نظــر

اوباما له سعودي غواړي چې د روسيې اقتصاد ویجاړ کړي

د نولس سوه څوارلسم کال څخه رانيولې بیا تر دوه زره څوارلسم کال پورې نړۍ ډېرې جګړې وليدې، په دې پېړۍ کې به ډېر کم داسې کلونه تېر شوي وي چې نړۍ دې په ارامه وي، خامخا په یو کونج کې جګړه شوې ده. لومړۍ نړيواله جګړه، دوهمه نړیواله جګړه، د زېرمو پر سر د جنوبي افریقا جګړې، د کوریا جګړه، د امریکا او ویتنام جګړه، په افغانستان کې د روسيې جګړه ، روسیه په منځنۍ اسیا کې، د امریکا جګړه په عراق کې، د امریکا جګړه په افغانستان کې، اسرایيلو او عرب هېوادونو تر منځ جګړه، د هند او پاکستان جګړې، د هند اوچین تر منځ شخړه، د ایران او عراق جګړې، د لیبیا شخړه، په سوریه کې روان کړکېچ،… او تر ټولو وروستی یې په یوکراین کې رامنځ ته شوې ستونزه یادولی شو.

د تېرې پېړۍ په جګړو کې نږدې یو سل پنځوس ملیونه خلک وژل شوي دي، چې د تاریخ په پاڼو کې یې بېلګه نه لیدل کېږي. جګړې تل سیاسي، اقتصادي، مذهبي… ګټو په موخه شوي دي خو د یوويشتمې پېړۍ په جګړو کې اقتصاد له بل هر څه او هر چا ته مهم دی.

پرته له شکه جګړه په روغ اقتصاد ګټل کېږي. په افغانستان کې د شوروي اتحاد ټول پوځیان یا ټول پوځي وسایل له منځه نه ووتللي، بلکې اقتصاد یې له پښو غورځېدلی و، د معمر القذافي حکومت د اقتصادي ګټو په خاطر نسکور کړای شو، په افغانستان کې هم چې امریکا مېشته ده، موخې یې تر ډېره اقتصادي دي، په هر حال په جګړو کې اقتصادي مضبوطوالی د پام وړ رول لوبوي. اوس مهال چې په یوکراین کې کوم کړکېچ رامنځ ته شوی دی، یوازينی لامل یې اقتصادي ګټې وې، روسیه هم د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي کولو په خاطر لګیا ده هر څه کوي او اروپا او امریکا هم. روسيې د یو رېفرنډم په پایله کې د کریمیا سیمه بېرته له ځانه سره وتړله، امریکا هڅه کوي چې په سیمه کې د روسیې مخه ډب کړي، خو ولادېمېر پوتین هم ورته کمه نه وايي، د څپېړې ځواب په سوک سره ورکوي. امریکا په روسیې باندې ځينې اقتصادي بنديزونه ولګول، او لا هم لګیا ده د نورو بندیزونو ګوتڅنډنه کوي، خو دا بندیزونه نه یوازې په روسیه منفي اغېزې لري، بلکې په خبله امریکا او اروپا ته هم زیان رسوي. په روسیه باندې د فشار راوړلو په موخه امریکا له هرې ممکنې لارې ګټه اخلي، په دې هڅو کې یې د سعودي اهمیت هم له پامه نه دی غورځولی او د یو ستراتیژیک ملګري په حیث ترې غواړی څو د روسيې د اقتصاد په ویجاړولو کې ورسره مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر هڅه کوي څو د سعودي پاچا ولمسوي چې په نړیوال مارکېټ کې د تېلو بیې وغورځوي. تېل د روسيې د صادراتو مهمه برخه ده، او د خپلې دولتي بودیجې ډېره برخه د تېلو د صادراتو څخه په لاس راغلو عایداتو پوره کوي. کارپوهان په دې باور دي که د تېلو د یو بېرل په بیه کې دولس ډالره کموالی راشي، د روسیې عایدات به څلوېښت بلیونه ډالر کم شي. د مارچ په میاشت کې سعودي ته د اوباما له سفر څخه وړاندې داسې فکر کېده چې امریکا به له خپلو زېرمو څخه نړیوال مارکېټ ته د تېلو عرضه ډېره کړي څو د تېلو بیې راوغورځوي او روسيې ته سزا ورکړي، خو د کار پوهانو په اند د دې کار اغېزې به د لنډ مهال لپاره وي. لکه څنګه چې د تېلو بیې د ګټې پر بنسټ ټاکل کیږي، سټېف لېون چي د امریکا یو سیاسي او اقتصادي کارپوه دی،  د امریکا حکومت ته یې مشوره ورکړه څو له سعودي وغواړي چې د امریکا له ذخیرې څخه نړیوال مارکېټ ته د تېلو عرضه ۲-۳ ملیونه بېرلو په اندازه ډېره کړي، چې لامله به یې د تېلو د یو بېرل په بیه کې دولس ډالره کم شي. له همدې سره سم اوباما د مارچ په اته ویشتمه ریاض ته سفر وکړ څو له سعودي چارواکو سره دا کړنلاره وڅېړي.

د روسیې د صادراتو اویا سلنه عایدات له تېلو او ګاز څخه دي، د لېون په وینا که د یو بېرل تېلو بیه دولس ډالره راوغورځيږي، د روسيې په عایداتو کې به څلوېښت بلیونه ډالر کمښت راشي.

د شوروي اتحاد په ماتولو کې همدغسې یوې لوبې اغېزمن رول لوبولی و. په ۱۹۸۵ز کال کې سعودي د تېلو د تولید کچه په ورځ کې له دوه ملیونه بېرلو څخه لس ملیونه بېرلو ته لوړه کړه، چې له امله یې د یو بېرل تېلو بیه له دوه دېرش ډالرو څخه لس ډالرو ته راوغورځېده، شوروي اتحاد اړ شو چې له دې یې هم په کمه بیه (شپږ ډالر) وپلوري. سعودي د دې کړنې په پایله کې هېڅ له لاسه ورنکړه، ځکه کله چې بیې 3.5 ځله راوغورځېدې، د تولید او د تېلو د خرڅلاو کچه پنځه ځله لوړه شوه. د شوروي اتحاد پلان شوی اقتصاد وړتیا نه لرله چې د صادراتو د عایداتو له کمښت سره مبارزه وکړي، ځکه نو د سعودي دا کړنه د شوروي اتحاد د پرځولو یو لامل و.

خو ایا سعودي به د اوباما دا غوښتنه ومني؟ دا یو سوال دی چې د وخت په تېرېدو سره به یې سم ځواب تر لاسه شي، خو د نولس سوه اتیایمو کلونو او اوسنی د تېلو بازار او همدا راز د نړۍ سیا سي حالات یو له بل سره ډېر توپیر لري، سعودي اوس په نسبي توګه په امریکا باندې لږه تکیه کوي، سعودي اوس د امریکا په کانګرېس کې د نفوذ خپل ګروپونه لري. همدا راز د سوريې په اړه د امریکا وروستی دریځ او له بشارالاسد سره دېپلوماتیکي اړیکې، له ایران سره د اړیکو سمول او اقتصادي بندیزونه بېرته لېرې کول، د سعودي پاچا له امریکا څخه خپه کړی دی. له بله پلوه د تېلو د بیو په کمولو سره به سعودي ډېره اندازه عایدات له لاسه ورکړي. د OPEC  (د پترولیمو د تولیدونکو هېوادونو تنظیم) هېوادونه چې وېنزوېلا او انګولا هم په کې شامل دي، هېڅ هېواد ته اجازه ورنکړي چې د تېلو تولید درې برابره زیات کړي. همدا راز له سعودي سره هم په کافي کچه تیارې ذخیرې نه شته څو د تېلو تولیدات ډېر کړي، د دې لپاره به د تېلو په نورو پېچلو ساحو کار کوي، کوم چې به لوړ لګښت غواړي، چې ورسره به د تېلو بیه هم پورته ځي، نو ځکه اوس مهال د سعودي لپاره ستونزمنه ده چې د تېلو بیې کمې کړي او د روسيې اقتصاد زیانمن کړي.

وسیم عثمان
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x