افغانستان

حامد کرزی: ملکي تلفات خلک پر نظام بې باوره کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او غزني ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژنه غندلې ده.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې پر دې پېښو خواشيني ښوودل شوې او پر حکومت يې غږ کړی چې دا ډول کړنې ولس پر نظام لا بې باوره کوي.

د کرزي دفتر په خبرپاڼه کې ويلي، د کندهار په بند تیمور، بدخشان او جوزجان کې هم د بریدونو په پایله کې ملکي تلفات اوښتي او نوموړی پرې خواشینی دی.

کرزي د دې بریدونو بندېدل غوښتي او د قربانیانو له کورنیو سره يې خواخوږي ښوودلې ده.

امنيتي ځواکونو د خوست په علیشیرو کې د یوې کورنۍ اوه تنه ولسي وګړي او د غزني په ده یک ولسوالۍ کې يې څو تنه ماشومان وژلي.

تازه یو امریکايي جنرال پر دې خوښي ښوودلې چې د دوی افغان ملګري په هوايي بمباريو کې تر دوی دوه برابره ډېرښت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

کرڑی صاب خونن صبا ڈیری بدی خاوری خوری ولی ستاپہ حکمت کی ھم دغہ اولسی وگڑی شہیدان کیدو ہغہ وقت خودی سہ نویل ولی اوس ولی وای شرمیژی نہ پشتانہ وای کہ پزفریکڑی کہ شرم لرلای دہ چاڑی نم بی نئخست

افغان

دا سمه ده چه افغانستان کی د ګوتو به شمار حکومتو نسبی ښه څکومتولی کړی ، اکثریت یی جلا جلا خیانتو مرتکب شوی حتی داسی خیانتونه چه باید د مرګ سزا هم باید ورته واورول شی مګر : شاه شجاع ، کارمل او کرزی او دهغوی ټیمونه دری هغه څیری دی چه د مرګ تر سزا هم زیاته سزا ورته افغانان ، مسلمانان او ټول مظلوم بشریت اوروی یعنی له افغانیت ، اسلامیت او حتی له انسانیت هم بی برخی دی حتی تر حیواناتو هم ښکته دی . په قران عظیم الشان کی ځينی انسانان دحیواناتو سره ورته کړی حیوانات… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x