
پاکستان له امريکا پر ډيورنډ کرښي د اغزن تار لګولو پيسې غواړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف له امريکايي رسنۍ بلومبرګ سره د مرکې په مهال ويلي: امريکا دي پاکستان ته پر پاک ـ افغان پوله د اغزن تار لګولو پيسي ورکړي.
پر ډيورنډ فرضي کرښه د اغزن تار د لګولو مصارف داسي مهال له امريکا غوښتل کيږي چې د امريکا له لوري پر پاکستان له مياشتو راهيسي پوځي مرستي ځنډول شوي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګول تېر کال پيل شوي چې د لګولو مسؤليت يې د پاکستاني پوځ له غاړي دی.
له بلومبرګ رسنۍ سره د مرکې په مهال خواجه اصف له ډيورنډ کرښي د وسله والو مخنيوي ته هم اشاره کړې او زياته کړې يې ده چې پر کرښه د اغزن تار له لګولو وروسته به د هغه وسله والو مخنیوی هم وشي چې د کډوالو په نوم يوې او بلي غاړي ته اوړي را اوړي.
پاکستان د کال ۲۰۱۷ له پیله پر ډیورنډ کرښه د کټارو لګول هغه مهال پيل کړل کله چې د افغانستان ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او د پاکستان اړخ د برتانیې په پلازمینه کې یو له بل سره ولیدل خو د دغه ملاقات جزئیات پټ وساتل شول.
افغانستان که څه هم د رسنیو پر مخ د کټارو پر لګولو نیوکي کړي خو تر اوسه یې عملا پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني تأسیساتو او کټارو سره مخالفت نه دی څرګند کړی.