افغانستان

اشرف غني په پاکستان کې د پښتنو د لاریون څخه ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ولسمشر اشرف غني پر خپل فیسبوک پاڼه په یوې خبرپاڼې خپرولو سره په پاکستان کې د پښتنو د لاریون څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

نوموړي ویلي چې «په پاکستان کې د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوو».

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د څو ورځې راهیسي د قبایلي سیمو پښتانه را ټول شوي دي او په کراچي کې د نقیب محسود د قاتلینو د اعدام غوښتنه کوي. او همداراز د حکومت څخه د پښتنو د حقوقو غوښتنه کوي او وايي چې ددوی په وړاندي د پاکستان په ټولو صوبو کې ظلم او تبعیضي چلند روان دی.

اشرف غني پر خپله فیسبوک پاڼه دغه لاریونونه تاریخي مدني حرکتونه بللي دي چې په وینا یې د عدم تشدد سرلاري فخر افغان عبدالغفار خان د فلسفې سره تړاو لري.

نوموړي ویلي چې دا لاریونونه او مدني حرکت د افراطیت پر وړاندي صف بندي ده چې باید افراطیت د ریښو تر ایستلو پوري دوام ومومي.

اشرف غني ویلي چې دده له وروستیو ویناو او څرګندونو وروسته په پاکستان کې دغه مدني خوځښتونه یو ښه نوښت دی چې باید اخلاقي او رسنیز ملاتړ یې وشي او ریښتیني انځور یې نړیوالو ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

هیله دی چی رییښتیا وی کنه دی دونه غیرت نلری دی یو لنډغر والی لیری کوی نشی بیا پاتی شو د پښتنو د حقوقو ملاتړ.

الحاج استاذ بیانزی

زه د پاکستان غلامو نشنلستو تش په نامه پشتنو ته حیران یم ، چه د سوات ، خیبر او وزیرستان په لکو او میلونو مسملانو پشتنو یی پاڅون نه کولو او اوس د یو اپشتون په وژلو کله کراچی ، کله پشاور او کله اسلام اباد کی پاڅونونه کوی ، زما یی د دغه کس په شخصیت شکونه وزیږول چه دا به هم د نشنل عوامی پارټی د ګوند کوم غړی وو د طالبانو په شک به یی وژلی وی ځکه د پاکستان حکومت خو انګریزانو ډیر وفادار غلام دی او طالبان د انګریزانو سره په دشمنی او چنګ کی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x