fbpx

ملینګا: نور نو له کرېکټ سره مخه ښه کوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سرېلنکا مشهور او نامتو چټک توپ اچونکی لاسیت ملنګا وایي چې نور دی ذهنا د لوبو کولو لپاره جوړ نه دی او ډیر زر به د کرېکټ څخه تقاعد شي.

تېره ورځ د آی پي ایل لوبډلې (ممبۍ انډينز) اعلان وکړ چې لاسیت ملینګا ددوی لوبډلې د توپ اچونې مشاور په توګه له ځان سره ونیو.

نوموړي د ممبۍ انډینز لوبډلې لخوا په ۱۵۷ لوبو کې ۱۱۰ لوبې ترسره کړي، چې د روان آی پي ایل په بولۍ کې یو له سترو لوبغاړو څخه و چې ونه پېرل شو، اوس غواړي د کرېکټ سره مخه ښه وکړي.

۳۴ کلن ملینګا وایي: «تر اوسه ما د خپل کرېکټ بورډ سره ددې په اړه څه نه دي ویلي، خو زه له ډیره وخته له خپلې لوبډلې بهر یم، او اوس دغه دی زما آی پي ایل مسلک هم پای ته ورسېد، اوس زه د ممبۍ انډينز لوبډلې سره یوه نوي پړاو ته داخل شوم، ګمان نه کوم زه بیا لوبې ترسره کړم، اوس زه خوشحاله یم چې د ممبۍ انډینز لوبدلې سره د توپ اچونې مشاور په توګه ټاکل شوی یم».

نوموړي زیاته کړه، چې «د ممبۍ انډينز لوبډلې روزونکي د آی پي ایل بولۍ څخه وړاندې له ماسره د راروان درې کالو لپاره د خپلې لوبډلې د غوره والي په اړه خبرې وکړې، زه پوه شوم چې زما د آی پي ایل پړاو پای ته ورسېد، نور نو زه باید له دې سیالیو څخه ووځم او د یو نوي پړاو پېل وکړم، او باید ددې لوبډلې چټک توپ اچونکو سره خپلې تجربې شرېکې کړم».

د سرېلنکا جادوګر یارکر توپ ویشتونکي په ټولو ۲۴۸ شل اوریزو لوبو کې ۳۳۱ ویکټې ترلاسه کړي، نوموړي د کرېکټ په تاریخ کې د یارکر توپ ویشتنې ته یو نوی روح ورکړ.

دده په نړیوالو ریکارډونو کې يې د سویلي افریقا په وړاندې لوبه کې په څلورو توپونو ۴ پرلپسې ویکټې ترلاسه کول وو چې د کرېکټ په تاریخ کې لومړنی ریکارډ دی، له دې وړاندې د پاکستان ثقلین مشتاق سره په پنځه توپونو ۴ ویکټې ترلاسه کړې وې.

نوموړي د خپلې لوبډلې سرېلنکا لپاره په ۳۰ ټیسټ لوبو کې ۱۰۱ ویکټې، په ۲۰۴ یو ورځنیو لوبو کې ۳۰۱ ویکټې او په ۶۸ شل اوریزو لوبو کې ۹۰ ویکټې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د سرېلنکا ملي لوبډله له تېرو دوه کالونو راهیسي ښه لوبه نه ترسره کوي او یو شمېر لوبو لړیو کې یې د سترو او کمزورو لوبډلو په وړاندې ماتې وخوړلې، چې د مهمو لوبغاړو نه لوبول یې ستر لامل دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د