ورزش

افغانستان د زمبابوې په وړاندې لومړی توپوهنه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په لومړی یو ورځینۍ لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لومړی توپوهنه کوي.
د افغانستان ددې لوبې لپاره یوولسیز کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:
احسان الله جنت، محمد شهزاد، اصغر ستانکزی، رحمت شاه، ناصر جمال، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نائب، راشد خان، دولت ځدراڼ او مجیب ځدراڼ.
د افغانستان لخوا د توپوهنې ښه پېل وشو، دا مهال ټولې منډې په ۱۷ اورونو کې ۹۲ دي او دوه لوبغاړی یې سوځېدلي دي.
احسان الله جنت د ۹ څلوریزو په مرسته نیمه سلیزه ترسره کړه او وسوځېد، همدا ډول شهزاد د ۱ شپږیزې او ۴ څلوریزو په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې.
اوسمهال اصغر ستانکزی او رحمت شاه لوبه ترسره کوي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x