نړۍ

امریکا: په ډزو کې څوارلس امریکایان مړه او ژوبل دی

نن ټکی آسیا: د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د یوه امریکايي په ډزو اووه تنه ووژل شوه.

یاده پيښه هغه وخت را منځته شوه، کله چي یو امریکايي د کالیفورنیا په ایالت کې د د سانټا باربارا په ښار کې د محصلینو د هستوګنځي خوا ته ورغلی او هلته چې څوک په مخه ورتلل، د هغو په وژلو یې پیل وکړ.

پولیسو ویلي چي ډزي کونکی یوازې و، هغه په بي ایم ډبلیو موټر کې سیمي ته راغلی وو، او بل ملګری نه وو ورسره.

د سانتا باربارا ځايي پولیسو مشر بیل براون نن سهار وختي وویل چې په دغه خونړۍ پيښه کې ۷ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي، او خپل برید ګر هم له منځه تللی دی.

نوموړي وویل چې د بریدګر جسد د هغه په موټر کې په داسي حالت کې وموندل شو، چې په سر کې په مرمۍ لګېدلی وو، او زیاته یې کړه چې تر اوسه مالومه نه ده چې هغه خپله ځان وژلی او که بل چا وژلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې داسي پيښي را منځته کیږی، د دې تر مخه هم ډېر ځله داسي شوي چي د وسلې سره امریکايي پوهنتونونو او مکتبونو ته ننوتلي وي، او بیا د دې تر مخه چې خپل ځان ووژني په لسګونو نور محصلین او ماشومان یې وژلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x