق دولت ورباندي خوشاله او چک چکي ورته کوي ساده کلیوال هم دحاصلاتو په عاجل ډیرښت ډیر خوښ معلومیږي ………. خو ددې ډول ږغ به سبا واوري دیهودي دجالي لښکر په نړۍ کي پر عسکري قوتونو، سودا ګریزو وسائلو ،معدني وسائلو او زیرمو .صحي چارو ، اونورو …….. کنټرول یا نیمه کنټرول خو جلا بحثونه دي چي ورباندي کتابونه ډکیږي زه نه پو هیږم دیهودیانو اوصلیبی دجالانو کومه خرابي،ورانکاري ، اوبې لاري ولیکم اوپه امت کي ددوی دفساداتو دخپرولو کومه موضوع را وسپړم . بل اړخ ته داسي کومه دخیر اوصلاح منبع هم چندان نه وینم چي زماږغ راسره بدرګه کړي یا دکوم کتاب یا رسالې په ډول یې طبع کړي اومسلما نانو ته یې ورسوي ټول آثار نا چاپ راته پراته دي …… خوبیا هم ناهیلی نه یم لوی رب ﷻ دټولي نړۍ دامکاناتو حقیقي مالک دي زه دهغه ذات ﷻ دحق دین دخواخو ږۍ پر جذبه پرله پسې لیکني کوم اودغه ډول پټ یهودي اسرار را سربیره کوم لوی رب به یې یو وخت لا ددربدره مسلمانو لپاره ګټور کړي بل اړخ ته دجالي مطبوعات ، نشرات اواطلاعات دومره په قوت مخ پر وړاندي روان اوهره ورځ رُشد کوي چي سړی ګوته په غاښ ورته نیسي اعجوبه ده په اټر نیټ کي مي هر څومره پلټنه وکړه چي دامام مهدي علیه السلام په باره کي دمعلوماتو لپاره یو صحیح کتاب پیداکړم په ډیر تأسف او بیا هم په ډېرتأسف چي دایراني شیعه ګانو له خُرافاتو پرته نور هیڅ هم په لاس را نغلل ایرانیان هم په نشراتو کي تر خپلو سکنیو یهودیانو کم نه دي خو تسنن لیکوالان شعر ، داستان، افسانه ، ناول اولاف وګزاف په نيټ کي خپروي یو څو محدودي مجلې ،ویب پاڼي ،اونیزي او ….. شته چي هغه هم دخپل زاړه سبک له مخي دیو څو کسانو دزړه آواز بدرګه کوي لو رب دي له دجالي قوتونو سره درښتونې مقابلې توان په هر ډګر کي راکړي آمین وما ذالک علی الله بعزیز
دجال چیرته دي؟
په دې اړه مختلف روایات راغلي دي په ځینو کي راغلي دي چي دجال له خراسان نه راوزي اوورسره به هغه خلګ ډلي ډلي ملګري شي چي مخونه یې لکه ډالونه داسي دي ترمذي ج۲ص۴۷ عن ابي بکر الصدیق .
په ځینو کي راغلي دي چي داصفهان له یهودیه سیمي راوزي په دې اړه حدیث دغه ډول دی : عن اسحْق ابن عبدالله قال سمعت انس ابن مالک رضی الله عنه یقول :یتبع الدجال سبعون الفامن یهوداصفهان علیهم الطیالسة صحیح مسلم ج۲ ص ۳۹۵ ددجال ملاتړي به شي داصفهان له یهودیانواویازره کسان دوی به طیالسه «زرغونه څادرونه » اغوستي وي اودمسندامام احمد رحمة الله علیه په روایت کي په صراحت سره راغلي دي دده «دجال » ددرواغژنوالي لپاره دغه کافي ده چي دی ړونددی اوستاسي رب ﷻ ړوندنه دی دی داصفهان له یوه ځای یهودیه څخه راوزي .مسنداحمدجلد۶ص ۱۷۵ جزء من حدیث عائشة رضی الله عنها
یهودیه په اصفهان کي دیهودودشتمنویوه قصبه ده بُخت نصرچي کله بیت المقدس ونیو یهودیان سره خواره واره شول اوښه غوښنه برخه یې داصفهان په یهودیه کي مېشت شول دآغاخان کورنۍ هم ددغه یهودیه اصل هستوګن وو اودتمیم داري رضی الله عنه په هغه اوږده حدیث کي چي هغه ورسره په یوه جزیره کي ملاقات کړی اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې قصه کړي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قصه دصحابه کراموپه وړاندي بیان کړه اوپه پای کي یې وفرمایل: هغه دمشرق خواته دی هغه دمشرق خواته دی هغه دمشرق خواته دی . ( صحیح مسلم)
اوس ځیني محققین وایي چي هغه دجاپان په شیطاني سمندر«سیند» Devil Sea یا دریګن ټرائینګل چي په بحرالکاهل کي دجاپان نه فلپائن لوري ته غزېدلی دسینددرې کونجه غوندي تړانګه ده ؛اوځیني محققین وايي چي دآمریکا په برمودا سیندکي دی خودغه خبره صحیح نه ده ځکه چي آمریکا مشرق نه بلکه مغرب ده توافق په دې ډول کیدای شي چي ددجال هستوګنه به فی الحال ترراوتلو له مخه په مشرق کي یعني دجاپان ياشوروي لوري ته په کوم بحرکي وي داصفهان یهودیان اودخراسان خواوشا اُزبک نژاد،ترک نژاد،تزاروتاتارهم داراز چینایان ،قرغیزیان اوقزاقان اوددوی نورملګري چي مخونه یې لکه ډالونه بوڅ بوڅ بارخوګان یې دي ـــ له راوتلووروسته به یې ښه ټینګه ننګه وکړي ــــ والله اعلم ــــ
څرنګه چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم ددجال ملعون ځای نه دی ښودلی موږهم بایددهغه دځای په موردکي ځان سرګردانه نه کړو اودغه بحث هم دلته ختم کړو.
دریمه موضوع سیدنا عیسی علیه السلام
عظیم الشان قرآن فرمايي : وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ــــ
سورة النساء آیات (۱۵۷) (۱۵۸)
ترجمه :اوپه سبب دویلوددوی داسي چي بېشکه وژلی دی موږ عیسی زوی دمریم رسول الله «په ګمان خپل» حال داچي نه ؤوژلی دوی دغه عیسی داقعًا نه پردارکړی ؤدغه یقینا لیکن مشتبه کړی شو «دغه وژل شوی په داروهلی شوی په عیسی سره »دویته اوبېشکه هغه کسان چي اختلاف کړی دی دوی په «حق د»عیسی کي خامخا په شک کي دی په شان دده کي نشته دوی ته په شان دده کي هیڅ علم مګرتش متابعت دګمان خپل اونه ؤوژلی دوی عیسی «په وژلویقیني سره » بلکه پورته کړی ؤدی الله طرف خپل ته اوالله ښه قوي غالب داحکاموپه انفاذاوښه حکمت والادی چي هرکار په تدبیر اومصلحت کوي .
له عیسی علیه السلام نه مخکي خلګ یهودیان وو ددوی کتاب توراة ؤخوکله چي عیسی علیه السلام مبعوث شو اونوی کتاب انجیل ورته ورکړشو نوپخوانیو اهل کتابوته پرانجیل دایمان راوړلو اودعیسی علیه السلام دپیروئ کولو حکم وشو خودوی ونه مانه نوهغویهودیانوچي له عیسی علیه السلام سره پخه دښمني پرغاړه واخیسته یوه ورځ مشوره وکړه چي راځئ عیسی علیه السلام ووژنو ـــ نوله مخه یې یونفرورواستاووچي طیطاؤش نومیدو چي دغه کس به له ده سره کښیني موږ به وروسته ورپسي ورشو اوعیسی علیه السلام به په داروځړووکله چي دوی ورپسي ورغلل ددوی دملګري طيطاؤش شکل ورته دعیسی علیه السلام په بڼه شو دوی خپل ملګری وواژه بیایی په دارراوځړاوه ،عیسی علیه السلام دلوی رب جل جلاله په حکم آسمان ته ژوندی روغ رمټ پورته کړای شو وروسته په دوی کي اختلاف ولوېد چي که دغه عیسی علیه السلام وي نوطيطاؤش څه شو ؟ اوکه دغه طيطاؤش وي نوعیسی علیه السلام څه شو ؟بله دشک خبره دغه هم وه چي طيطاؤش په مخ کي عیسی علیه السلام ته متشابه شوی ؤ نوریې ډېر توپیر درلودبل اړخ ته هغه کسان چي پرعیسی علیه السلام یې ایمان راوړی ؤ دیهودیانوپه شیطانت پردریو ډلو ووېشل شول اوهم داراز یې دیهودیانوپه شیطانت چاعیسی علیه السلام ته (العیاذبالله ) خدای وویل چایې (العیاذبالله) دخدای زوی ورته وویل څوک په تثلیث قائل شول اوترننه پوري لادغه یهودي فتنه په درب پر مخ روانه ده آن تردې چي په اوس وخت کي یې مطلق اکثریت مطلق مرتد،بې دینه ،فحاش ،عیاش اومکمل بې لاري دي دیوه ډاکټر خبره رایاده شوه چي وايي .اوس نه کتاب شته نه اهل کتاب رښتیاهم اوس مطلق بې دینه دي
حضرت سیدنا عیسی ابن مریم علیهماالسلام دلوی خدای ﷻ په حکم له مریم رضی الله عنها نه پیداشو پلاریې نه درلودبلکه دخدای پا ک په ځانګړي تخلیق سره دحضرت جبرائیل امین په پوکولوسره پیداشو نوځکه ورته روح الله هم ویل کیږي . په آسمانونوکي دی ژوندی دي اوددجال علیه اللعنه وژل دده په لاس مُقدردي .
امام ابوعمروعثمان ابن سعیدالمقري الداني المتوفی سنة ۴۴۴هـ ق رحمة الله علیه په خپل معتمد اونړیوال مقبول کتاب (السنن الواردة فی الفتن وغوائلها والساعة واشراطها) کي دجناب رسول الله صلی الله علیه وسلم داسرارو اورازونودشریک حضرت حذیفة ابن یمان رضی الله عنه یوډېر اوږدحدیث شریف رانقل کړی دي چي درسالت صلی الله علیه وسلم نه راوروسته ترقیامته پوری په یوه سلسله کي ټولي غټي پېښي اوعلامات ذکرشوي دي . زه دحدیث شریف دځینو برخوژباړه رانقل کوم ترڅوترلاس لاندي موضوع ورباندي په هراړخیزډول روښانه شي .
دحضرت امام مهدي علیه السلام اودسفیاني دلښکرونوترمنځ دسختو جګړو په باره کي یې ورته بشپړ معلومات ورکړي تردې چي تاسي به بیاروم فتح کړئ اوهمالته به اووه کلونه اوسېږئ بیابه بیت المقدس ته بېرته راځئ نودحدیث شریف ژباړه ټکي په ټکي دغه ډول ده !
بیا به تاسي له هغه ځایه بیت المقدس ته بېرته راځئ نوتاسي ته به خبر ورسیږي چي داصفهان په یهودیه نومې سیمه کي دجال راوتلی دی ددجال یوه سترګه به داسي وي لکه وینه چي ورباندي ایخی شوې وي « په بل روایت کي ویل شوي دي چي پوچه به وي » اودوهمه سترګه به یې داسي وي لکه نه چي وي «یعني لکه هواره » دَی به په هوا کي مرغان نیسي اوخوري به یې .دده له خوابه درې زورداره چیغي کیږي چي مشرق اومغرب والابه یې ګرداوري«کیدای شي آټومي چاودني وي- والله اعلم – لیکوال» دی به پرلکۍ پرې کړي خره باندي سپوروي «داوس وخت محققین وایي کیدای شي دده لکۍ پرې کړی خر طیاره اویاهم داوس وخت نوی دجالی ایجاد الصحون الطائره وي چي په پښتوکي ورته « الوتونکی پکول » اوپه اردوکي ورته «اُړن طشتری » اوپه انګریزي کي ورته فلائنګ سائکرز Flying Saucers ویل کیږي –لیکوال» ددجال دخره ددووغوږونوترمنځ به څلوېښت ګزه فاصله وي ددواړوغوږونولاندي به اویازره کسان ځائېږي داصفهان اویازره تنه یهودیان به ددجال ترشاروان وي چي زرغونه څادرونه به یې اغوستي وي دجمعې په ورځ دسهار دلمانځه پر وخت کله چي دلمانځه اقامت ویل شوی وي نوامام مهدي به متوجه شي عیسی ابن مریم علیه السلام به وویني چي له آسمانه راکښته کیږي .دده پر بدن به دوې جامې وي دده وېښتان به داسي ځلیږي ګواکي له سره یې داوبو څاڅکي څڅیږي پردې ځای حضرت ابوهریره رضی الله عنه پوښتنه وکړه یارسول الله صلی الله علیه وسلم !که زه دده «عیسی علیه السلام» په وړاندي لاړشم نوآیاورتر غاړه شم «یعني ستړی مشې ورسره وکړم »؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :ای ابوهریره! دده دغه راتګ دله مخه وارراتګ په ډول نه دی « چي دی په هغه وارډېر نرم مزاج ؤ» بلکه ته به دغسي دهیبت په حال کي ورسره ویني لکه څرنګه چي دمرګ هیبت وي. دی به خلګوته دجنت ددرجاتوزیري ورکوي امیرالمؤمنین «مهدی علیه السلام» به ده ته ووایي : تاسي وړاندي شئ اوخلګوته دلمانځه امامت وکړئ ! عیسی علیه السلام به ورته وفرمایي : دلمانځه امامت ستاسي دی نوعیسی علیه السلام به دده «یعنی مهدی علیه السلام»له شادلمونځ اقتداء ورپسي وکړي .حضرت حذیفه ابن یمان رضی الله عنه فرمایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه امت کامیاب دی چي په پیل کي یې زه یم ،اوپه آخرکي یې عیسی دي .بیایې وفرمایل : دجال راځي چي ورسره به داوبو زیرمي اومیوې وغلې وي ،آسمان ته به حکم کوي چي راوریږه نوهغه به اوريږي ،زمکي ته به حکم کوي چي خپل حاصلات راوټوکوه نوهغه به یې راشنه کړي له ده سره به دشورواغروي چي په هغه کي به دغوړوزیرمي «یاچینې» وي دده یوه فتنه به داوي چي پر یوه صحرائي سړي به تیریږي دهغه به موروپلارمړه شوي وي دجال به ورته وایي که زه ستا موراوپلاردرته راژوندي کړم نوته زما دخدايي شاهدي ورکوې؟ «العیاذبالله »هغه سړی به ورته وايي : ولي نه ! نودجال به دووشیطانانوته ووایي :دده دموراوپلارپه شکل شئ اوځان ورښکاره کړئ ! نوهغه دواړه به ځانونه ورته داغسي کړي یوبه یې دپلاراوبل به یې دمورپه شکل نوهغه دواړه به ده «صحرائي» ته ووایي ای زویه ! له ده سره ملګری شه! داستارب دی «العیاذبالله » دجال په ټوله دنیاکي ګرزي له مکې مکرمې ،مدینې منورې اوبیت المقدس نه پرته .له دې وروسته به عیسی ابن مریم علیه السلام ده لره «دجال لره» دفلسطین په لُـــــــد ښارکي ګذارورکړي اوقتل به یې کړي (السنن الواردة فی الفتن….جلد۵ ص ۱۱۰ جزء من الحدیث )
په احادیثوکي راغلي چي دسیدنا عیسی علیه السلام دسترګو نظر ترکومه ځایه پوري چي رسیږي ترهماغه ځایه پوري یې ساهم رسیږي اودساه په پوکولو سره به یې یهودی اونصراني کافران وژل کیږي اوبل طرف ته به مسلمانانو ورپسي خپلي وسلې له تیکي راکښلي وي اودټولي زمکي مخ به له کفر ،نفاق ،شقاق اوټولو نارواووپاک کړی .اویواځي خالص سوچه مسلمانان به دزمکي پرمخ پاته شي .
په احادیثودغه هم راغلی دي چي : دسیدنا عیسی علیه السلام ژوند،حکومت اوواک به څلوېښت کلونه وي .داهم ثابته شوې ده چي سیدنا عیسی علیه السلام به واده هم وکړي اوزوی به یې هم پیداشي .هم داراز سیدنا عیسی علیه السلام به عمل زموږ دمحمدی شریعت اوعظیم الشان قرآن په پیروئ سره کوي ځکه ددوی خپل دین منسوخ دی ددوی له رانازلیدلوددجال ملعون اویهودی اونصراني فتنو له ختمولو څه موده وروسته به سیدنا امام مهدی علیه السلام وفات شي دوي به یې دجنازې لمونځ اودتدفین مراسم ترسره کړي دهغوی له وفات وروسته نودګردي نړۍ دګردوامورو زمام دسیدنا عیسی علسیه السلام لاس ته لویږي .همدغه څوخبري مي په لنډو ټکو کي راخلاصه کړې اوپرهمدې ټولو خبروچي تیري شوې داهل السنة والجماعة ایمان اوعقیده ده .لوی رب ﷻ دی مسلمان امت له دجالي فتنووساتي – آمین –
۲۱ دسمبر ۲۰۱۲م دحوادثو وړاندویني
په پای کي غواړم دهغواندېښنوپه اړه هم لنډه خبره وکړم چي : دنوي عصر سائنس یې وړاندویني کوي .
په نړۍ کي ټول کفري طاقتونه ۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ ورځي ته وارخطادي .دوي وايي پرداغه نېټه دورځي پر ۱۱ بجې ۱۱ دقیقې زمکه،لمر اوآسمان لیکه«کهکشان» پریوه کرښه سره راځي نودزمکي پرکره باندي به غټي تبدیلئ راشي دوي وايي سونامي طوفانونه به راشي زلزلې به ډیري شي اودتودوخي درجه به تردومره اندازې لوړه شي چي هرڅه به وسوځي غټي غټي تیږي به راوري اواورغورځونکي «آتش فشانونه » به وچوي .
یوبل تحقیق بیاوایی چي Nibru نبرو سیاره «ستوری» لمریځ نظام ته ورداخلیږي نوله دې سره به غټ حوادث رامینځته شي .ځیني ساینسي محققین وايي :همداغه نبروزمکي ته ډیر نژدې تیریږي نودزمکي پرمخ به دده له راتګ سره سیندونه راوخوټیږي اوهرڅه به تراوبولاندي شي اورغورځوونکي به وچوي اوله ډیرو زلزلوبه ښارونه تباه شي اوهم داراز مختلف نظرونه اواندېښنې په دې برخه کي شته . دآمریکایانو اویهودیانو سائنسي ماهرانو ترزمکه لاندي دپنا ځایونو دجوړولو لپاره مټي رابډوهلي ترڅو دطوفانونو اوورانیو پر وخت لکه عادیان اوثمودیان ځانونه ورکي له مرګه وژغوري وَلَن یُفلِحُوااِذًااَبَداً .
داچي دآمریکا دفضایي تحقیقاتو اداره – ناسا – Nassa څه وایي ؟ اوڅه فلانونه لري داخو لا شاته پرېږده دوی په دې هڅه کي دي چي د Deep Impect توغندی تردې ورځي پوري تیارشي اودوی پردې ستوري آټومي برید وکړي فَسُبحَانَ الّذِی بِیَدِهّ مَلَکُوتُ کُلِّ شَئٍ وَاِلَیهِ تُرجَعُونَ .
لوی رب پوهیږي چي پر دې نیټه به څه کیږي خوله اندیښنونه خبرول زماهدف ؤ.خویوه خبره دیادولوده چي دفلکیاتو ،ارضیاتو فضاء اوخلااوحساب اونورو ماهرانو پردې یوه خبره باندي بشپړ اتفاق دی چي پر دې نېټه به خامخا غټي پیښي اوتبدیلئ رامنځته کیږي دوی بیخي ډېر دلائل هم پر دې باندي لري چي په لوستلو یې هرسړی اندېښمن کیږي مثلاً دوی وايي : په ۲۱دسمبر ۲۰۱۲ م هغه کلیزه «جنتري» پای ته رسیږي چي پر ۱۳ اګست ۳۱۱۴ ق م جوړه شوې وه اود۵۱۲۶ کلونولپاره یې کارورکاوه دوی وایي ۵۲۰۰ کلونه وړاندي Nibru یا Planet سیاره دلومړي ځل لپاره لمریزنظام ته داخله شوې وه چي دنیا ورسره ټوله درهم برهم شوه اواوس بیا پء ۲۰۱۲ م داخلیږي ځکه چي له هغې تباهئ راوروسته هماغه کلیزه چي مخکي مویادونه وکړه ترتیب سوې وه اوهغې ددومره وخت لپاره وظیفه اجراء کړای شوه نوریې وخت ختم شو – والله اعلم – دوې خبري موږ هم وراضافه کولای شو یوه داچي دحضرت دانیال علیه السلام په صحیفه کي لیکلي دي چي پر مسجداقصی باندی به یهودیان پر ۱۹۶۷م کال قبضه کوي اوخبیث ریاست «دولت » به جوړوي او۴۵ کلونه وروسته به دغه ریاست «خبیث دولت» ختمیږي ۴۵ چي له ۱۹۶۷ سره جمع شي ۲۰۱۲ جوړیږي ( یوم الغضب ص ۱۷۴)
بله خبره داده چي ما چیري په کوم کتاب کي تراوسه نه ده لیدلې خو ښکاره اومنل شوې خبره راته ښکاري زما خپله خبره اوزماوړاندوینه اواټکل دی هغه داچي ۱۲ عدد – حد – ته ویل کیږي ځکه چي ــ حاء ــ ۸ اوـــ دال ـــ ۴ دی دابجدپه حساب نوپر ۲۰۱۲ ددې رواني لړۍ حددی
څه به پیښیږي ؟؟ والله اعلم
خویادولرئ چي ټول تهذیبونه چي په دې اندیښنوسردي ټول داوايي یاورځني څرګندیږي چي هره تبدیلي که راتله داسلام اومسلمانانوپه بشپړه ګټه به وي نوزماپخوانئ وړاندوینې ته ځم چي ان شاء الله دامام مهدي علیه السلام ظهوربه پر کال ۱۴۳۳ هــ ق وي چي د۲۰۱۲ م پر دسمبر ته بیخي پر نژدې واټن دی یعني ذی الحجة ۱۴۳۳هـ ق او ۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ م بیخي سره پر لنډواټن دي نو دامام مهدي علیه السلام دظهورپروخت دداغسي غټوپېښو اوتبدیلیو واقع کیدل بیخي ممکن دي – والله اعلم-
د۲۰۱۲ دپېښو په اړه آخري خبره
دحضرت ابوهریرة رضی الله عنه دهغه حدیث په رڼا کي چي په دې وروستیو کي داستانبول له کتب خانې په یوه مخطوطه کي ترلاسه شوي اودامام مهدي علیه السلام دظهور په اړه ورکي تصریح شوې ده چي د۱۴۰۰ه په لسیزو کي به وي اوهغه اوږده حدیثونه دمصر دالازهر استاذ امین جمال الدین په خپل کتاب هرمجدون کي رانقل کړي په یوه برخه کي راغلي دي : مهدي امین علیه السلام به پر دوی «امریکایانواروپایانو اونوروکفارو»باندي نهایتي تباه کونکي غشي وروتوغوي ،زمکه آسمان اوسمندربه پر دوی باندي په سوځولوسره ایره کړي اوورباندي راوبه یې غورزوي ،له آسمانونوبه آفتونه رانازل شي دزمکي والابه ټول په کافرانولعنت وایي اوالله ﷻ به دهرکفر دمحوکولو «نیست ونابودکولو»اجازه وکړي – الحدیث
زما څیړنه ،غور، فکر اودحالاتو مطالعه داراته وايي چي داوسني عصر سائنس پوهان چي د۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ له پېښو وارخطادي نوداهغه پیښي دي چي په حدیث کي موواورېدلې داچي پر ۲۰۱۲ به کیږی یاپر بل وخت لوی رب ته معلومه ده خودمسلمانانو په ګټه انقلاب رادرومي که سائنس پوهان دنبروستوري ټکرورته وایي که بل څه خو!موږورته دامام مهدي علیه السلام قدرتي آټومي قوت ورته وایو. والله اعــــــــــــــــــــــــلم
د ډاکټر ابواحمدابن العجم زابلستاني په قلم
۱۴۳۲ – ۷ – ۲۳ هــــ ق
۲۰۱۱ -۶ – ۲۴ م
۱۳۹۰ – ۴ – ۳ هــــ ش
دجمعې مبارکه