نړۍ

په سوریه کې د اسرائیل جیټ الوتکه را غورځول شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په سوریه کې د اسرائیل یوه جنګي جیټ الوتکه «اف ۱۶» را غورځول شوې ده.

د راپورونو سره سم د اسرائیل جیټ الوتکه د سوریې له داخل څخه په نښه شوې او دوه پيلوټان یې ژوندي له الوتکې غورځېدلي دي.

اسرائیل له څو کلونو راهیسي وخت ناوخته په سوریه کې دننه بمباري کوي او ادعا کوي چې د حزب الله شیعه ډلې د وسلو هغه ډیپوګان په نښه کوي چې غواړي لبنان ته یې انتقال کړي او اسرائیل باندي هدف وګرځوي.

اسرائیل نن ادعا کړې وه چې د ایران یوه بې پلوټه الوتکه یې را غورځولې ده خو وروسته د سوریې رسمي تلویزون خبر ورکړ چې د هیواد هوايي دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د اسرائیل تر یوه زیاتي الوتکې یې په نښه کړي.

بلخوا د اسرائیل د پوځ ویاند افخاي ادرعي رسنیو ته ویلي چې د اسرائیل یوې چورلکې د ایران هغه بې پلوټه الوتکه په نښه کړه چې د جولان سیمي ته ور ننوتل.

جولان د سوریې یوه برخه ده چې اسرائیل یې د ځان بولي.

د اسرائیل د پوځ ویاند زیاته کړې چې د ایراني الوتکې په جواب کې د دغه هیواد جنګي جیټ الوتکو په سوریه کې ایراني اهداف په نښه کړل چې وروسته د سوریې له لوري ددوی یوه الوتکه په ډزو ولګېده او را وغورځېده.

د عربي رسنیو د راپورونو سره سم اسرائیلي الوتکو د خپلې یوې الوتکې د غورځېدو په غچ کې په سوریه کې درنه بمباري پیل کړې ده او اسرائیلي رسنیو ویلي چې د دفاع وزارت چارواکي د روانو حالاتو په اړه په بیړنۍ ناسته بوخت دي.

بلخوا په فلسطین کې د الجزیرې خبریال ویلي چې پر سوریه باندي وروستۍ بمباري د الوتکو نه دي بلکې د اسرائیل له لوري پر سوریه باندي د لیري واټن ویشتونکي میزایل توغول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x