افغانستان

په خوست کې د وژل شویو ملکیانو انځورونه او نومونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په خوست کې د کمپاین عسکرو د پینځه وروڼو په شمول اوه تنه وژلي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحنان ځدراڼ وايي، دغه عمليات د کمپان ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د بټۍ تاڼې په سيمه کې کړي دي.

په دغې ولايت کې د کوچيانو شورا غړي حاجي ګل مرجان امريکا غږ ته د اوو کسانو وژل کېدل تاييد کړي دي.

1_ محمد ولی،

2_ نور الدین،

3_ قدم،

4_ اختر ګل

5_ او محمد دین دا پنځه تنه سره وروڼه وو او د ماجسکي زامن وو.

د دې کورنۍ دوه نور ځوانان:

6_ ګل محمد چې د محمد دین زوی وو

7_ او نجیب یي د تره زوی وو. ټول پینځه ورورڼه یو یي وراره او یو د تره زوی وژل شوي دي.

دوی په قوم کوچیان فتیح خیل وو، او د خوست ولایت علیشرو ولسوالۍ د بتۍ د کلي اوسیدونکي وو.

د دې کورنۍ یواځې یو نارینه چې په ښار کې یې کور و او د دې پنځو وروڼو ورور و، پاتې شوی.

د کمپاین عسکرو څو شپې مخکې د خاني خوړ سیمه کې هم دوه وروڼه وژلي وو.

همداراز یې د پکتیا ولایت ووزې ځدراڼ ولسوالۍ لکه “تیږه سیمه” کې یو زده کونکی هغه وخت وژلی وو چې مدرسي ته روان وو، چې وروسته د سیمې خلکو د خوست ګردیز لویې لارې په بندولو سره د کمپاین د عسکرو پر ضد خپل توند غبرګون هم ښکاره کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Shaheed

Sallam There,

I wonder if you could also provide this online news services in Farsi, English, Arabic, Urdu, Chinese, Russian, Turkish and Balouchi languages.

Many thanks.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x