مجاهد: په تخار کې د ولسي خلکو د کورونو او دوکانونو د نړولو څخه دي مخنیوی وشي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دولتي ځواکونه د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د ولسي خلکو کورونه او دوکانونه نړوي، چې باید مخنیوی یې وشي.

نوموړي ویلي چې دغه سیمه د طالبانو په لاس کې وه، خو ځکه چې دولتي ځواکونو عملیات پیل کړه او دوی د ولسي تلفاتو له امله له سیمې څخه په شا شوه، دولتي ځواکونو له ځانه سره ماشینونه را وستل او د دوکانونو او کورونو په تخریب یې لاس پوري کړ، چې له امله یې د نوي جوړېدونکي بازار چوک په بشپړه توګه نړول شوی او ډیرو دوکانونو ته زیان رسیدلی دی.

د مجاهد په وینا د تخار ولایت درقد ولسوالي د شور عرب په سیمه کې د خواجه بهاؤالدین، درقد او ینګي قلعه سیمې خلکو ځانته یو ښارګوټی جوړ کړی چې ۱۰۰۰ دوکانونه، مسجد، دیني مدرسه، کلینک، ښوونځي، پارک او کورونه په کښي جوړیږي، او ځیني يې جوړ شوي دي، خلکو په خپله خوښه او خپل مالي لګښت اباد کړی دی چې یوه سیمه ییزه شورا یې مشري کوي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت د دښمن دغه ناځوانمردانه عمل په کلکه غندي، او دا د مزدور دښمن د بي ظرفیتۍ او د پردو لپاره د لوبیدو لویه علامه بولي. له دغه اقدام څخه معلومیږي چې د کابل اداره د امریکايي ګټو لپاره استخدام شوی اداره ده، کوم جنایت چې اشغلګر يې د عملي کولو امر ورته کوي، دوي ترې مخ نه اړوي، که چیرې دغه اداره د خلکو استازې وای او یا يې د خلکو د ژوند او ښيرازې په اړه فکر درلودای نو د ولسي خلکو په سرمایه د جوړ بازار چې صرف عام ولس ته يې ګټه رسیږي نړول څه معنا لري او د کوم هدف لپاره دغه ډول جنایت ترسره کیږي؟».

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

د غلام وظیفه همدا ده چی بادار تری خوشحاله وی اوس د کابل بدنامه اداره هم یوه غلامه اداره ده د لعینی امریکا د خوشحالی لپاره هر کار کوی آن په خپل ناموس هم پروا نلری د امریکا د خوشحالی لپاره ناموس نه هم تیر دی الله دی دوی تباه کړی او انشاالله امارت به د دی کار غچ آخلی.

افغان
میلمه
افغان

د انګریزانو د پشتنو مجاهدینو سره له ماغه وخته ژوره دشمنی او کرکه زیږول شوی چه د برطانوی هند څخه یی د برطانیه نوم ایسته کړو او هند ته مسلمانانو د پشتنو په مشری او اتلولۍ خپلواکی ورکړه او انګری شغالان یی د هند له لوی وچی د تل د پاره وشړل . ځکه خو یی لمړی د پشتنو نیم بدن جلا او هغه جلا شوی نیم بدن یی بیا خپل غلام پاکستان ته په لاس ورکړو او پاتی نیم بدن پسی اوس راغلی چه ټول ټاټوبی یی ونړوی او د پشتنو مجاهدینو نام او نشان ورک کړی. مګر پشتنو… نور لوستل »