افغانستان

ننګرهار: د کرېکټ په لوبغالي کې چادونې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته د کرېکټ په یوه ځايي لوبغالي کې د چادونې له امله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بټي کوټ ولسوال نعمت نورزی وايي، چاودنه د چهاردهي سیمې د کرېکټ په لوبغالي کې داسې مهال شوې، چې د ځايي خلکو ترمنځ پکې د کرېکټ لوبه روانه وه.

دی وايي، چاودېدونکي توکي د لوبې له پیله مخکې د کرېکټ په پېچ کې ځای پر ځای شوي وو او د لوبې په وخت کې یې چاودنه وکړه.

د نورزي په خبره، په وژل شویو کې یو د ښوونځي زده کوونکی او دوه د پوهنتون محصلین وو، چې د جمعې د رخصتۍ لپاره کلي ته راغلي وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، په دوو ټپیانو کې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.

د بټي کوټ د پرونۍ چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x