یوناما د ارګ او نور ترمنځ منځګړیتوب کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما غواړي د ارګ او د بلخ د جنجالي والي عطاء محمد نور ترمنځ منځګړیتوب وکړي او دغه لانجه پای ته ورسوي.

د جمعیت ګوند د ویاند مرستیال ذبیح الله فطرت د یوناما له لوري د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ د خبرو هرکلی کړی او هیله مندي يې ښوولې، چې یوناما به دغه دوې میاشتنۍ لانجې ته د پای ټکی کېږدي.

د فطرت په خبره، یوناما د ملي یووالي حکومت په جوړولو کې مهمه ونډه لرله، همداسې به د بلخ او ارګ ترمنځ روان جنجال هم پای ته ورسوي.

د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ له دې وړاندې لس ځلې ناستې شوي؛ خو له تېرو اتلسو ورځو راپدېخوا د دواړو لوریو ترمنځ ناستې په ټپه ولاړې دي.

د جمعیت ګوند استازي وايي، د ارګ او یوناما ترمنځ د روغې جوړې خبرې له تېرې سې شنبې ورځې راهیسې پیل شوي؛ خو د موضوع د حساسیت له مخې له رسنیو پټې پاتې شوي.

د روان کال د لیندۍ په میاشت کې ارګ د بلخ جنجالي والي عطاء محمد نور له واکه ګوښه کړ؛ خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې نوموړی پر خپل ځای پاتې دی او نوي والي ته د کار کولو موکه نه ورکوي.

د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي والي انجینر داوود تېره ورځ ګواښ کړی و، که تر راتلونکو لسو ورځو پورې د بلخ چارې ور ونه سپارل شي نو بېرته انګلستان ته ستنېږي.

د حقوق پوهانو ټولنې له ارګ غوښتي، چې د عطاء محمد نور سره دې قانوني چلند وکړي او بیا دې پر اساسي قانون معامله نه کوي.

یادې ټولنې د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون پر نقض تورن کړی، چې له لومړۍ ورځې راهیسې یې پرې معامله کړې ده.

تېره ورځ عطاء محمد نور ولسمشر غني ته وړاندیز کړی و، که «الفیل» سورت یې سم ووایه؛ نو دی به له کوم شرط پرته له واکه تېر شي.

ارګ د نور د نوي وړاندیز په اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د