
ښايي امريکا پر پاکستان غير پوځي مرستي هم بندي کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امريکا متحده ایالاتو کانګریس پر پاکستان د پوځي مرستو له بندولو وروسته د غیر پوځي مرستو بندولو هوکړه اماده کړې خو لا هم تر څېړني لاندي ده.
د امريکا د کانګريس غړو وړاندوينه کړې چې له پاکستان څخه را ګرځول شوې مرسته به په امريکا کې په بنسټيزو پروژو وکارول شي.
د کانګریس دوو غړو سنفورډ او ماسي رسنيو ته ويلي : چې د امريکا له لوري هغه پيسي چې بهرنيو هيوادونو ته د مرستي او کومک په نوم لېږل کيږي بايد په هيواد کې د سړکونو او کورونو پر جوړولو ولګول شي.
د کانګريس د غړو په وينا امريکا بايد ترهګرو هيوادونو ته ډالر ونه لېږي.
پر پاکستان د غیر پوځي مرستو د بندولو د لايحې جوړونکي پاکستان تورنوي چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره پوځي او استخباراتي ملاتړ کوي او زياتوي چې د غیر پوځي مرستو بندول له همدې امله دي.