fbpx
potin

پوتین، د سړې جګړې وروستی لوبغاړی!

تېر شوروی په تېره بایللې سړه جګړه کې، د پولینډي بریژنیسکي لخوا، له پولینډ نه په یوه داسې چړ راکاږل شو چې وروسته پکې قطبي ایږ (خرس) ښوېیدلای و. دا هر څه په داسې حال کې چې: په امریکا کې د ویتنام ماتې پر امریکايي فوځيانو او چارپوهانو  د شرم خولې راماتې کړې وې؛ په پولینډ کې آزادي خواهانو خپل سرونه نېغ کړي ول؛ په ایران کې د تورو ولونو ملایانو  د امریکا ستراتيژيکي ملګری او د ایران شاه په تورو چقړو کې نښلولی و،

او داسې نغوتې هم تر غوږونو کېدلې چې شاید د شوروی اتحاد او د تره کي په مرسته به د ایران حزب توده (کمونستان) واک ته ورسیږي خو اخوندانو لا سيپارې سرچپه نه وې نیولې او هر څه یې په سمه توګه په لاره اچولي ول؛ په پاکستان کې، امریکا له هغه بوټو خلاص شوی و، چې بوټو پکې ویلي ول چې امریکا مې ځکه لرې کوي چې ځان د پاکستان اتومي بټیو ته ورسوي، د پاکستان واکمني بیا په هغه انزوا کې لتاړ ضیاءالحق باندې ډک شو، چې روان جیو-پولیتیکي بدلون یې د ځان او تر ډېره حده پورې یې د هیواد په ګټه تمام کړ؛ او اوس په افغانستان کې دغه نوي جیو-پولیتیکي بدلون، چې د تره کي انقلاب او د افغانانو پاڅون په بڼه کې زیږیدلی و، امریکا وهڅوله چې له دکتاتور ضیاءالحق سره د اړیکو مزي وغځوي، او تر ډېره حده د پاکستان د اتومي پروګرام خبره د خبرو اترو تل ته ښکته کړي.

د سیمې دغه جیوپولیتیکي بدلونونو «د شطرنج د غټې تختې» لیکوال دې ته وهڅاوه، چې افغانستان ته د شورویانو له راتګ نه شپږ میاشتې وړاندې، له کارټر نه د مرستو لومړۍ پيکچ پر داسې مهال منظور کړي، چې نغوتو داسې بریښوله چې شاید اندروپوف به پکې د پولینډي آزادي خواهانو سابه ور په مالګه کړي؛ خو، داسې څه ونشول، ځکه ګوریلايي آزادي خواهانو پر شوروی ایږ (خرس) لاره لا درکه کړې وه. vladimir-putin

بریژنیسکي، چې په ستراتیژۍ کې د میکلینډر څخه وروسته او په ریالیزم کې د هنس مارګنتو نه وروسته دویم تکړه شننونکی دی. هغه مهال (د ۱۹۷۹کال په لومړي ربع کې) چې کارتر مجاهدینو ته د مرستو لومړي پيکچ لاسلیک کړی و،ده کارتر ته د نیک شګون شین څراخ ورکړ چې شاید دوی  به پکې اوس  د ویتنام د ماتې پیغور او پور خلاص کړي، هغه چې خلاص یې هم کړ!!

بریژنیسکي وروسته په ۱۹۹۸کال یو فرانسوي مشهورې جریدې ته په مرکه کې وویل، په داسې څه کولو سره مونږ افغانستان ته د شورویانو د احتمالي یرغال سلنه زیاته کړه!!

اندروپوف، چې په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د کا جي بي مشر و، غوښتل یې چې کا جي بي ته د ځوان نسل ځوانه انګېزه  وروبښي.  په همدې موخه ځوان پوټين چې د روسیې په لیننګراډ (سینټ پیټرزبرګ) کې زیږیدلی و او د دویمې نړیوالې جګړې پر وخت یې د لیننګراډ په مشهوره جګړه کې کورنۍ محاصره شوې وه او یو ورور یې پکې وژل شوی هم و، د کا جي بي استخباراتو د ځان په لور مات کړ، هلته هغه د خپل «باس» اندروپوف نه اغیزمن شو، او پای یې غوښتل چې د خپل «باس» پر څېر شي.

 اندروپوف سره د پوټین مینې، هغه بیا تر دې ورساوه چې په ۱۹۹۹کال د روسیې د استخباراتو په مرکز کې یې د اندروپوف یوه دنګه مجسمه افتتاح کړه ، هله چې په تاریخ کې پر چیکا (د لینن استخباراتي پولیس) سل کلونه تېر شوي و ،  او وروسته یې بیا یو چوک هم د خپل  دغه آډیال پر نوم کړ، هله چې پر دواړو شوروی او اندروپوف خروار خاورې بار وې.

پوټین چې د شوروی ټوټه کېدل یې پر خپلو سترګو لیدلي و، ځکه دی دغه مهال د شوروی د یوې لوړې او حساسې دندې پازوال و (په کا جي بي کې یې دنده درلودله) او د شوروی دغه ماته او ولیدنه یې «د شلمۍ پيړۍ ستره غمیزه»  بللې وه؛ وروسته یې بیا د بوریس یلټسن داسې روسیه هم ولیدله، چې هره خوا پکې د «پرایویټاېزېشن» پروسه په درز کې روانه وه، او شوروی پکې د آی ایم ایف او نړیوال بانک څخه له ۵۰ملیاردو ډالرو څخه زیات پورونه ترلاسه کړي ول، خو بیا هم چارې پر هغو روانې وې، لکه روسیه چې د درېیمې نړۍ کوم پور اخستونکی هېواد وي!!  ځکه دغو پورونو کومه ګټوره پایله نه وه ورکړې.

پوټین د روسیې د واک واګي په ۱۹۹۹کال کې واخستل، هله چې بوریس یلتسن د اقتدار له ګدۍ څخه ګوښه شوی و. دغه مهال روسیه له ډېرو ستونزو سره مخ وه، او پوټين پکې خپله روسیه  د خاموشو اوبو په شان روانه کړه، چې د خطر شړنګاني یې ایله اوس د سوريې او یوکرائین په بڼه راووتل.

مکتب فکر: د پوټین د فکر مکتب جلا دی، هغه پکې د خروشېف له هغې نظریې بېل روان دی، چې خروشیف به پر هغو هیوادونو ور هه کول چې کمونیستي ریاست ته به پکې خطر و، دی پکې اوس پر هغه هېواد نظامي ور شتۍ کېږي چې روسي نژادو ته پکې خطر وي!! لکه دا اوس، چې په کیف او اوکراین کې کېږي.

 د پوټین دغه فکر د ده د باندنۍ چارو د ستون یوه مهمه پایه ده، چې د ۲۰۰۸کال راهیسې یې د باندنۍ چارو ډېرو چارو ته تن ورکړې ده.

پوټین د ګورباچوف د «پیریسټرایکا» او «ګلاسناټ» څخه هم جلا روان دی، ده پکې د شوروی په وروستۍ کلونو کې پخپلو سترګو د دیموکراسۍ او کاپیتالیزم (آزاد مارکیت) هغه انجام هم ولید، چې «ستر شوروی اتحاد» پکې اوسنۍ د «روسیې» هېواد ته راورسیدله او په نویېمې لسیزې کې یې د بوریس یلتسن یو څه لویدیزتوب هم ولید، چې هیواد یې پکې د ای ایم ایف او نړیوال بانک د پورونو پور وړې وه.

 اوس پکې پوټین له دې ټولو جلا روان دی، دی پکې نه کاپيتالیزم مني، او نه پکې آزاده دیموکراسي.

هم یې خوله د روسیې د پخوانۍ امپراتورۍ— «زار»— په صفتونو نه مړیږي، او هم یې پکې هغه څوک آډیال دی چې د «زار» بربادونکو لپاره یې مشران او انقلاب مشهور وو.

 دی پکې  په دقیقه او په لنډیزه توګه روسیه یو بېل او جلا تهذیب ګڼي، چې جلا ژبه، قوم، او کلچر لري. دی روسیه له لویدیز او ورسره نښتې اروپا څخه بېله ګڼي، هغه هم په یو داسې مهال کې چې امریکا پکې مخ پر ښکته توب روانه ده او اروپا پکې تر ډېره حده په اقتصادي بحرانونو او د لږ اقتصادي ودې (Economic Growth)سره مخ ده.  

د سړې جګړې وروستی لوبغاړی:  د یوویشتمې پيړۍ پېلامه وروسته له هغه سپټمبر نه وشوه چې د امریکا د ځواک او اقتصاد مرکزونه پکې په نښه شول. په روانه پيړۍ کې نیو-کانزرویتانو د امریکا د اقتدار څوکۍ ترلاسه کړې وې، چې د خپلو د Pre-emptive  بریدونو له امله یې  «تیری کوونکې» بهرنۍ چارې درلودلې او په نړیوال سیاست کې د امریکا له ګټو نه په زوره ساتنه یې ارزښتناکې موخې وې.

 

په دې مهال روسیه د ای ایم ایف د پورونو له امله قبض شوې وه، چې د یو ښه تصادف له مخې بیا دغه پورونه د پوټین د ښې رهبرۍ او د تېلو د نړیوال نرخونو(۲۰۰۱) په زیاتیدلو ختم شول. روسیه یې یو ځل بیا نه دا چې په نظامي ډګر کې وځلوه بلکې په اقتصادي ډګر کې یې هم وپړسوله. وايي چې د بوریس یلتسن په وخت کې د روسيې کلنۍ بودیجه(GDP)  ۲۸۰ملیارده ډالره وه؛ اوس د پيوټین پر مهال د روسیې کلنی بودیجه(GDP)  له ۱۳۰۰ ملیاردو ډالرو نه زیاته ده او روسیه پکې د نړۍ له سترو پنځو اقتصادي هېوادونو څخه یوه ده. خو ستونزه اوس د روسیې د قلاره اقتصادي ودې economic growth ده، چې تقریباً سږکن به یې د ۱ او د ۲ سلنې ترمنځ وي. که چېرې روسیه خپله اقتصادي وده زیاتول غواړي نو لومړی شرط به یې همدا وي چې د ځان لپاره مارکیتونه پيدا کړي.

پیوټین او روسیې د خپلو ګټو له امله پر افغانستان د امریکا یرغال وزغمه؛ ځکه له دواړو تروریزم او مخدره موادو څخه یې وېره درلودله. خو ترڅنګ یې په همدې کال کې له چین سره د شانګهای ۵ سازمان بیا له سره تنظیم کړ او ورته یې د Shanghai Cooperation Organization (SCO) نوی نوم ورکړ، ترڅو د امریکا د یوازینی زبرځواک پرخلاف د چین په مرسته یو محاذ پرانیزي.

 روسیې له  ۲۰۰۸کال راپدیخوا د نړۍ د یوازینی نړیوال قدرت پرخلاف ننګونې راوپارولې، لومړی یې د جورجیا په ستونزه کې، چې سیاسي شننونکو دې ته د Unipolar نړۍ پای وایه. بیا یې د سوریې په روانه قضیه کې د چین سره د ۲۰۱۱کال راهیسې په ملګرو ملتونو کې د سوریې پرخلاف دوه قراردادونه ویټو کړې دي. او اوس د یوکرائین په ستونزه کې امریکا ته د تېر شوروی یادونه وریاد کړې دي.

اوس د روسانو لخوا د کیف نیول، هغه هم په داسې حال کې چې د برلین د دیوال پر نړیدلو پنځه ویشت کلونه تېر دي، په لومړی نړیوالې جګړه کې د روسیې په لتاړیدلو سل کلونه اوړي، او د امریکا د ویتنام په ماتې او د شوروی د حلیف هو چي مین په سوبتیا د پنځوسو کلونو زمانه تېره شوې ده.
روسان خپل دغه عمل ته- د کیف نیول- د روسي نژادو ژغورل وايي؛ څوک یې د شوروی اتحاد بیا ژوندي کېدل شننوي؛ او نور،د لویدیز د پوهې مرکزونه think tanks، یې تر شا اقتصادي ګټې څاري، په تېره بیا د بروکینکس مرکز Brookings institution یې د روسیې د یوروشین اتحادیې Eurasian Union (EU) د ایجاب او قبول  سره تشبیه کوي!

د نوموړي مرکز اغلې فیانه هېل پخپلو درېیو اوږدو مقالو کې کاږي، چې روسیه دغه هر څه د اقتصادي ګټو په موخه کوي. ځکه د روسیې اقتصادي وده په ډېره قلاره توګه سر جګوي، او په داسې تیریو به روسیه نه یوازې دا چې د ځان لپاره به مارکیتونو پراخ کړي — چې کله مارکیتونه پراخ شي، نو اړینه ده چې مصنوعات او توکي به هم مخ پر زیاتیدو وي، او پای به د روسیې پرګنې له وځګارتوب څخه ژغوري— بلکې له امله به یې دغه هیوادونه یو په یوه اروپايي لمنې ته له ولیدلو څخه  هم وژغوري (ځکه داسې نغوتې هم ترسترګو کېږي چې روسانو پر کیف هله تیری وکړ چې کله یې ولیدل چې یوکراین د اروپايي ټولنې د اقتصادي قراردادونو پر خوا روانه ده).

په بل اړخ کې، د امریکا او د ملګرو لخوا یې پر روسیې بندیزونه به څومره د روسیې پر اقتصاد اغیزې وکړي؟ لا جوته نه ده، خو د آی ایم ایف د اوسني راپور په اند د روسیې پر اقتصادي ودې به ډېره ناوړه اغیزه وښندي، چې له ۱،۳ سلنه نه به یې ۰،۳سلنه ته راورسوي، او داسې اوازې هم دي، چې ویل کېږي له روسیې نه د ۱۰۰ملیاردو ډالرو نه زیاتې پيسې وتلې دي. دا هر څه به پخپل پخپل ځای د روسیې پر اقتصاد اغیزې وښندي.

که چېرې روسیه نه یوازې دا چې پر دې وتوانیږي چې د امریکا او د ملګرو بندیزونو له ګردابه ووځي بلکې د یوروشین اتحادیه هم جوړه کړي، نو دا به د روسیې د اقتصاد لپاره یوه بله زینه شي، او له امله به یې ډېر ژر خپل پخوانی عظمت ترلاسه کړي. د دغه اتحاديې په پنځولو به روسیه له یوې خوا د ځان لپاره مارکیت پیدا کړي، او له بلې خوا به د انرژۍ د نلونو د غځولو قراردادونه هم خپلو کمپنیو ته ترلاسه کړي، چې بلاخره به دا هم هغه رقابت ته د پای ټکی کیږدي چې په یوروایشیا کې تر دې مهاله روان دی؛ خو دا وروستی چانس، چې په یوروایشیا کې به روان رقابت ته د پای ټکی کېږدي، د یوروشین د اتحادیې جوړولو پرتله ډېر زیات کم  او عملي بڼه نلري، او یوازې یو خوب کېدای شي!!

===========

لیکوال: احمد بلال خلیل – کالم: زما هم واورئ! – نن ټکی آسیا

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د