
د پاکستان لومړي وزیر د خپل هندي سیال بلنه ومنله
نن ټکی آسیا: د پاکستاني چارواکو له خبر سره سم، د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د هندوستان د نوي ټاکل شوې صدراعظم د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ومنله.
د سرچینې په وینا، ښاغلی شریف د دوشنبې په ورځ – د می میاشتې پر ۲۶- نېټه د نریندر مودي د لوړې اخیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره هند ته ولاړ شي.
ویل کېږي، چې نواز شریف له خپلو ملګرو او مشاورینو سره تر اوږدو سلا مشورو وروسته د خپل سیال بلنې ته مثبت ځواب ورکړ.
د هندوستان د ټاکنو په پایله کې د غوڅ اکثریت ګټونکي ګوند بهارتیه جنتا مشر د لوړې مراسمو ته د سارک ټولنې د ټولو برخه والو هېوادونو ولسمشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې.
همداراز د هندوستان په تاریخ کې په لومړي ځل کې په داسې مراسمو کې د ګاونډیو هېوادونو مشرانو ته د ګډون بلنه ورکول کېږی.