افغانستان

انجنیر احمدشاه احمدزي د اشرف غني ملاتړ وکړ

 د اقتدار اسلامي ګوند او هيواد کې د بهرنيو اډو د مخالفت جبهې مشر انجنیر احمد شاه احمدزي د ډاکتر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي احمدشاه احمدزي نن له غرمې مخکې کابل کې د ډاکتر غني احمدزي کور کې د يوې غونډې په ترڅ کې دغه اعلان وکړ.

ښاغلي احمدزي د خپلې وينا پر مهال له خپلو ټولو پلويانو وغوښتل، چې د دوهم پړاو ټاکنو کې دې د ثبات او امنيت په موخه ډاکتر اشرف غني ته رايه ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي احمد شاه احمدزي څه موده وړاندې نن ټکی اسيا سره په خپله مرکه کې څرګنده کړې وه، د دوی ګوند او د بهرنيو اډو د مخالفت جبهه نه په ټاکنو کې ګډون کوي او نه هم د کوم کانديد ملاتړ کوي.

ښاغلي احمدزي هغه مهال خپل دريځ داسې څرګند کړ، چې تر هغو په هيواد کې شفافې ټاکنې ناشونې دي، تر څو چې هيواد کې يو بهرنی عسکر هم پاتې وي.

احمد شاه احمدزي ټينګار کاو، چې افغانستان اشغال دی او په اشغال شوي هیواد کې ټاکنې هيڅ ارزښت نلري.

خو نن د جمعې په ورځ ښاغلي احمد شاه احمدزي د خپلو ګڼ شمېر پلويانو په ګډون د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو لپاره له ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړ او له خپلو پلويانو يې وغوښتل، چې د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو ډېر مهم دی او خلک بايد ډاکتر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x