
د پښتونخوا پښتنو بیدار اوسئ
فایز وردګ
د لوی افغانستان په مقبوضه سېمه کې پرتو پښتنو هر وخت د افغانستان په آزادۍ کې خپله ونډه په پوره ميړانه کړي خو د افغانستان واکمنو د دوی له احساساتو څخه يوازي د خپل واک تر ساتلو پورې ورڅخه استفاده کړي او د خپل مقصد د تر لاسه کولو څخه وروسته يې د ظالمانو او يرغلګرو په مقابل کې يوازې پريښي .
امير عبدالرحمن خان د خپلې واکمنۍ د ټينګولو لپاره مسعود او وزير قبايل له خپل دربار څخه په توهین امیزه توګه وشړل او له انګرېزانو سره يې د ډيورنډ د کرښې کرغيړنه سودا وکړله.
امان الله خان ته هم واک او ازادې تقریبا همدغو قبايلو وګټله خو د دوی د ازادۍ لپاره يې واقعي ګامونه پورته نه کړل.
نادرشاه هم د همدغو قبايلو په مټ د سقاو د زوی تخت رانسکور کړ ، خو د دوی د ازادۍ لپاره يې هيڅ ونه کړل ،که څه هم ډېر داسي چانسونه په لاس ورغلل که نادري کورنۍ غوښتي وی چي د لوی افغانستان له لاسه تللې خاوره بېرته له خپل اصل سره وصل کړي کولی يي شوی.
د لوی افغانستان داعيه د وخت د حکومتونه له خوا صرف يو شعار وو او شعار دی .
همدارنګه پنجاب هم د پاکستان له جوړیدو څخه تر اوسه پورې پښتون قوم د ځان په ګټه استعمال کړی ، پښتون قوم که څه هم د پاکستان د جوړیدو سره وویشل شو او د پنجاب ټول ظلمونه يې وګالل او د هند پر ضد يې د پاکستان بقاء تضمین کړي خو په سر ددې ټولو قربانیو پنجاب د دوی لپاره په هیڅ قایل نه دې او په خپل تعلیمي نصاب کې يې د یو غدار قوم به حیث معرفي کوي.
په پاکستان کې د پښتنو اوسنی خوځښت چې د پنجاب په مقابل کې د دوی سره د ظلم د مخنيوی لپاره يو خودجوشه غورځنګ معلومیږی که همداسې پاتي شو نو کيدای شي چې ډېر څه تر لاسه کړي خو داسې معلوميږي چې دوه ډلې غواړي له دې غورځنګ څخه د ځان په ګټه ، ګټه پورته کړي .
يوه ډله په پاکستان کې ميشت پښتون پالي تنظيمونه چې د خپل تاريخ په اوږدو کې يي د پښتنو لپاره هيڅ د پام وړکار نه دی کړی او اوس غواړي ددې غورځنګ مشري په لاس کې واخلي چې دا د پنجابي واکمن په خوښه او هدف دی .
همدغه د پنجاب تر استخباراتي سیوري لاندې فعالې ډلې چې د پښتنو په اولس کلن ناورین چوپې ناستې وي او د قبایلو په سر يې له پنجاب ځخه امتیازات تر لاسه کول نن هم د پنجاب په پلوۍ د پښتنو د مهارکولو لپاره راوتي دي.
بله ډله هغه د کابل بي واکه واکمن چې غواړي د پښتنو دغه پاک غورځنګ پر پاکستان باندې د فشار اچولو لپاره د خپل ځان لپاره وکاروي او له بل پلوه نړۍ ته داسې وښيي چې ګواکي دا غورځنګ د ملا د افراطيت سره د مقابلې لپاره راوتلی.
خو د دغه غورځنګ مشران بايد دغه ټول مسايل درک کړي او د پورته دواړو ذکر شويو لوريو ته متوجه اوسي چې تر ځو يې یو ځل بیا په لومه کې ونه لویږي.
او پرینږدي چې يو ځل بيا د پښتون له اخلاص او فداکارۍ څخه نور استفاده وکړي او دوی د پنجاب د ميچنی تر پله لاندې پريږدي .
او يا د کابل د بي واکه واکمنو تر اغيز لاندې را نشي چې دا به بيا پنجاب ته د دوی د څپلو لپاره ښه بهانه وي.
د پښتون غورځنګ حقيقي مشران بايد خپلو امکاناتو ته په کتو سره خپلې غوښتنې پنجاب ته وړاندې کړي او پر پاکستان باندې له نړیوال فشار ته په کتو سره د خپل ځان په نفع ګټه پورته کړي.
او خدای مکړه داسي نه شي چې پاکستان د بین المللی انزوا څخه د وتلو لپاره او کابل د طالب د ځپلو لپاره همدغه پښتانه د ملا سره په جګړه اخته کړي ، چې پآیلې به یې یو ځل بیا د پښتون ولس د اسارت او د وینو بهیدلو دوام وي.