افغانستان

کابل: نجونې د نیم بربنډ لباس په بدل کې درې سوه ډالر معاش اخلي

د افغانستان په محاکمو کې یو تن مدافع وکیل وايي، چې په کابل کې یوه مؤسسه افغان پېغلې د درې سوه ډالر په بدل کې د دوی په خوښه ملبسې کوې او ورته په ښار کې دګرځېدو امر کوي.عبدالقدیر هوشنګ چې په افغاني محاکمو کې یو مدافع وکيل دی، وايي چې یاده مؤسسه په کابل کې د (شبنامه زنان افغانستان)پرنوم پټ فعالیت کوي، چې تراوسه ورسره سلګونه نجونې راجستر دي.

د لوګر یوتن اوسېدونکی چې  د دې مؤسسې غړی دی او نه غواړي نوم يې واخیستل شي، وايي چې دغه مؤسسه له څوکلونو راهیسې په هېواد کې فعاليت کوي، چې د دوی له خوا ګمارل شوې نجونې په ښارکې ورګوته شويو ځایونو کې ګرځي او د دوی په فرمایش اغوستل شوی نیم بربنډ لباس د خلکو په ذهن کې یو عادي کار تداعي کوي.
د دې مؤسسې راز هغه وخت افشا شو، چې کله يې د کابل په تایمني کې یو کور کرایه کړ، چې د هوشنګ پر قول په مالي برخه کې يې یوې مدني فعالې او د زړورتیا د جايزې ګټونکې ملالۍ جویا له خوا یو میلیون ډالر مرسته ورسره شوې ده.
د کابل د خوشال مېنې یوتن ځوان وحید الله وايي چې یوه بله مؤسسه په کابل کې د دې لپاره په فعالیت بوخته ده، چې د دوی ګمارل شوي کسان د څلورسوه ډالرو په بدل کې  په عام محضر کې فرض روژه وخوري. د وحیدالله په خبر په تېره روژه کې د ده شپږو ملګرو د دې مؤسسې همکارې منلې وه، چې د میرویس میدان په دشت برچي سیمه کې يې د روژې خوړلو دنده پر مخ بیوله.
تراوسه پورې دولتي مسوولینو د دې مؤسسو اړوند څه نه دي ويلي، ولې په ولایاتو کې ګڼ نظامي مسوولین د روژې خوړلو په حال کې لیدل شوي دي. یاده دې وي چې د طالبانو له رژیم وروسته د (امربالمعروف ونهی عن المنکر) مهمه فریضه له منځه تللې ده، چې په ټولنه کې يې ګڼ شمېر ستونزې راولاړې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x