افغانستان

د ګډ حکومت پلاوی نن له پاکستاني چارواکو سره «مهمه» ناسته لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو حکومتي پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی او هيله لري، چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لارې به «د سولې او يووالي د پلان بهير» يو ځل بيا پيل کړي.
د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې حکومتي پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره «د تروريزم سره د مبارزې، د افغان کډوالو ستونزې، په اقتصادي او سياسي همکاريو او همدارنګه په سرحدي شخړو» خبرې وکړي.
که څه هم له تېرو اوولسو کلونو راهيسې د افغانستان او پاکستان حکومتي چارواکي د دوه اړخيزو اړيکو د غښتلي کولو او بې باروۍ له منځه وړلو لپاره ناستې، ژمنې او هوکړې کوي، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني بيا هيله من دی، چې دا خبرې له پخوانيو ناستو سره توپير لري او دا ناستې به ګټه وکړي.
د ګډ حکومت له پيله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې د خبرو د پيل او ناکامۍ لړۍ روانه ده او اشرف غني څو ځله وويل، چې له پاکستان سره نور د سولې خبرې نه کوي، خو د څه وخت تېرېدو وروسته يو ځل بيا دغه لړۍ پيل شي او له څه مودې دوام وروسته بېرته پرې شي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې دا ځل هم د افغان حکومت د سولې هيله د پخوانيو هغو په څېر د وخت د ضايع کولو په معنا ده او کومه لاسته راوړنه به ونه لري.
د ګډ حکومت چارواکي تل پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی، خو پاکستان دغه تورونه ردوي او په دې اړه له افغان حکومته د ثبوتونو غوښتنه کړې ده.
د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د پاکستان لپاره له افغان حکومت او امریکا سره د سولې خبرو پر وړاندې په افغانستان کې د هند پوځي او سياسي نفوذ دی او تر څو پورې، چې د هند نفوذ په افغانستان کې وي، دا اړيکې ګټورې نشي تمامېدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x