fbpx

دښځی لپاره سړی اوسه په هغی نه

اکرم همت

څومره ښه احساس دی کله يي چې ښځه احساسوي چې داسی څوک هم شته چې له هغی دفاع کوي او ساتنه تری کوی او پری يريږي ، هغه څوک دی هغه يي سړی يا خاوند دی او څومره ښه سړيتوب دی کله چې دغه سړيتوب دښځی دمصلحت لپاره وي ، چې داسی نه وې ګواکی چې ښځه ماته او کرامت يي له منځه يوسي ، سړيتوب هغه کامله ستره کلمه ده چې ننني ډيرې خلک يي په حقيقت او ماهيت نه پوهيږي او زما په اند ننی عصر ترټولو سخت عصر او وخت دی چې په ښځی او نر تيريږي . څنګه ! پرونی سړی دخپلی ښځی لپاره سړی وو مینه يي ورسره کوله هغه يي تقويه کوله له عاطفی څخه يي کار ورسره اخيسته او نرم دله به وو ، مګر هغه څه دي چې نن يي تغيير وکړ ،او پدی دواړو چنسينو څه وشول چې اوس هغسی ندي لکه پخوا دوی دواړو خو نړۍ اباده کړه اوس پری څه وشول ؟

ډير دخفګان خبره ده خپل شا وخوا که وګوری او اخبار ولولی او تلويزيون وګوری نو پوه به شی چې دښځی او خاوند په رابطه به منعکس او غلط انځور وړاندی کوي او ددواړو منځ کی به علاقه قوي او ښه علاقه نه ښايي . پدی سره به دپروني سړي او نني سړي ترمنځ توپير احساس کړی . پوه شه چې زما پدی خبره کی به تريخوالی وجود ولري مګر هغه سړي تری مستثنی دي چې حقيقي سړي دي او خپل مسؤلیت او وظيفه دخپل ځان په وړاندی او خپلی ښځی په وړاندی پيژني او عمل پری کوي او هغه سړي چې دخپلو ښځو دکرامت عفت اوعزت درناوی او احترام کوي .

زه سړي ته ليونی کيږمه نه اونه پری په غصه يم خو ډير خفه کيږم کله چې دهغوی باره کی داسی خبری واورم او همداراز کله چې په تلويزيون کی سريالونه وګورم چې دښځي او خاوند ترمنځ دغه قوي رابطه دوخت په تيريدو ډيره بی ارزښته خلکو ته ښايي او خلکو ته ښوونه کوي . داسی ډيرکارونه شته چې دنارينه سړيتوب سره نه ښايي نارينتوب صرف په جنسيت سره نه پرتله کيږي پداسی حال کې چې نارينتوب ستر معاني مفاهيم دی چې مخکی لدی چې دغه مفاهيم له منځه لاړشي بايد نارينه يا سړی ورته يوه ورځ متوجه او ويي ساتي .. مګر پدی کې څه راز دی ؟

تر پرونه ښځی دا احساس کاوه چې داسی څوک لري چې تری دفاع وکړي ځکه هغه مطمئنه ده چې سړی لري مګر نن خپل سړی يي لومړی شخص دی چې زيان ورته رسوي او له سړي ديری احساس کوي .. داڅنګه کيدای شي ؟

دغه کار حیرانونکی دی په حقيقي سببونو يي نه پوهيږم خو که لږ فکر وکړو او ووايو چې ايا دښځي کار او استقلاليت يي سبب کيدای شی او که نه ؟ايا دښځی له کور څخه وتل قتل بلل کيږي کله چې له کوره ووځي پداسی حال کې چې يواځنی هيله يي داوي چې حلال رزق کسب کړي ، او دخپل خاوند سره کومک وکړي او ايا له ښځو اوس داطمع کيدای شي چې ددوی دکار په ذريعه سړی څه لاس ته راوړي او همداسی نور سوالونه چې ډير دخفګان وړسوالونه دی .

نو پس ژوند ټولی قصی اوتجربې دي چې هيڅ حساب نلري چې په اساس يي داثابت شوي دي چې دځينو سړيو سره سوء تفاهم موجود وو چې ښځه يي په حقيقت سره نه پيژندله او په قوت کی يي ښکته ګنلی ،او ښځه يي محکومه ګڼلی ،او همداراز يي دښځی دشأن او شوکت کمښت څرګندوو او کمه يي راوسته بلکه ځینی وخت به يي ددی کرامت پلوره او عبث به يي ګڼله خو اوی سړيه که ته داسی وکړی ځان څنګه پرتله کوی ؟

ته پدی سره دخپلی ښځی مينه مړه کوی او يرونکي، تنګ ژوند ته يي هڅوی ددی پرځای چې دهغی لپاره سړی اووسی دهغی په سر سړی کيږی او ددوی دواړو ترمنځ ډير ستر توپير شتون لري ته اوس پدی اند او نظر يي چې سړی امر ، تحکم او اهمال کوي او زورونه ترسره کوي پخپلو غلطيو اعتراف نه کوی ځکه چې ته سړی يي او سړی نه غلطيږي او دغه خبره ده چې ورته غلط کارونه او پخپله غلطي ويلای شو .

ګرانه سړيه .. که چيرته ته مطيعه مریحه مينه ناکه ښځه غواړی چې لتا سره دی مينه ولري او پرتا دی قربانه وي او ستا په راحت پوری خپل راحت وتړي نو دهغی لپاره سړی اووسه دهغی مشکلات په خپله اوږه واخله او دهغی دامان مصدر وګرځه پخپلو کړنو حاکم اوسه او دسړيتو سترو کارنامو او کارونو سره يي مقايسه کړه او وګوره چې ددروغجن سړيتوب پردی ترشاه ستا نارینتوب او رښتونی سړيتوب څنګه ښکاري او کوم تحولات راوړي چې دغه دروغجن سړيتوب پخپله په شخصيت ډيری بدی اغيزی هم لري .

نو ښځه باندی تحکم دهغی ذلیلول او دهغی خواطر له منځه وړل او دهغی په مشکلاتو باندی ځان نه خبرول او اهمیت نه ورکول داټول له سړيتوبه لری خبرې دي نو سړيتوب له دی ډير اوچت او ستر دی مګر ډير سړي پدی نه پوهیږي .

په حقيقت کې ته خپله هغه څوک يي چې ښځه خپله له ځانه لری کوی او نفرت يي په زړه کی پيدا کوی او ته بيرته هم څوک هم يي چې دښځی په زړه کې دځان لپاره احساسات راپاروی او ځان ورته ګرانوی نو پس دځان لپاره يي اختيار ستا په لاس کی دی چې هرڅه ته کوی اوس فیصله ستا په لاس کی ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د