افغانستان

راپور: امریکايي پوځ کې د جنسي ځورونو پېښې زياتې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل):امریکايي څېړنې وايي، چې په پوځي اکاډيمیو او د دفاع وزارت په نورو برخو کې د جنسي ځورونو پېښې زياتې شوي او د څو کلونو د شکايتونو سربېره هم تر اوسه د دې ستونزې مخنیوی نه دی شوی.

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په کلني راپور کې راغلي، چې د ځانګړو ځواکونو په يوې اکاډيمۍ کې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال پر مهال د جنسي ځورونو له پنځوسو زياتې پېښې ثبت شوي او دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله دوه چنده دی.

په راپور کې دا هم راغلي، چې ډېری وخت د جنسي ځورونو د پېښو شکايتونه هم نه ثبت کېږي او داسې پېښې تر ډېره يوازې د جنسي ځورونو د افشا کېدو او د طبي څېړنو لپاره ثبت شوي دي. په امریکايي پوځ کې دا څېړنې او شکايتونه وروسته تر هغه زيات شوي، چې ښځينه پوځيانو د سمندري پوځيانو او افسرانو له جنسي ځورونو او ناوړو کړنو څخه شکايتونه پيل کړل.

د پنټاګون سرچينې وايي، چې په پوځ کې د سړيو له لوري پر ښځو او همدارنګه د سړيو همجنسبازانو له لوري د جنسي ځورونو پېښې په بې ساري توګه زياتې شوي او چارواکو اوس پرېکړه کړې، چې د جنسي ځورونو پېښې په رسمي توګه وڅېړي او له همدې امله ډېری پوځيان او ښځينه پوځيانې خپل شکايتونه ثبتوي.

د «رنډ» په نامه یوې موسسې پنټاګون ته په خپل راپور کې ویلي، چې د امریکايي پوځیانو تر منځ د جنسي تېري پېښې زیاتې شوي او هر کال د امریکايي پوځیانو ترمنځ د زرګونه جنسي تېریو پېښې ثبت کېږي.

«رنډ» په خپل راپور کې ويلي، چې هر کال په ټول پوځ کې د جنسي ځورونو شاوخوا شل زره پېښې ثبتېږي.

د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، په پوځ کې پر نارینه وو د جنسي تېري زیاتوالي اندېښمن کړي دي او دوی به هڅه وکړي، چې په پوځ کې د جنسي تېریو د پېښو کچه راکمه کړي.

پنټاګون زياتوي، په پوځ کې د ښځینه وو په پرتله پر نارینه وو د جنسي تېريو پېښې ډېرې شوي، چې پنټاګون یې اندېښمن کړی دی.

رنډ دا نه دي ویلي، چې دغه پېښې د امریکا د ننه د پوځیانو په منځ کې شوي او که په هغه هېوادونو کې شوي، چې امریکايي پوځیان پکې مېشت دي.

د امريکا پخواني دفاع وزير چک هيګل هم منلې وه، چې د امريکايي عسکرو تر منځ د بدلمنۍ خپريدل يوه لويه ستونزه ده.

هيګل د خپل وزارت په وروستیو وختونو کې ويلي و، چې د امريکايي عسکرو تر منځ د بدلمنۍ او بې لارۍ عادت ډېر انديښمن کړی او د عسکرو تر منځ دغه عادت په ډېره لويه کچه خپور شوی دی.

د پينټاګون چارواکي وايي، چې د عسکرو تر منځ د جنسي بې لارۍ د خپريدو له امله د پوځ دفاعي ځواک کمزوری شوی دی.

د امريکا دفاع وزارت وايي، چې په دې اړه د لوړپوړو افسرانو رويه هم د انديښنې وړ ده؛ ځکه چې د ډېرو جنسي جرمونو تر شا د دغو افسرانو لاس دی.

پنټاګون وايي، چې دوی پدې اړه داسې روزونکو او ارواپوهانو ته اړتيا لري، چې د امريکايي عسکرو څخه دا شرمناک عمل ورک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x