افغانستان

کډوالو وزارت: اوس هم ۱۰ زره افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د کډوالو چارو وزارت وايي، اوس هم په ایران او پاکستان کې ۱۰ زره افغانان بندیان دي، چې ډېری یې بې له کوم جرم کولو پرته نیول شوي دي.

د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي ویلي، په دې وروستیو کې یې له ایران سره د بندیانو د لېږد هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې تېره اوونۍ ۶۱۷ بندیان د همدغه هوکړه لیک له مخې افغانستان ته راولېږدول شول او پاتې بندیان به هم په نږدې وخت کې راولېږدول شي.

د بلخي په خبره، دا مهال په ایران کې ۵۱۲۴ افغانان بندیان دي او پاکستان کې بیا دغه شمېره له ۷ زره اوښتې ده.

دی وايي، تراوسه یې له پاکستان سره د بندیانو د لېږد تړون نه دی لاسلیک کړی، چې د همدې له امله زرګونه افغان بندیان تراوسه په پاکستان کې پاتې دي.

په ایران کې ډېری نیول شوي افغانان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي، چې ځینې اعدام شوي هم دي.

خو په پاکستان کې بیا ډېری افغان بندیان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان دي، چې د کلونه ـ کلونه کېږي په بند کې پراته دي او افغان چارواکي یې پوښتنه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x