نړۍ

بي بي سي یو ځل بیا اسلام او حرم شریف ته سپکاوی کړی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بي بي سي پښتو پاڼې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په لړ کې دا ځل د مکې مکرمې د طواف مراسمو ته سپکاوی کړی دی او ویلي يې دي چې پر کعبې باندي د طواف پر مهال ښځي په جنسي توګه ځورول کیږي.

بي بي سي د ټویټر د یوه هاشټاګ څخه په استفادې دغه راپور جوړ کړی او د یو شمیر بی دینه ښځو چې د غربي کلتور سره سم د ښځو د حقوقو چیغه پورته کوي، ټویټونه منعکس کړي دي او دا یې یوه عامه بلوا بللې ده.

د #MosqueMeToo په نامه د ټویټر هاشټاګ په لومړي ځل د بې دینې (سیکولر/ فیمینسټ) «مونا الطحاوي» پيل کړی دی او بیا دغه هاشټاګ د بي بي سي له لوري په لومړي ځل تشهیر شوی او نور ګډونوال یې موندلي دي.

د ټویټر یاد هاشټاګ د بي بي سي فارسي څانګي ایران او پښتو څانګه یې په پښتنو کې عاموي او راپور یې باندي خپور کړی دی.

د بي بي سي د توهین امیزه راپور په جواب کې یو بل هاشټاګ جوړ شوی او د دغه ادارې څخه یې غوښتي چې د ادیانو له سپکاوي څخه لاس واخلي.

په فیسبوک کې تر یاد هاشټاګ (#bbcstopsanctitieshumiliation) لاندي ډیریو افغانانو نظرونه څرګند کړی دي چې ځیني يې په لاندي ډول دی:

«بي بي سي پښتو د اسلام د مقدساتو د سپکاوي په لړۍ کې دا ځل د حرم شریف سپکاوی کړی او له ټويټر څخه يې د یو څو سیکولرو ټویټونه رايوځاى کړي چې ګنې په حرم شریف کې ښځې جنسي ځورول کیږي.

بي بي سي غواړي اسلام دین هم د منحرف يهوديت او منحرف عیسائیت په ډول معرفي کړي او وښيي چې څنګه چې په کلیساګانو کې جنسي ځورونې کيږي همداسې په اسلامي مقدساتو کې هم کيږي.

دوي اسلامي مقدسات هم له کلیسا سره پرتله کوي چې پکې ښځې څه چې تنکي ماشومان تر جنسي برید لاندې نیول کيږي او دا کار د دوي لوي لوي پاپان ترسره کوي.

موږ د بي بي سي دا بې شرمانه راپور په کلکو ټکو غندو او دغه شيطاني ادارې ته وریادوو چې افغانان هيڅکله د خپلو مقدساتو سپکاوی نه زغملی.»

یو بل پوسټ چې په فیسبوک کې عام نشر شوی:

«سیکولران او لندن میشتي ملحدین فکر کوي چې مسلمانان هم زموږ په څیر لیوان دي چې د خپلې جنسي غریزې د اشباع لپاره هیڅ پوله نه پیژتي .

دوی له خپلې مور او خور سره جنسي اړیکه ټینګوي چې یوې جرمن میشتې مؤسسې په خپله څیړنه کې په ډاګه کړې وه چې دا کال په جرمني کې له ۷۵۴۰ مواردو کې له خپلو میندو او خویندو سره جنسي اړیکه نیول شوې»

«کفارو تل اسلام او مسلمانانو ته، غټ زيان دمطبوعاتو يا (رسنيو) په مټ رسولى، غرب پوهيږي چې دمسلمانانو په فکرونو او ذهنونو هغه وخت حکومت کولى شې. چې دهغوى له اذهانو داسلام مينه. او داسلامي مقدساتو تقدس محوه کړي. چې داځل بي بي سي دحرم شريف سپکاوى وکړ. چې ګنې په حرم شريف کې ښځې جنسي ځورول کيږي. موږ دکفرپالې اوشيطاني بي بي سي دابې شرمانه راپور په سختو ټکو غندو. او ورته وايو چې مسلمانان بيا په ځانګري توګه افغانان هيېڅکله دخپلو مقدساتو سپکاوى نشي زغملى»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
درانی

دا کفار دی الله پاک تباه او برباد کری په مکه کی جنسی زورونه دا هیس سالم عقل نه منی دا تول د یهود و او نصارو دسیسی دی د اسلام او مسلمانانو په مقابل کی اوس د مسلمانانو د اتفاق او اتحاد وخت رارسیدلی.
په احترام

غ.حضرت

سلامونه. که ما قدرت درلودای د بشری حقونو د سازمان غړو ته می د کریکټ سوټئ او د فمیمینسټی سازمان غړو ته می د کریکټ ګیند په سوغات کی ورکاوه، د بی بی سی ټولو کارکوونکو خصوصاً پښتو او فارسی څانګی ښځینه او نرینه غړو ته می د امریکائي فوټبال ګیند همداسی وچ ور لېږی البته که ئې نخرې کولای د زور څخه می کار اخیست. ددې شیطانی او غولوونکو سازمانونو عقائد او کړنی ټولی پر دروغو بناء دی، نه پدې خاطر چه مثلاً د ادیانو او فرهنګونو توهین کوی بلکه پدې خاطر چه: هره ورځ په سلګونو بی ګناه… نور لوستل »

استاد اريوبى

بى بى سى ،،،، دا لومړۍ ځل ندى چې دوى د جنسي ځورونو راپورونه نشروي بلکه داسې سلګونه ځلونه تير شوي دي چې دوى د جنسي ځورونو بې ځايه راپورونه نشروي ، له دې داسې ښکاري چې خپله همدغه رسنۍ په همداسې کارونو کې ډيګريانې لري خو له خپل اړخ څخه خبره بل اړخ ته متوجه کوي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x