fbpx
quran-kanzul-islam

جاهليت د قرآن له نظره

زموږ، بلکې د نننۍ بشري نړۍ ستونزې دومره ډېرې دي چې سړی نه پوهيږي، له کومه ځايه يې پیل کړي. يو لامل يې دا دی چې زموږ په جوهر او اصل کې د پخواني جاهليت سربېره نوی معاصر جاهليت هم ريښې غزولي دي.

کيدای شي دا موضوع هيښونکې ښکاره شي چې دې زمانه کې جاهليت چېرې دی؛ ځکه چې موږ خو نن سبا د علم، ساينس او ټيکنالوژۍ په زمانه کې ژوند کوو. علمي سويې ورځ تر بلې لوړيږي، پوهنتونونه او څېړنیز مرکزونه د نړۍ هر ګوټ ته ورسيدل.

انسان په سوونو ميله مزل په ساعتونو کې لنډوي، اتومي وسلې يې جوړې کړې، سمندري چټکې بيړۍ يې د اوبو تل ته ورسولې او بيا هم جاهليت؟!
هو د دې هر څه سربېره موږ په جاهليت کې اوج ته رسيدلي يو. د قراني نص په استناد ویلی شو چې هره عقيده، خوی او عمل، چې د الله تعالی له لوري له راليږل شوي کتاب قران مجيد سره په ټکر کې وي، هغه جاهليت دی.

که څه هم چې د علم، ټيکنالوژۍ او مادي پرمختګ جنډې رپيږي؛ بلکې دا ویلی شو چې اوسنی جاهليت تر پخوا ډېر خطرناک دی، ځکه چې د علم او تمدن په جامه کې نغښتی دی.

نن سبا زموږ په ټولنه کې هغه پخوانی جاهليت د تمدن او پرمختګ په نوم پيژندل کيږي او ستر لامل يې دا دی چې موږ د “مادې” غير شعوري عبادت شروع کړی دی. دومره خو ار او اغيزمن يو چې د ماده پرستانو کارونه او پر مختګ راته د ژوند اصلي هدف ښکاري.

پخوانيو مشرکانو به د بتانو عبادت کاوه او اوسنی ماډرن انسان د غولوونکو افکارو، بوسه عقلونو، ځمکو او پيسو عبادت کوي.

د حيرانتيا او تاسف ځای خو لا دا دی چې پخوانيو مشرکانو به د مينې او اخلاص له امله د بتانو عبادت کاوه، مګر اوسنی “متمدن” انسان يې د يوې مړۍ ډوډۍ او څو پيسو لپاره د دې فکري او مادي بتانو عبادت کوي.

خپل ضمير او انساني کرامت پکې له لاسه ورکوي. دا او ورته نور کارونه د پخواني جاهليت پاتې شوني دي. راځئ وګورو چې قران کريم په دې اړه څه هدايات او لار ښوونې لري.

لغوي څېړنه:

د جهل کلمې ماده په قران کريم کې ۲۴ ځايه(۱) راغلې ده. جهل د علم ضد دی. معنا يې سپکوالی، د علم او معرفت ضد دی.

په قران کريم کې د جهل اشتقاقونه په دې ډول دي: تجهلون، يجهلون، جاهل، جاهلون، جهول، جهالة، جاهلية. دا هره يوه کلمه ځانګړي بحث او تحقيق ته اړتیا لري، ولې دلته به يوازې د جاهليت کلمه وڅېړل شي.

د جاهليت معنا: الجاهلية ماکانت عليها العرب قبل الاسلام من الجهالة والضلالة. وفي اصطلاح أهل الكلام, اعتقاد الشئ علی خلاف ما هو عليه(۲) هغه حالت چې عربو پکې له اسلامه مخکې ژوندکاوه او د علم کلام علما وايي چې د حقيقت پر ضد عقيده لرلو ته جاهليت وايي.

لسان العرب چې د عربي لغاتو معتبر قاموس دی وايي چې جهل د علم نقيض دی او جاهليت هغه حالت دی چې عربو پکې له اسلامه مخکې ژوند کولو چې له الله تعالی، د هغه له رسولانو، او د دين له احکامو ناخبره وو. همدا رنګه پر نسبونو فخر، کبر، غرور، په نورو زياتی او ظلم او داسې نور.(۳)
امام راغب اسفهاني، په مفردات القران کې جهل په درې رنګه ښودلی:

اول: چې يو انسان بيخي له علم خالي وي. دا يې اصلي معنا ده.

دوهم: د يو شي د حقيقت پر خلاف عقيده لرلو ته جهل وايي.

درېيم: نا حقه کار کول که د دغه کار کوونکي عقيده سمه وي او که فاسده.

اوس چې يو څوک په قران مجيد نه پوهيږي او يا يي علمي او فقهي قضيه نه وي زده، دا انسان په اوله معنا جاهل دی.

دوهم هغه څوک چې له االله تعالی انکار کوي، بعث بعدالموت نه مني، پر جنت او دوزخ ايمان نلري يا په دنيا کې د الله تعالی له لوري راليږل شوي احکام نه مني او د حاکميت لپاره د الله تعالی له لوري راليږل شوي نظام پر خلاف د انسان په لاس جوړ شوي قانون ته ژمن وي.

دغه انسان په دوهمه معنا جاهل دی. او هغه انسان چې لمونځ نکوي، زکات نه ورکوي د فرد او ټولنې ژوند د الهي حکم پر اساس نه جوړوي، سره له دې چې ايمان هم پرې لري، دغه انسان په درېيمه معنا جاهل دی.

حسن حبشي په البرهان في غرائب القران کې د جاهليت تعريف داسې کوي: دا هغه حالت دی چې يوه ټولنه پکې له هدايت او نبوت پرته ژوند کوي. معنا سپک خويونه، بې پروا کارونه او د الله تعالی له احکامو سرغړونې ته جاهليت ويل کيږي.

په لنډو ټکو جاهليت يو داسې رواني حالت دی چې څوک پرې اخته شي، نو د الله تعالی احکام نه مني او د شريعت له احکامو سرغړونه کوي، تل د باطل پيروي کوي، ژوند په خوشې کارونو او عادتونو تېروي؛ چې د انساني کرامت او معيار خلاف وي.

د اسلامي نړۍ ستر مفکر استاد محمد قطب رحمه الله وايي: موږ په پوره ټينګار سره وايو چې جاهليت د علم، معرفت او فرهنګ ضد نه دی.
هغه څوک چې علم، معرفت او فرهنګ ونلري، دې حالت ته جهل وايي، نه جاهليت.

داسې ويل کيږي چې دا سړی جاهل دی او دغه ټولنه جاهله ده او جاهليت د ايمان، هدايت، تقوا، استقامت، توازن او نظم و نسق مقابل دی.
اوس هغه څوک په جاهليت موصوفيږي، چې دغه ايجابي صفات يې له لاسه ورکړي وي. که هغه فرد وي که ټولنه.

استاد محمد قطب زياتوي چې جاهليت کله له علم او معرفت سره يو ځای هم راتلای شي او کله د صنعت او ټيکنالوژۍ سره يو ځای هم راځي.
کله هغه انسان کې هم جاهليت وي چې له سترو پوهنتونونو يې علمي درجې او اسناد تر لاسه کړي وي. داسې يوې ټولنې ته هم جاهلي ټولنه ويلی شي، چې په صنعت او ټيکنالوژۍ کې ان تر مريخه رسيدلي وي.

په بله معنا، جاهلي انسان، کافر، ګناه ګار او چې د الله تعالی له امر پرته د بل چا پيروي کوي.

د خپلو خواهشاتو بنده وي او د الله تعالی احکام پر ځان او ټولنه نه عملي کوي.

احمد الله احمدزی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د