پښــــتو ادب

په افغان ادبي بهیر کې پر (مینه) خبرې وشوې

نن د افغان ادبي بهیر اوونیزه ناسته د قرآن کریم په مبارک ایاتونو پیل شوه، د تېر اوونۍ راپور حبیب الرحمن حبیب زي ولوست، چې دناستې ګډونوالو د تېرو راپورونو په پرتله ښه وګاڼه، وروسته پر یوې موضوع د لیکچر وړاندې کولو لپاره دتېرې ناستې له ژمنې سره سم استاد محمد انور وفا سمندر سټیج ته وغوښتل شو، چې استاد پر(مینه) خبرې راپیل کړي.

وفاسمندر په خپلو خبرو کې وویل چې په انساني نړۍ کې ټولې ستونزې له دې راپیدا شوې، چې انسان دمينې لاره پرې اېښي، هغه وويل، چې ټوله هستي دمینې په غېږ کې ویده ده، دا چې ولې انسان خپل همنوعه وژنې؟ ځکه چې انسان مینه ګر نه دی، که غواړئ په نړۍ کې انسانیت خپورشي، باید مینه ګر واوسو. د ده په خبر له نورو حیواناتو سره د انسان توپیر په همدې کې دی، چې انسان باید مینه ناک واوسي.

هغه په ډېر تاسف وويل چې موږ لاهم د (شرم) په قیوداتو کې ژوند تېروو، موږ لا تراوسه خپله خور نشو ښکولولای، ځکه چې شرم دی، په داسې حال کې چې هغه زما د زړه ټوټه ده. نوموړي وويل: زه ډېر افسوس کوم، چې ولې دلته له موږ سره زموږ یوه ګل مخې خور نه ده ناسته؟

استاد سمندر مینه، عشق او محبت درې واړه یو وګاڼه ا و په خبره يې له مخالف جنس سره مینه که (ګرمه مینه) وبولو ښه به وي.

وروسته د دې څلویښت دقیقه ای لکچر اړوند دناستې ګډونوالو خپل نظرونه اوپوښتنې وړاندې کړي، چې عبدالله عاجز د اسلام له نظره (شرم) یومهم شرط وګاڼه او په خبره يې مینه، محبت او عشق باید درې واړه یو ونه ګڼل شي، عماد الدین دوران هم وویل چې عشق د جنسي غریضې پر بنیا رامنځ ته کېږي، چې بایدله مینې سره يې توپیر وشي، او دا چې مينه انساني ځانګړنه ګڼل کېږي، سمه نه ده، ځکه چې حیوانات هم پخپلوکې مینه سره کوي.

داد محمد ناوک هم د اسلام له نظره د نامحرمو یوځای کېدل، ښه ونه ګڼل او په خبره يې اسلام وايي چې په اوو کلنۍ کې باید د اولادونو دخوب ځایونه سره بېل شي، دهغه په خبره که چېرته اسلامي قیودات نه وي، نو انسان دومره هم وحشي کېدای شي، لکه په جوزجان کې.

د ګډونوالو له نظرونو وروسته استاد سمندر مننه وکړه او وار مشاعرې ته ورغی، چې مشاعره د وارث برېمن په ښایسته شعر پیل شوه چې لسګونو شاعرانو پکې خپل شعرونه واورول. د ناستې په پای کې د غونډې مېلمه داود تپان غونډه ښه وبلله او ويې ويل چې باید نظم مراعت شي، له خپل شعرو ویلو وروسته د ناستې مشر استاد سمندر بیا سټیج ته راغی او پر بښنه سربېره يې خپلې وروستۍ خبرې هم پر دې پای ته ورسولې چې باید مینه وکړو.

دغه ناسته چې ویندوی يې همایون هېواد و، نږدې ماښام د کتاب ښار په تالار کې پای ته ورسېده. راتلون کې ناستې ته احسان الله درمل د (حس آمیزي) اړوند دلکچر ورکولو ژمنه وکړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x