ورزش

فوټبال: له لاووس سره لوبه صفر پر صفر تمامه شوه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په مالدیپ کې د لاووس په وړاندې لوبېدله، چې د دې لوبو په جریان کې د لوبډلې دا درېیمه لوبه ده.په یاده لوبه کې مسابقه صفر پر صفر پای ته ورسېده، خو افغان لوبډله په بې ګروپ کې د مسابقو بل پړاو ته په دویم مقام سره ووته. د پنجشنبې په ورځ افغان فوټبال ملي لوبډلې د دریو ګولونو په وهلو د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه، او تر هغه وړاندې يې لوبه له فیلپین سره مساوي تمامه شوې وه.

د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې راتلونکې لوبه به په دویم پړاو کې د فلسطین له لوبډلې سره وي.
له بلې خوا نن له لوبې وروسته څلور افغان لوبغاړي په یوه ترافیکي پېښه کې ټپیان شوي دي. په پېښه کې د فیصل شایسته، اسلام امیري او فیصل سخي زاده روغتیايي حالت بې اندېښنې دی، خو مصطفی ازادزوی سخت ټپي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x