اقتصادټولنیزه برخه

کامیاب سوداګر ملیونر شو

لیکونکي محمد قیس (یاسيني)

د نن ورځې سوداګرۍ ډیر پېچلې ده. د پوهې او ټکنالوجۍ د پراختیا له امله سوداګرۍ په هره برخه کې په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده،د ګړندي سرعت، کمپیوټر او ریاضي د عصری علم له سوداګرو سره مرسته کوي چې خپل سوداګریز فعالیتونه او کړنې په ښه توګه تر سره کړي. لکه څنګه چی سوداګریزه نړۍ د بدلون په حال کی ده، سوداګر هم باید له بدلون سره سم د خپلې ادارې د پایښت او سوداګریز موخو ته د رسیدو لپاره بنسټیز مهارتونه او وړتیاوي تر لاسه کړي. که سوداګر غواړي چی بریالی وی نو لاندي ټکي په خپل سوداګریزو چارو کی عملی کړي نو ډیر ژر به میلونر شي.

1. د سوداګرۍ پوهه:

سوداګر باید د خپلې سوداګرۍ اړوند بشپړه پوهه ولري. په داسې ډول چې د سوداګرۍ، بازارموندنې بر عایداتو مالیه او پوهه هره مالي برخه کې بشپړه پوهه او معلومات ولري.

2. د پلان جوړونې او مدیریت وړتیا ولرئ:

یو سوداګر که غواړي چي خپلې سوداګرۍ ته ځلا او پرمختګ ورکړي د پلان جوړونې، مدیریت او په هغه باندې د کنټرول وړتیا باید ولري.

3. لرلید او د اټکل کولو وړتیا ولرئ:

یو ښه سوداګر د خپلې سوداګرۍ د تیرو کړنو ته کتنه وکړي تر څو د راتلونکې لپاره یوه ښه تګلاره او لیدلوری وټاکي. د لرلید او اټکل په درلودلو سره کولای شي خپلې راتونکې کړنې پلان کړي او په دې کار سره به سوداګري بریالۍ وي او د سوداګر به ډېره ګټه تر لاسه کړي.

4. اخلاقي معیارونه:

د سواګرۍ اخلاقی معیارون عبارت دي له چل، غلا، رشوت اخیستنې څخه چې په سوداګرۍ کې باید شتون ونلري. هغه سوداګر چی دا معیارونه په پام کې نه نیسي ډیر ژر به ټول خپل پيردونکي له لاسه ورکړي يو ښه سوداګر د ټولنیزو اخلاقي او مذهبي مسؤولیتونو درلودونکی وي او په مارکیټ کی د خپل پایښت او ګټې تر لاسه کولولپاره د پورتنیو بد اخلاقیو مخه ونیسي.

5. ښه فکر او نوښتګر باید وي:

د نن ورځي سواګرۍ په ډیرې چټکۍ سره په مخ راونه ده. یو سوداګر باید د نوښت او نویو توکو د تولید وړتیا ولري. همدارنګه باید سوداګر وکولای شي نوي مارکېټي میتودونه پلي کړي او نوي خدمتونه او تولیدات ټولنې ته وړاندې کړي.

6. میړانه او مقاومت باید ولري:

یو ښه سوداګر باید، کلک،زړوراو ځواکمن وي. که سوداکر دا ځانګړتیاوې ونلري او ونشي کولای سواګریز خنډونه له خپلې مخې څخه لرې کړي، نو باید خپله سوداګري ډیر ژر وتړي.

7. د بدلون منل:

فزیکي او تخنیکي علم د تولیداتو نوي ډولونه خپروي او د تولیداتو اغیزناک مېتودونه وړاندې کوي، یو ښه سوداګر باید میل ولري چي نوي بدلونونه تر لاسه کړي او باید وړتیا ولري چي د تخنیکي پوهي د تر لاسه کولو په اړه څیړنه او پلټنه وکړي تر څو وکولي شي سیالۍ وکړي او خپلي سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

8. وړتیا او مهارت:

یو ښه سوداګر باید عادل او ښه طبیعت لرونکي وي او د خپلۍ سوداګرۍ اړوند سختو کارونو د تر لاسه کولو وړتیا ولري او وکولي شي چي ډیر کار وکړي او د ډیر کار کولو وړتیا ولري که سوداګر ونشي کولي سخت کارونه او سوداګریز فشارونه وزغمي، د مارکیټ سیالۍ ځواک له لاسه ورکړي او بیړي به یی په اوبو کي ډوب شي.

9. سالم مالي مدیریت:

مالي برخه د سوداګرۍ له بنسټونو څخه ګڼل کیږي سوداګر که غواړي سوداګرۍ يي پرمختګ وکړي باید د مالي اسانتیاو پراخه سرچینه په واک کي وي یو نامتو او لایق سوداګر هڅه کوي د سوداګري مالي اړتیا وي او بهرني سرچینی پوره کړي او په اغیز ناکه توګه یی ترتیب کړي که سوداګر کافي پانګه په لاس کي ولري خو د سالم مدیريت وړتیا ونه لري نو سوداګري به یی ډیر ژر له منځه لاړ شي سالم مالي مدیریت د سوداګري د بریا کونجی ګڼل کیږي او دا وړتیا د یو ښه سوداګر له ښو ځانګرتیاو څخه ده.

10. تخنیکي پیاوړتیا:

یو ښه سودګر ته اړینه ده چي یو ځانګړي دندي او پوهي تر لاسه کولو او بشپړولو لپاره کافی تخنیکي مهارتونه ولري. سوداګر باید په اړونده برخه کي ځانګړي پوهه او وړتیا ولري تر څو وکولي شي خپله کاري پروسه او لازم میتودونه په بشپړ او اغیز ناکه توګه عملي کړي.

11. د ښي کاري ډلې درلودل:

سوداګر باید د خپلو سوداګریزو کړنو د تر لاسه کولو لپاره یو پیاوړي کاري ټیم چي له مسلکي کارکونکو څخه جوړ شوی وي ولري.سوداګر باید د خپل ټیم د کارکوونکو له خوي،وړتیا ځیرکۍ او عقیدي په اړه خبر وي او ډاډ پري ولري همدارنګه سوداګر باید د وګړو محدودیتونه وپیژني او د هغوي د انګیرنو په اړ پوه وي سوداګر باید په اغیزناکه توګه له خپل لاس لاندي وګړو سره د اړیکو نیولو وړتیا ولري. تر لاس لاندي کارکونکي باید د اداري د پیاوړتوب لپاره وړاندیزونو د وړاندي کولو میړانه ولري سوداګر باید په خپله اداره کي د ډاډ، امنیت او خوښۍ فضا رامنځته کړي.

12. فکري ځواک:

یو سوداګر باید ددي وړتیا ولري چي وکولي شي په خپل فکري ځواک سره د اداري هم تخنیکي او هم بشري مهارتونه برابر او بشپړه کړي. کله چي د تولیداتو په اړه نوي پریکړه کیږي،اجرايي مشران څوک چي د تولیداتو کنټرول بازارموندني، مالي او څیړني مسؤل دي، باید د ګډو موخو د تر لاسه کولو لپاره یو ځاي کار وکړي.

13. ريښتینولي او صداقت:

سوداګر باید د خلکو سره په راکړه ورکړه کي ریښتیني وي.

که هر سوداګر غواړي چي په نړیوالو مارکیټونوکی شهرت پیدا کړي نو پورتنی لارښونی باید په خپله سواګریزه راکړه ورکړه کی عملي کړی که سوداګران په خپل ورځنی چارو کی د پوتنیو ذکر شویو لارښونو څخه کار وانښلی نو د دوی کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ کیږي او کیداي شي چی ددوی پانګه لمنځه لاړ شي او له مارکیټ څخه خارج شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx