fbpx
oldman with child

بوډا! – لنډه کیسه

ژباړه: حامدالله ستون

بوډا سهار وختي له کوره بهر شو. په لاره کې یې له یوه موټر سره ټکر وکړ او زخمي شو. شاوخوا خلک پرې راټول شول او نږدې روغتون ته یې ورساوه.

ډاکټرانو د بوډا لومړني ټپونه وتړل او ورته یې و ویل: تاسو باید التراساونډ معاینات وکړئ، ځکه کېدای شي، چې د بدن ځینې ژور او حساس ځایونو ته مو صدمه رسېدلې وي.

بوډا اندېښمن شو او ویې ویل، چې بیړه لرم او اضافي معایناتو ته اړتیا نشته.

ډاکټرانو یې د بیړې دلیل ترې وپوښت. هغه و ویل: مېرمن مې په الډرلي رېسټ هوم (د بوډاګانو د پالنې مرکز) کې ده. هر سهار هلته ځم او د سهار چای له هغې سره څښم.

ډاکټر و ویل: اندېښنه مه کوه. مونږ هغې ته خبر ورکوو.

بوډا په خپه لهجه و ویل: هغه الزایمر ناروغي لري. هېڅ شي ته هم پام نه کوي؛ حتی ما هم نه پېژني.

ډاکټر په حیرت و ویل: هغه چې په دې نه پوهیږي، چې تاسو څوک یاست، نو بیا ولې هر سهار هغې ته د چایو لپاره ورځئ؟

بوډا په ژړغوني اواز و ویل: مګر زه پوهېږم، چې هغه څوک ده!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بلال
میلمه
بلال

ساده کی ګلداره قیصه وه ، ځانګړی دول اخری جملی مو ډیر ولړزولم ، مهمه نه ده چه هغه ماپیژنی که نه مګر زه هغه پیژنم چه هغه څوک ده