افغانستان

ذبيح الله مجاهد د افغان ځواکونو له لوري د يمګان ولسوالي بېرته نيونه رد کړه

پرون داسې راپورونه خپاره شول، چې افغان امنيتي مسوولينو د خپلو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د بدخشان دیمګان ولسوالي بېرته نېولې ده. رسنیو د بدخشان د امنیه قومندان فضل الدین عیار له خولې خبر ورکړ، چې د دې ولسوالي مرکز يې بېرته نيولی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي مسوولینو دا خبره او ورسره د خپلو شلو تنو ملګرو له منځه تلل دروغ ګڼلي او نن ټکی اسیا ته يې لاندې خبرپاڼه رارسېدلې ده:

  د بدخشان د یمګان ولسوالي د مرکز د بېرته نیولو ادعا حقیقت نه لري

نن دښمن ادعا وکړه چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ مرکز بیرته نیولی او ۲۰ تنه مجاهدین یې هم شهیدان کړي دي!!؟.
موږ د دښمن دغه له حقیقته لرې دعوه په کلکه ردوو، دښمن نن سهار د يمګان ولسوالۍ دحضرت سعیدیمګان سیمې ته د هلیکوبترو په وسیله راغلی وو چې د مجاهدین له پراخ برید سره مخ شو، د برید په ترڅ کې دښمن بیرته اړ شو چې خپلې هلیکوبترې پورته کړي او په راغلې لار  بیرته وتښتي.
د یمګان ولسوالۍ د مرکز په شمول ټولې برخې د مجاهدینو په لاس کې دي او نن ورځ د عملیاتو په ترڅ کې د یادي ولسوالۍ لپاره  د کابل ادارې د قومندان رینجر موټر هم چې پيکا ماشیندار پرې نصب وه په حضرت سعید یمګان سیمه کې د مجاهدینو لخوا کشف او ونیول شوه.
مجاهدین له یمګان ولسوالۍ نه په تازه مخابروی تماس کې د دښمن ټولې دعوې دروغ بولي او وایي چې د یمګان ولسوالۍ ټولې لارې د دښمن په وړاندې سختې تړل شوی او مجاهدین په کمینونو کې د دښمن د ورتګ لارې څاري.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی.
۱۴۳۵/۷/۲۴هـ ق
۱۳۹۳/۳/۲هـ ش ـــ 2014/5/23م

په یاده ولسوالي کې د لوړپوړو دولتي مسوولینو په شمول اووه ویشت افغان عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي، چې تراوسه يې د برخلیک اړوند څه نه دي خپاره شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x