fbpx

د سومنات بت څنګه مات شو!‎

ژباړه احمد خوستئ

د تاریخ یو ځلاکونکۍ لمر سلطان محمود غزنوي (رحمه الله) چې د سبکتکين زوی وو، او سبکتکین د غزنوي حکومت مؤسس دی، کوم چې ۳۵۱ کال کې يې د غزنوي سلطنت تأسيس کړی دی.

سلطان محمود رح د پلار د مرګ او د هغه ورور د څه وخت سلطنت وروسته د غزنوي حکومت سلطان وټاکل شو.
سلطان محمود غزنوي رح ډير متقي ، عادل او مجاهد سلطان تير شوی دی.

چې په اسلامي تاريخ کې په بت شکن ، سلطان عادل ، ناصر الحق ، سطان غازي او فاتح هند باندې ياد شوی دی .

د دا په باره کی راځی چی د ژوند اکثره حصه یی د آس پر شاه یعنی د جهاد په سفرونو کی تیره کړې ده.

سلطان محمود رح په کال د ۳۹۲- ۴۱۶ کي څو ځله هند ته د جهاد لپاره تللۍ ده.

کله یی چی د سومنات د فتحې لپاره اراده وکړه. نو د لویی پکتیا یعنی د خوست پکتیا پکتیکا په لار د کرمې ټل هنګو چی اوس د ګاونډې هیواد پاکستان سیمې بلل کیږې.

په دغو سیمو لاړ کله چی هند ته ورسیدو.

په لاره یی وړه وړه د هندوانو عبادت ځایونه فتحه او بتان یی مات کړل.

آن تر سومنات پورې یی دغه کـار وکړ.

کله چی سومنات ته ورسیدو نو له یوه لوې او سخت جنګ وروسته یی هر طرف لوی او وړه بتان مات کړل.

حتّٰي چی تر هغي کمري هم ورسیدو چی د سومنات بت پکی دریدلۍ وو، خو دریدل یی څه عجیبه وو، چی په یوه لویه کمره کي په هوایې شکل ولاړ وو ، نه لاندی او نه پاسه نه ښې او نا چپ نه مخکی او نه وروسته یی کمه ستن یا تــار لرلو بلکې په هوا کی ولاړ وو، نو چی کله محمود غزنوې رح او د هغه لښکر دوي دغه منظر ولیدو هک فک ودریدل، چی ګورې د سومنات پنډتان چی کم خادمان عبادت کوونکی وو راغلل، سلطان محمود رح ته لاس پر پښو ورپریوتل چی څومره مال او جواهرات غواړي تیار یو خو دغه د سومنات بت مه متوۍ، سلطان محمود رح ورته وویل. موږ مشوره کوو . بس ټول امیران قومندانان یی راټول کړل، د مشوري په خاطر بس خو چا یی ماتول غوره کړل. او ځینو یی وویل مال جواهر ښه دی، ځکه ویل یی چي موږ به نور د جهاد کارونه پری وکړو، مجلس ختم شو.

سلطان محمود غزنوی رح له لږې شیبی د سکون په خاطر ویده شو. چی ګوري په خوب کی دوه فریشتی راغلی او سلطان محمود رح یی لاسو نیولۍ د جهنم پر لور یی روان کړۍ . په دغه وخت کی یوه بله فریشته راغله د دوو فریشتو ته وایی . چی دغه ولی جهنم ته غورځوۍ. دا خو بت شکن ده. نو فریشتو جواب ورکړ . چی دغه بت فروش ده، نو له خوبه د پاڅیدو سره یی د سومنات بت د ماتولو په تکل لاړ، ګورې چي هلته له بت ګوتې ماتی کړی. لاس را مات کړي. بت همغه شان ولاړ ده، حیران ولاړ دې چی اوس څه وکړي آخیر یو پنډت راغۍ. وویل چی دغه بت هم مقناطیس ده چت یی لاندی تل یی او څلور طرفه مقناطیس ده، نو له هر طرفه یی وزن برابر ده . نو ځکه په مینځ کی ولاړ ده،

په یو طرف هم زور نشی کولئ. بس په همدي چل یی دغورځیدو لار برابره کړه. چی د یو طرف دیوال یی مات کړ. نو بت هم پخپله را ولویدو. او مینځ کی یی خیټه مکمله له جواهرو ډکه وه ، بس مال او جواهر هم په پوره توګا غنیمت ورته ملاؤ شول. او بت هم مات شو.

نو له هغې ورځی سلطان محمو غزنوې درح په بت شکن سره یادیږي ، په ویاړونو کی یی تر ټولو لويی ویــاړ همداغه ده؟

والـــلّٰــه اعــلـــم!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د