افغانستان

مطمین:د انجینر احمد شاه احمدزي اړوند د سپوږمۍ خبر حقیقت نه لري

کابل مېشتی سیاسي مبصر او د نظرخاوند نظرمحمد مطمین نن ټکی اسیا ته د ټلیفون پر کرښه وویل چې انجینر احمد شاه احمدزي دسپوږمۍ راډیو هغه خبر ردکړ، چې ګواکې نوموړي له ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.
نوموړي وویل چې انجینر احمدزي د احمدزیو شورا په ناسته کې ګډون کړی و  او د ټاکنو اړوند هغوی همدا نظر لري، چې دا دحل لاره نه ده.د مطمین په خبره انجینر احمد شاه احمدزي تر ټاکنو وړاندې هم له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره يو ځای د احمدزيو په شورا کې ګډون کړی و.

انجینر احمدشاه احمدزی د اسلامي اقتدار د ګوند مشر او په هېواد کې د دایمي اډو دشتون مخالفې جبهې غړی دی، چې هغوی په وار وار ټاکنې د حل لاره نه ده ګڼلې او د جبهي دغړي له خولې دا سپوږمۍ یوه تبلیغاتي هڅه وه، چې غوښتل يې د احمدزيو له نننۍ شورا نه ګټه واخلي.
یاده دې وي، چې د دایمي اډو دشتون مخالفې جبهې په وارو وارو ټاکنې تحریم کړې او د دوی په خبره دا دروانو ستونزو دحل لاره نه ده.

 نن د احمدزیو له ناستې نه د سپوږمۍ راډیو برېښنا پاڼې او ځينو نورو رسنیو داسې خبر ورکړ، چې ګواکې انجینر احمدشاه احمدزي له ډاکټراشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.

د دوی په خبره د داسې په خبرونو په خپرولو ځينې کړۍ غواړي چې د دوی دجبهې دسولې هڅې له خنډ سره مخ کړي، چې د مطمین په خبره داسې پېښې به د دوی هڅې ټکنۍ نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x