د عطاء له چېلنج نه وروسته د غني و سياف بېړنی ملاقات/ طنز

استاد سیاف

لیکنه: رحمت الله نړیوال

اشرف غني: ددې وړ یې چې سړی دي د کابل ښار کې د جمعې له لمانځه وروسته د مرکزي جامعې مخي ته اعدام کړي.

سياف: ولې خیر څه پېښه ده؟

غني: زه تا ته دومره امتیازات د څه لپاره درکوم؟

سياف: کله دي را کول؟ ښه فرض یې کړه تاسو ماته امتیازات را کوی نو اوس څه وشوه؟

غني: مالَ ته به موږ ته لمونځ را ښيې،سورتونه به را ښيې؛ اوس ستا له لاسه په جګو سترګو نه شو کتلای.

سياف: ولې ولې؟ نن څه ناپړیتې کوې،خیر خو دی څه پېښه ده؟ لږ مې خبر کړه.

غني: ولې دا عطاء لنډغر نه وینې؟ وایي: که اشرف غني (ألم تر کیف) سم راته ولوست زه خپله دنده پرېږدم.

سياف : څه وایې ددې زوی مړې بیا ودېته څه پام شو،لکه چې ستا د هغې بلې ورځي وینا یې اورېدلې ده.

غني: کومه وینا؟

سياف: هغه تا چې ویل (سولٌ خیرٌ) د (والصلح خیر) پر ځای.

غني: ته هغه مه ښوروه؛ زه وایم ستا ما ته کومه ګټه را رسېدلې ده، دغه لس سورتونه دي لا نه کړو را زده.

سياف: زه ولاکه دومره خلاص یم،زه تا ته چیشي در زده کړم؟

غني: بل مې هر څه زده دي ته یواځي دغه (ألم تر کیف) را زده کړه،تر څو له دې چېلنجه خلاص شم.

سياف: ښه نو زه خو به (ألم تر کیف) در زده کړم؛ که عطاء سبا ته (اللهم انا) در نه وپوښته،یا یې د جنازې لمونځ درنه وپوښتی او یا یې پوښتنه در نه وکړه چې حضرت حسین رض څوک دی؟ ته به څه ځواب ورکوې؟

غني: نی ولاکه د هغه به دېته نه شي پام؟

سياف: هغه دای بلا دی ته به وا منطق و فلسفه یې ټوله ویلي ده، ګلبدین ته یې هغه خبره څومره ژر وریاده کړه، ویل تا ویل زه به د نبي أمتي نه یم، که کابل ته راغلم تر څو خارجان نه وي وتلي.

غني: هو په کوران، نو بیا یې چاره څه ده؟

سياف: چاره یې دا ده په دې خبرو هسې سر مه ګرځوه، خپلې مزې و چرچې را کوه، غربي مېلمانه رانه خپه نه شي،عطاء متا هېڅ مشکل نه لري،خپل مخسد ته متوجې شه.

غني: سمه ده له نیکې مشورې مو مننه کوم، هوکې زموږ مقصد خو غربي مېلمانه خوشالول دي،(ألم تر کیف) دې نو عطاء وایي.

سياف: مخ ته مو ښه پر غریبانو دې سپارم.

غني: ستاسو یې هم په مخه ښه.

د خیالونو نړۍ.

تبصرې (5)

  • یاره دومره بیغیرته ولسمشری هم په درد نخوری چی یو لنډغر درته ګواښونه کوی او ته ورته له ډاره غږ نیشی کولی داسی ریاست جمهوری دی په سره اور وسیزی که زه د غنی په ځای وای یاره که دا ټول حکومت می په بل مخ شوی هم وای دا لنډغر خو می قسم دی که داسی اوتو بوتوته پریښی وای اوس به می وخته یا د دیخواکړی وی یا د آخوا.دا لنډغر غاپی غنی فکر کوی چی ولا چی غاپی خامخا به همداسی داړنه هم کوی او پدی پوی ندی چی دا لنډغر د ډیره ډاره غاپی د ده غپا د ویری او ډار غپا ده هیله کوم ولسمشره د غیرتی پښتون قام نوم مه بدوه لګ غیرت پیدا کړه ګنی د ټول پښتون قام پزه به پری کړی پدی بیغیرتی دی.

  • فهیم صاحب ، ستاسی له نیکو احساساتو ممنون یم ، مګر پورتنی تبصره کی ستای د څو ټکو سره ناخوښه یم او هغه دا چه :
    لمړی : جمهوریت خو یو دمکوکراتیک دجالی اصطلاح ده مګر د خبیث ، ملحد او غلام غنی د پاره د ولسمشر ټکی کارول د ولسمشر د نوم سپیڅلتیا ته توهین دی هغه د همدغه درغلنو دموکراتیکو ټاکنو له مخی هم ونه تاکل شو به درغلیو راټولی او غلا شوی رایوی هم خکندازو کی وغورزول شوی او دوی د بل هیواد د خارجه وزیر له خوا د هغوی به سفارت کی د یوه په ځای دوه جمهور ریسان وټاکل شو نو غلامی او بلواکی ښکرونه لری او خلک بیا هم ورته د اولس مشر وایی دا د اولس او د اولسمشر د سپیڅلو نومونو سپکوالی دی . ولسمشر به غلام غنی ورته وایه .
    دوهم دا مه وایه چه که تاسی د غنی په ځآی وی ( خدای ناخواسته ورسره وایه ) دا ستاسی شخصیت ته توهین دی ښه دی چه د هغه خبیث په ځای نه یاست حتی د غره ځناتور تری شرف لری .
    دریم : تاسی عطا ته لنډغر وایاست یعنی تر غلامی غنی یی ښکته ګڼی په داسی حال کی چه دوی ټول د یوه بادار په طویله او اخور کی ارداوه خوری ټول له مخی لنډغر دی او دغه یی هم یوه ذرامه ده د بادارانو د پلان له مخی ده غواړی چه له عطا نور څخه یو قهرمان جوړ کړی ممکن راتلونکو ټاکنو کی یی ریس جوړ او لا یی د شمال د داعش مشر او جنوب کی ګلبدین مشر لمړی یی د طالبان مقابل کی او بیا خپلو کی سره وجنګوی مننه
    دو

    • سلامونه بیانزی صاحب دا در سره منم چی د دی سپکو خلکو په درنښت یادول اشتباه ده خو نسبت د شروفساد ډلی ته غنی بیا هم یو څه دی اوس که هرڅه دی خو زمونږ د هیواد واګی د ده په غاړه دی یو څه احترام یی ضرور دی مننه.

  • هاهاها ښکلى طنز خداى دې سياف توپ ته برابر کړي چې عطاچور ته يو اخطار نشي ورکولاى، يا ښايي سياف به دومره وړتيا نور نلري. هرڅه چې وي بايد د حکومت په اقدام خپل غږ پورته کړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې دى په حکومت کې نشته نو نور په تش نوم جهاديان دې هم ګوښه شي. بس ده ټول افغانستان همدې غلو د جهاد په نوم چور تاله واله کړ.

  • د هیوادنامتو او بادرده لیکوال عصمت قانع نه په ټیګنه او دزړه له کومی مننه کووم چی د ٬ګلبیدین٬ حکومتیار په لاس دهیواد شهیدشوی بیګناه ،نامتو مشران لکه عزیز الفت، مجروح،جنت خان غروال،داکټر عصمت،قاری مجید، شګیوال، پکتین، دمیدان وکیل نورعلم مظلومیار جنرال کټوازئ، خطیبی، نعیم سلام، چنزای ډاکتر لودین او په سلهاوه بیګناه مهاجر افغانان یی ګرانو وطنوالو ته په لازمه او حساس شرايطو کی په ډاګه کړل چی دویښ زلمیانو ځنی څپیڅلی مبارزین هم په کی شامل وه.
    ارواښاد او خدای بښلی لیکوال استاد الفت وای:
    قاتل به نه یی خو دومره ګواهی درکووم- توره دی سپینه وړې سره دی راوړه .
    کال دمخه د آی اس آی له جیبه دغه لاسپوڅوڅی او رسواء شوي سپينسترګي په څو ـ مره کوو کی ویلی وه « تر څو چی یو بهرنی سپایی په افغانستان کی پاتی وی،زه به په حتمی توګه خپلی مبارزی ته دوام ورکوم او که نه نو زه به د پیغمبر له امته نه یم ، لکه سیاف مرتد.خدای دی دواړه د خپل ناتو بادارانو توپ ته (نه خطا) په نښه کړی.بس ده ټول افغانستان همدې لنډغرو غلو، بیشرمو مرتدو ، بی امتو او صلبپرستو د تش جهاد او اسلام په نوم چور تا له واله، او د شخصی ګټو لپاره یې د ګران هیواد بیوسه مظلومان نور هم بیوزله او بدمرغه کړل.
    «سرټيټي دی وي دغه مزدور داړه ماران .»