افغانستان

افغان صرافانو کاربندیز څلورو ورځو ته وغځېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې په ټول هېواد کې صرافانو کار بندیز اعلان کړی، چې له امله یې صرافانو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، د افغانستان مرکزي بانک د پولي خدمتونو په مقررې کې د یو لړ تعدیلاتو د راوستو په غبرګون کې یې کاربندیز اعلان کړی او څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوي روان کار بندیز به پای ته ونه رسوي.

د دې ټولنې مشر میرافغان ساپی وايي، د افغانستان مرکزي بانک تېره اوونۍ نوي تعدیلات وضع کړي، چې په لویو ښارونو کې صرافانو ته جواز نه ورکوي، له ۵ زرو څه پورته د پیسو د راکړې ورکړې په اړه مرکزي بانک ته راپور ورکول او هغه کس ته د صرافانو ټولنې د ریاست سپارل چې د صرافي قانوني جواز ولري.

دی وايي، په تېرو څلورو ورځو کې صرافانو میلیونونه افغانۍ زیان لیدلی، چې د ټول زیان مسوول یې د افغانستان مرکزي بانک دی.

د ساپي په خبره، که د افغانستان مرکزي بانک نوې غوښتنې ومنل شي؛ نو ډېری پانګه وال به خپلې پانګې له افغانستان څخه اوباسي او د دغه کار مسوولیت هم یاد بانک ته راجع کېږي.

د صرافانو د ټولنې د مشر په خبره، په اړوند موضوع یې له اجراییه رییس، د ولسمشر دویم مرستیال او نورو چارواکو سره خبرې کړي؛ خو تر اوسه ټولې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

ساپي ګواښ وکړ، که افغانستان مرکزي بانک نوې مقرره بېرته وانه خلي؛ نو د دوی کار بندیز به هم روان وي.

تېره اوونۍ د افغانستان مرکزي بانک نوې مقرره صادره کړه، چې د پولي خدمتونو کې یې تعدیل راوست.

د مرکزي بانک له لوري په نوې مقرره کې ویل شوي، چې د نوې تعدیل پر بنسټ به د تورو پیسو د سپینولو او د «ترهګرۍ» د تمویل مخه ونیسي.

په نوې مقرره کې ۲۲ مادې ذکر شوي، چې په لویو ښارونو کې د صرافۍ لپاره د نویو جوازونو پیل، د اسعارو د تبادلې د بیې راپور، له یو میلیون افغانیو پورته مرکزي بانک ته راپور ورکول، د بهرنیانو لپاره د ۵۰۰ سوه زره افغانیو ضمانت، د مرکزي بانک له لوري د صرافانو جواز لغوه کول، د هېواد دننه په ازاد ډول د پیسو لېږد، د پیسو اخیستونکي پېژندنه او ځینې نورې مادې دي.

د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې په ټول هېواد کې صرافانو د کار بندیز له امله د صرافانو ترڅنګ عامو خلکو ته ډېر زیان اوښتی، چې د ځینو خوراکي توکو بیې هم ورسره پورته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x