نړۍ

اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاجي ناستو غوښتنې څه دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کراچۍ ښار کې د وزيرستاني ځوان نقیب الله مسيد له وژل کېدو وروسته د وزیرستان قبايلو او ورسره د خیبر پښتونخوا نورو پښتنو په اسلام اباد کې احتجاجي ناستې پيل کړي او نن لسمه ورځ ده، چې د دغو قبايلو غوښتنې نه دي منل شوي، خو دوی ټينګار کوي، چې د خپلو غوښتنو تر منلو به دغه احتجاجي ناستې پای ته ونه رسوي.

د وزيرستان، نورو قبايلي سيمو او خیبر پښتونخوا زرګونه ښځينه او نارينه پښتانه وايي، چې حکومت دې د دوی غوښتنې ومني، د دغې احتجاجي ناستې ويناوال ټينګار کوي، چې حکومت دې دوی نه اړ کوي، چې د سوله ییزو هڅو پر ځای تاوتريخوالي ته لاس واچوي.

د احجتاجي ناستو غوښتنې څه دي؟

د دغې احتجاجي ناستې يوه تنظيموونکي منظور پښتون ويلي، چې د نقيب مسيد قاتل د پوليسو افسر راو انور او د هغه همکاران دې ونيول شي، په هېواد کې دې د پښتنو د بې محکمې وژنو مخنيوی وشي، د خلکو د تري ترم کولو مخنیوی دې وشي، په وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې دې امنيتي ځواکونه له چاودنې او وسله‌ وال بريد نه وروسته د سيمې د خلکو له ځورولو او بندي کولو لاس واخلي او په کومو سيمو کې، چې پوځيانو ماينونه کرلي، هغه بايد وباسي او د پوځي عملياتو له امله خلکو ته د زيان رسېدلو بدله ورکړي.

د پښتنو ډېری سياسي ملتپالو او مذهبي ګوندونو د دغې احتجاجي ناستې ملاتړ کړی، د دوی د ګوندونو غړي له ګوندي نوم پرته د پښتون په نوم په دې غونډه کې ګډون کوي او د دغې احتجاجي مظاهرې د سوله‌ييزو غوښتنو ملاتړ کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او نورو ويناوالو دغې احتجاجي ناستې ته ويلي، چې حکومت دې د نقیب مسيد د وژونکو د نيولو سربېره د پښتنو ټول حقونه ورکړي او دوی دې نه اړ کوي، چې تاوتريخوالي ته لاس واچوي.

حکومت به د دغو پښتنو مظاهرينو غوښتنې ومني؟

د پاکستان حکومت د نقیب مسيد د قتل دوسيې د څېړلو لپاره ځانګړی کميسيون جوړ کړی، خو تر اوسه هم دا نه ده روښانه، چې د نقيب مسيد قاتلينو ته به سزا ورکړل شي او که د پخوانيو کميسيونونو په څېر به په هوا کې پاتې شي.

پاکستاني ژورناليست حامد هم دغې ناستې ته وويل، چې په پاکستان کې تر اوسه د دغه هېواد د لومړني صدر اعظم لياقت علي خان، همدارنګه د بینظر بوټو قاتلين نه دي معلوم شوي، نو د نقيب مسيد د قاتلينو محاکمه کول هم ستونزمن برېښي.

حامد میر دا هم ويلي، چې دوی په اسلام اباد کې د خبريال سليم شهزاد له وژل کېدو وروسته هم دغسې يوه احتجاجي ناسته پيل کړې وه، چې د حکومت په  ډاډ ورکولو او ژمنو پای ته ورسېده،خو تر اوسه هم د سليم شهزاد دوسیه نه ده څېړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x