تخار؛ درقد، عمري ښارګوټی، د حوړېدو په حال کې

تخار: امنیتي ځواکونو پر «عمري ښارګوټي» برید کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د تخار چارواکي وايي، د طالبانو پرضد د عملیاتو په ترڅ کې يې د عمري ښارګوټي په نوم پر هغه ښارګوټي برید کړی، چې میاشت وړاندې د طالبانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي، چې په دې عملیاتو کې يې دغه ښارګوټي نیولی د «ازادۍ» په نوم يې نومولی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په تخار کې د دولت له لوري والي دې ښارګوټي ته تللی و، هلته يې غونډه کړې خو دوی پرې برید کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو برید د هغوی غونډه ګډوډه وکړه او پکې دوه تنه کمانډو عسکر، یو تن اربکی او یو تن پولیس وژل شوي او یو ټانګ يې تخریب کړی دی.

عمري ښارګوټی چې په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو تر مدیریت لاندې جوړ شو، د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دغه ښارګوټی چې په شور عرب سیمه کې جوړ شوی، دوکانونه، هوټلې، روغتيايي مرکزونه، مسجد، مدرسه او سرایونه موجود دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د