افغانستان

هلمند: ناوه کې ۱۴ سنگوریانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هلمند امنیتي چارواکي وايي، د ناوې ولسوالۍ د سرخ دوز سیمې پر پوسته طالبانو برید کړی، چې له امله شپږ سنګوریان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د ناوې امنیه قومندان امان الله وايي، تېره شپه طالبانو د سنګوري عسکرو پر پوسته برید کړی و، چې ۱۴ سنګوریانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د تېرې شپې برید تایید کړی.

دی وايي، په دغه برید کې ۱۵ اربکیان او سنګوریان وژل شوي، درې پوستې یې نیولي او د پوستو ټوله وسله او مهمات هم د دوی لاسونو ته ورغلي دي.

سنګوریان په هلمند کې ځانګړې امنیتي ډله ده، چې د ملي امنیت له لوري تمویل کېږي او په شخصي جامو کې ګرځي.

دغه ډله له تېرو دوو کلونو راهیسې پیدا شوې، چې اوسمهال د هلمند د مرکز سربېره په بېلابېلو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.

ناوه د هلمند هغه ولسوالي ده، چې څو میاشتې وړاندې طالبان یې د ولسوالۍ له مرکز ووتل او حکومت پکې پوستې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x