افغانستان

استاد سیاف به له عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي

 نن ټکی آسیا: ځينې باوري سرچینې وايې، چې د ولسمشریز ټاکنو د لومړي پړاو نوماند استاد سیاف به ډېر ژر د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم څخه ملاتړ اعلان کړي.
استاد سیاف ته نږدې کس او د استالف د شورا رئیس میر امان الله ګذر په خپله فیسبوک پاڼه کې خبر ورکړی، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله ،عطا محمد نور او استاد سیاف ترمنځ وروستۍ لیدنې کتنې مثبتې وې او تمه ده ، چې نوموړی به ډېر ژر د دغه ټیم ملاتړ وکړي.

نوموړي له ډاکتر عبدالله سره د استاد سیاف د یو ځای کیدنې علت د هغه جهادي سابقه او د مجاهدینو د یوه محوري شخصیت په توګه د نوموړي مخکښۍ وښوده.
د یادونې وړ ده ، چې تر اوسه پورې د استاد سیاف رسمي سرچینو د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ د پخواني جهادي شخصیت انجنیر احمدشاه احمدزي په اړه د نن ټکي آسیا په شمول ځینو رسنیو د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټیم د منابعو له خولې ولیکل، چې نوموړي د ډاکتر اشرف غني ملاتړ کړی؛خو وروسته نوموړي دا ادعاګانې رد کړې او یو ځل بیا د انتخاباتو په اړه پر خپل مخکیني دريځ ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x