د مشکلاتو نه د خلاصون لار

لیکنه: مفتي کلیم الله کلیم…

نن سبا چې انسان په څومره مشکلاتو کې راګیر دی، او هر څوک لګیا دي له دغه مشکلاتو نه خپل ځان اولاد او ټولني دژغورلو هڅي کوي، خو له ډیرو کوششو او کړاونو سره-سره بیا هم له ناکامي سره مخ وي، دا ځکه چې موږ ځان له خپله دینه ډیر لیري ساتلی، که موږ خپل دین او د خوږ پیغمبر له لار ښوونو نه کار واخلو، هلته به پر ټولو مشکلاتو لاس بري او خپل رب به مو خوشحاله کړی وي. لکه الله رب العزت موږ ته د خپل خوږ پیغمبر په واسطه هغه څه راته ښودلي، چې بل هیڅ ته مو اړتیا نشته، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابو هریرة رضي الله عنه په روایت سره فرمايې: إذا ذهب ثلث الليل الأول، نزل إلى السماء الدنيا، فيقول: هل من مستغفر؟ هل من تائب؟ هل من سائل؟ هل من داع؟ حتى ينفجر الفجر “. صحيح مسلم (1/ 523)

ژباړه: كله چې د شپې یو ثلث تير شي، نو (الله بلا کیف) د زمکي اسمان ته را نازل شي، او فرمايې: ایا څوک د مغفرت غوښتونکی شته؟ ایا څوک توبه ايستونکی شته؟ ایا څوک سوال کونکی شته؟ ایا څوک دعا کونکی شته؟ تر دې پوري چې سهار شي.

د دې حدیث په تشریح کې امام نووي رحمه الله وايې: چې د دعا کولو، لمونځ کول او یا دګناهونو دمغفرت طلبولو لپاره د شپې تر اولي برخي روستۍ حصه ډیره غوره ده.

له دې نه دا واضحه شوه چې زموږ رب پر خپلو کمزورو بندګانو څومره مهربانه دی، په خپله ورته د دعا کولو، لمونځ کولو او دګناهو نه دخلاصي لپاره وخت ورته ښيې، نو که موږ د اسلامي ښونو سره سم د الله نه د خپلو مشکلاتو دحل لپاره لږ پر ځان تکلیف راوړو، او د خوب نه را پاڅو، په داسي وخت کې چې نور په خواږه خوب ويده وي، او د الله دربار ته لاس په دعا شو، نو په یقین سره ویلای شو، چې الله به مو په هر کار کې مدد کوي، او مشکلات به مو راته حل کوي.

البته دا نو زموږ کمزوري ده، چې ځان د دې عادي نه جوړه و، او د الله لور ته رجوع نه کو، د الله نه دمشکلات د حل پر ځای د بندګانو دروازې ورټکوو، نو ځکه په هره برخه کې له مشکلاتو او پرېشانیو سره لاس او ګریوان هم یو.

نن چې ګورو د الله نه مو رجوع دومره بل خوا ته اوښتې، چې کله د الله رب العزت درحمت دریاب پر جوش وي، د دعا د قبلېدو وخت وي، هلته موږ یا د غلفت په خوب ويده یو او یا په بل داسي څه اخته یو، چې دا خو ليري چې د الله خوا ته مو رجوع وشي، بلکي بالمقابل د الله نه مو نور هم د مشکلاتو ګرداب ته ورغوځه وي.

نو که موږ د خپل خواږه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خبري سره سم د شپې د وروستۍ برخي له برکمتن وخت نه فایده واخلو، او د خپلو ورځنیو مشکلاتو دحل له لپاره د الله دربار ته لاس په دعا شو، نو هلته به مو د خپل رب بندګي هم تر سره کړي وي، او د مشکلاتو او پرېشانیو حل به مو هم لټولی وي.

په حدیث کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په شپه کې دومره زیات پر لمانځه ولاړ وو، چې پښې به يې وپړسېدلې، رسول الله هغه هستي ده، چې الله رب العزت ورته په دنیا کې دجنت بشارت ورکړی، خو بیا هم د شپې د مبارکو شېبو نه يې تل فایده اخیستې او تر دې پوري چې دومره به پر لمانځه ولاړ وو، چې آن پښې مبارکي به يې وپړسېدلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د