
غزل – عرفاني
عرفان الله (عرفاني)
د خیال صدف کې ملغلرې ساتم
زړه کې د چا خوږې خبرې ساتم
چې راوړي زېري د جانان له کلي
د عشق په بام باندې کوترې ساتم
ورباندې ولم تور زاغان د نفرت
یوه لینده دوه، درې ډبرې ساتم
پر طلایي حنجره کړي ترنم
دې غزل بول ته څو سندرې ساتم
نورې د اوښکو دروازې بندوم
اوښکې له سترګو مرورې ساتم
رقیب د مینې ننګولی یمه
ځکه تېرې تورې او زغرې ساتم
چې مې خوښیو له چم کډه وکړه
اوس (عرفاني) د غم لښکرې ساتم