د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ سیالۍ په هند کې ترسره کېدونکې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): اټکل شوې ده چې د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د دوه شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لړۍ به د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ غوښتل چې دغه سیالۍ ددوی په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره شي خو د لوبغالي نه موندل کیدو له امله کرېکټ بورډ ددې په اړه د هند چارواکو سره خبرې روانې کړي دي.
د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ به که هر څه د پلان له مخې سم لاړل نو د بنګلدیش او افغانستان ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو دغه سیالۍ به د جون میاشتې په اوله نېټه پېل شي.
که څه هم د بنګلدیش او افغان کرېکټ بورډونو تر دې دمه رسمي څه نه دي ویلي خو اټکل کیږي چې دغه لوبې به د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کیږي، ځکه چې افغان کرېکټ بورډ د کوربه توب لپاره په عربي اماراتو کې په جون میاشت کې کوم لوبغالی نه دی موندلی.
د بنګلدیش کرېکټ بورډ یوه چارواکي اکرام خان «ډهاکه ټریبیون» ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي دي چې تر دې دمه کومه پریکړه نه ده شوې او اوسمهال ددواړو کرېکټ بورډونو ترمنځ په دې اړه خبرې رانې دي.
افغانستان په هېواد کې د امنیتي ستونزو له کبله د خپل کوربه توب سیالۍ په عربي اماراتو او هند هېوادونو کې ترسره کوي، خو دا یواځینې هېواد نه دی چې له امنیتي ستونزو سره مخ دی بلکې پاکستان هم له دغې ستونزې سره له ۲۰۰۹م کال راهیسې مخ دی، او هیڅ کومه لړۍ یې پخپل کوربه توب نه ده ترسره کړی.
افغانستان او بنګلدیش تر دې مه یوه پنځوس اوریزه کرېکټ لړۍ ترسره کړې چې بنګلدیش افغانستان ته په ۲.۱ ماتې ورکړې ده، او له دوه اړخیزو لړۍ پرته یې ۲ نورې لوبې ترسره کړي چې یوه افغانستان او بله بنګلدیش ګټلې ده، همدا ډول ددوی ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه ترسره شوې چې د بنګلدیش په بریا تمامه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د همدې جون میاشتې په څوارلسمه نېټه به افغانستان خپله لومړۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ د هندوستان په وړاندې د هند په بنګلورو ښار کې ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د