ورزش

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته د ۱۵۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په لومړی یو ورځینۍ لوبه کې افغانستان د رحمت شاه او نجیب ځدراڼ په زړه پورې توپوهنه زمبابوې ته په ۱۵۴ منډو ستره ماتې ورکړه.
افغانستان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د شهزاد محمدي او احسان الله جنت په ځلیدنې توپوهنې یې ښه پېل وکړ، ددوی دواړو ترمنځ د ۹۰ منډو لومړی شراکت وشو چې وروسته د لوبډلې په ښه ثابتېدنه کې مهم رول لوبوي، خو دواړه لومړي لوبغاړي پرلپسې وسوځېدل او ددوی مسؤولیت د لوبډلمشر اصغر ستانکزي په غاړه پریوته چې نوموړي ډیر ژر خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
وروسته د رحمت شاه او ناصر جمال لخوا هم ښه شراکت ترسره شو، چې ناصر جمال په ۳۱ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه، او نجیب ځدراڼ توپوهنې ته راغی چې تر پایه یې د رحمت شاه سره د ۱۵۸ منډو ستر شراکت جوړ کړ او د ۵ ویکټو په سوځېدو یې ۳۳۳ منډې جوړې کړې، چې د افغانستان لخوا په یو ورځینۍ لوبو کې دوهم ستر هدف دی.
د رحمت شاه او نجیب ځدراڼ تر څنګ د ۱۵۸ منډو شراکت په زړه پورې او تخنیکي وه، چې لومړی یې ویکټه وساتله او سلسله وارې منډې یې هم ترسره کولې او په پای اورونو کې يې چټکه لوبه ترسره کړه، او لوبډلې ته یې ښه پای ورکړ.
په داسې حال کې چې د افغانستان هر توپوهونکي له دیرشو زیاتې منډې جوړې کړې، لوبډلمشر اصغر ستانکزي په لسو توپونو ۳ منډې جوړې کړې او وسوځېد، همدا ډول محمد شهزاد ۳۶، احسان الله جنت ۵۴، ناصر جمال ۳۱ رحمت شاه د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته په ۱۰۹ توپونو ۱۱۴ منډې، نجیب ځدراڼ د ۵ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته په ۵۱ توپونو ۸۱ چټکې منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د افغانستان توپ اچونکي هم ښه وځلېدل، د زمبابوې هیڅ لوبغاړی یې ستر شراکت ته پرینښود، او ټوله لوبډله یې په ۳۴.۴ اورونو کې په ۱۷۹ منډو وسوځېده.
د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ ۲، راشد خان ۴، محمد نبي، دولت ځدراڼ او رحمت شاه ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه، او زمبابوې ته یې د ۱۵۴ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه. رحمت شاه پخپله په زړه پورې سلیزې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x