fbpx

عیسائیت په افغانستان کي (۲٥)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

افغان ملي کلیسا

د مقدس یوحنا کلیسا (Church of St. John the Evanglist) د افغان کلیسا (Afghan Church) په نامه سره ده، دغه کلیسا په ۱۸۴۲ میلادي کال کي د هندوستان د بمبئی ښار په ناوی نګار کي د انګلستان د کلیسا (Agnlican Chruch) له لوري، د افغان انګلیس په لومړي جنګ پر مهال تأسیس سوه،کله چي انګریزانو ماتې وخوړه ، دوی پوه سول چي د افغانانو لپاره غوره علاج ارتداد دی، مبشر جورج پیګټ وروسته دغه کلیسا د ایست انډیا کمپنۍ ( East India Company) ته و سپارله، دا هغه کمپنۍ ده چي لومړی یې په هندوستان کي نوک ځای او بیا سوک ځای کړ، او ټوله هندوستان یې و نیوئ او هندوستان د انګریزانو په واک کي سو.

مخکي له دې څخه چي دوی لومړۍ افغان کلیسا تعمیر او تأسیس کړي، په ۱۸۲۴ میلادي کال کي یې څلور انجیلونه (متی، لوقا، یوحنا، مراقس) و پښتو ته وژباړل، د کلیسا د جوړېدو وروسته په ۱۸۹۵ میلادي کال کي یې د بایبل عهدنامه عتیق او د عهد نامه جدید ټول کتابونه و پښتوته وژباړل، چي دغه بایبل زما سره سته او عکسونه یې لاندي کتلای سئ.

دوی ولي دغه کلیسا افغان ملي کلیسا و نومول؟؟؟

د انګریزانو سر خلاص سو چي دغه افغانان په زور، یرغل او جګړې سره نه ماتیږي، بلکې ښه طریقه یې داده چي بایبل ورته وژباړو، کلیسا ورته جوړه کړواو ارتداد لاره ورته پرانیزو،دغه د انګریزانو نسخه امریکایانو هم عملي کړه، چي همداسي وسول او همدا لړۍ تر اوسه روانه ده.

په افغانستان کي کلیساوي

په ګران هیواد افغانستان کي کلیساوې سته، چي د رسمي کلیساوو اجازه د افغانستان د ازادۍ وروسته ورکول سوېده، لکه چي مخکي ورباندي رڼا واچول سول، اوس یوه کلیسا د بګرام په هوايي میدان کي , بله ى كند هار هوايي میدان کي، په ښوراب کي سته، چي هم خارجي او هم داخلي عیسایان ورڅخه کار اخلي، له دې څخه علاوه د خارجانو په هر بېس کي کلیساوې سته، چي دغه کلیساوي په هر ځای کي شتون لري، ځیني هغه کلیساوې دي چي شخصي کورونه یې په کلیساوو اړولي او صلیب پکښې ځوړنده دی، او ځیني د کلیسا په شکل سره تعمیر سویدي او صلیب یې له ورایه معلومیږي.

جمهوریس اشرف غنی په ارګ کي کلیسا جوړوي:

جمهوریس اشرف غنی دا پرېکړه کړېده چي په ارګ کي د خپلې عیسوۍ مېرمنې رولا غنی لپاره په ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت سره یوه کلیسا جوړه کړي، ټاکل سوېده چي ددې کلیسا د ودانۍ چاري به د یوه عیسايي لبناني شرکت له لوري د حمل (وري) په میاشت کي پیل سي، او په شپږو میاشتو کي به دننه دغه کلیسا عبادت ته اماده سي، د رولاغنی د جمهوریس اشرف غنی سره یو شرط دا وو چي دغه کلیسا به په ارګ کي ورته جوړوي.

د پورتنۍ لیکنې لپاره تاسي په ګوګل سرچ کي دغه سرلیک ورکړئ:

(اشرف غنی از پول مردم برای بی بی ګل کلیسا می سازد)

ددې کلیساوو شمېر اوس نا معلوم دی، خو دا یوه منلې خبره ده چي هر ځای خارجان سته هلته ضرور کلیسا سته، که تاسو ګران مینوال غواړئ چي په افغانستان کي د کلیساوو په هکله معلومات تر لاسه کړئ نو تاسي په ګوګل سرچ کي دغه توري ورکړئ:

Churches and chaples in Afghanistan

د کلیسا نوم، ځای او بنسټ بې درته معلوم سي.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د