نړۍ

سعودي د اسرائیل سره د اړیکو پر موضوع د ږغیدا له امله یوه مدني فعاله نیولې / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزو شبکو کې د سعودي مدني فعالانو او په دغه هیواد کې د بندیانو د درک ساتلو اړوند فعالان وايي چې سعودي حکومت یوه میرمن په دې تور نیولې چې هغې د اسرائیل سره د عربي هیوادونو وروستی ژوري اړیکو باندي بحث کړی وو.

د فکري بندیانو «معتقلي الرأی» په نامه ټویټر اکاونټ لیکلي چې د «نهي البلدي» په نامه د ټویټر یوه فعاله وروسته تر هغه ونیول شول کله چې يې پر خپل ټویټر د اسرائیل سره پر اړیکو یوه ویډیو خپره کړه. او زیاته کړې چې هغه د پولیسو قومندانۍ ته وغوښتل شوه او بیا کور ته نه ده ستنه شوې او نه یې هم تر اوسه درک شته.

په دې وروستیو کې د سعودي، امارات او ځینو نورو عربي هیوادونو لیکوالان او مدني فعالان د اسرائیل سره پر اړیکو جوړلو ټینګار کوي او د ایران پر ضد د اسرائیل سره د ایتلاف جوړوني لپاره هم غږ اوچتوي خو په مقابل کې هر هغه غږ خفه کیږي چې د اړیکو پر ضد پورته کیږي.

نهی البلوي په خپله ویډیو کې وايي چې اسرائیل که لس واري هم عرب مات کړی او هیوادونه یې ونیسي، دومره تاوان نه کوي لکه عربي هیوادونه چې ددغه غاصب رژیم سره سیاسي او اقتصادي اړیکي ورغوي ځکه چې په وینا یې هغوی مشروعیت تر لاسه کوي او پر ضد یې د دښمنۍ روحیه وژل کیږي.

په ټویټر کې ځینو فعالانو د هغې د خوشي کیدو لپاره هم اوازونه اوچت کړي خو ویل کیږي چې د سعودي حکومت ۳۵ ورځې نورې ورځې هم د هغې د بند د موده غځولې ده.

د نهی البلدي وینا د هغې له ټویټر اکاونټ څخه دلته کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ډېر ژر به د ابن تیمیه او عبدالوهاب د ځوی د یهودی ریښې حقانیت ثابت شی. تقدس یو شئ دی او پر تقدس ځان پینه کول بل شئ. د حرمین په تقدس کی شک نشته خو د حرمین د امامت ویاړ به ددې معنی ونلری چه آل سعود ته وفادار مُلایان به مرتد او فاسد نه وی. آل سعود د شیطان پیروان دی او هر هغه مُلا چه د آل سعود ملاتړ کوی هم د شیطان پیرو دی حتی که د حرمین امام وی. د آل سعود د انحراف او ارتداد او شرک د سند لاسته راوړل ډېر ساده او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x