نظــر

دویم وار ښکنځلې او سپېڅلې پرېښتې!

د هېواد په سطحه د ټاکنو ډرامه د افغان وژنې هغه دسیسه ده، چې ښايي دښمن ته تر ټولو ښه وسیله وبريښي، ځکه خو تېر ځل ټاکنې چې دوی دهېواد په تاریخ کې پراخ شموله ګڼلې باطلې اعلان شوې او په دومره پراخ ګډون کې هم یو نوماند ونه شو کولای چې پنځوس جمعه یو رايې پوره کړي. او ټاکنې د دوې په اصطلاح دویم پړاو ته لاړې.

په تېرو ټاکنو کې دولت داسې تبلیغوله چې دوی ځکه د وري شپاړلسمه ورځ د ټاکنو ورځ وټاکله چې په خبره يې آن ترثوره طالبان دحملو توان نه لري، مګر په هغه سربېره يې خپلو مزدورو رسنیو ته خولې له خاورو ور ډکې کړې او ښکاره یې ورته وويل چې په امنیتي پېښو به خوله چوپه نیسئ، تر څو خلک رايو ته لاړشي. همداسې وشول، خلک کاڼه اوړانده وساتل شول اوپه ټاکنو کې يې ګډون وکړ، مګر په هغه سربېره د طالبانو له خولې یو زر اته اتیا او د دولت له وارخطا خولې یو ځل د یوسل شپږویشتو او بیا د پنځه سوه شپږنوي بریدونه خبرونه ورکړل شول. په دې خبرونو کې لسګونه پولیس، اردو او اربکیان په قتل رسيدلي، او هم ګڼ طالبان په شهادت رسیدلي دی.
پر دې سربېره لسګونه عام وګړي، هم ټپیان او له منځه تللي دي، که څه هم طالبانوڅوځله په خپلو خبرپاڼوکې یادونه وکړه چې خلک باید په ټاکنو کې برخه وانه خلي، خو دولت داسې ورته تبلیغوله چې د دوی سرساتونکي سرتېري د ټولې ورځي په ذمه واري امنیت ساتلی شي، او دا يې ورته ویل چې دا په هېواد کې لومړی ځل دی چې واک به په سوله ایز ډول انتقالېږي، ځکه دوی ته خو د عامو افغانانو وژنه یاهم په یوه ورځ یو زر اته اتیا بریدونه او د سلګونو عسکرو مړینه کوم جنګ نه ښکاري!
د دویم پړاو ټاکنو تبلیغاتي دروغ پرون پیل شول، اوس به بیا د یوې مجلې له خولې د نړۍ په سطحه دویم مفکر، خو په افغانستان کې د اسلامي نظام نړوونکي اشرف غني او د زرګونو مسلمانو قاتل، دجهاد سوداګر او د پښتون دښمن عبدالله عبدالله ترمنځ د ولس غولونې پروسه راونه وي.
دوی دې غولولو ته ټاکنیز کمپاین وايي، دوی به بیا یو پر عیسويتوب او بل پر ایرانیتوت تورنوي، موږ وړاندې هم وویل چې یو به بل ته بې ناموس وايه، خو هغه باناموسه(!) له هماغه بې ناموسه سره یو ځای ناست دی. مګر ملت ته يې په سترګو کې خاورې ور وشیندلې.
په دویم ځل تبلیغاتو کې به بیا د مفکر(!) بې فکره چاپلوسان د هېواد تجزيې لپاره ټولو تاجکو ته ښکنځل شروع کړي او په لوی لاس به د پښتون او پاړسیوان په نامه داخلي کرکې ته لمن ووهي. د عبدالله عبدالله متعصب کمپاینران به پښتون وحشي وبولي او بیا به ووايي چې دوی به نور (دوونیم صدساله، دوره سیا) ونه زغمي او دپښتون واکمني ته به د پای ټکی کېږدي.
مګر په دې ښکنځلو کې به یو بل څوک چې خپل ټول انساني او اسلامي ارزښتونه يې دواک لپاره ترپښو لاندې کړي دي، دهرچا ښکنځل وزغمي، هغوی ته به دهرلوري ښکنځل د دوی لپاره ښکنځل وي، ځکه هغوی په هر اخور کې شوخند وهي. هغوی اوس څودېرش ښاخه حزب لري.
خو د ټاکنو په نامه د ډرامې ډایرکټران باید پوی شي، چې ولس په دیارلسه کلنه بې پرتوګه ډيموکراسي اوس ښه پوی شوي، هغوی پوی دی چې ولایتي شورا ته ښځینه نوماندانې د جنسواړیکو په بدل کې ځي، پارلمان ته ښځې به لا…
او دا چې په ارګ څوک ننوځي؟ دولس رایه یوه ذره ارزښت نه لري، د ډاکټر رمظان بشردوست خبره دلته به هغه څوک واکمن وي، چې د امریکا د ګټو لپاره په ګټه وي. نو که دغه د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولس قربانوونکي، یوغږ اورېدلی شي، په خلاصو غوږو دې يې واوري،چې ولس نه غولېږي، ولس مه ځوروئ، په هېواد کې دخپلو ګټو په خاطر کرکه مه کرئ!
بیا پاټکونه شول، په ناموسونو تېري شول، دپښتون او پاړسیوان په نامه د هېواد د تجزيې ویره ده، ځکه خو د (سپېڅلو پرېښتو) راتګ یو زیری دی، هغوی به راځي. ان شاء الله

ډاکټر عطاء محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x