ورزش

استرالیا په درې اړخیزه شل اوریزو سیالۍ کې پرلپسې درېیمه بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د استرالیا او انګلستان ترمنځ په درې اړخیزه شل اوریزو سیالۍ کې استرالیا انګلستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې استرالیا په لومړۍ لوبه کې نیوزېلنډ، دوهمه کې انګلستان او درېیمه کې هم انګلستان مات کړی و.

دغه شل اوریزې لوبې د درې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې تر دې دمه درې لوبې شوي او دریواړه استرالیا ګټلي.

ننۍ لوبه کې پچه استرالیا وګټله او انګلستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، انګلستان په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۳۷ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا لوبډلمشر جویس بټلر ۴۶ او سیم بیلینګز ۲۹ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د استرالیا لوبډلې په لومړي اور کې ویکټ له لاسه ورکړه خو وروسته شورټ، لاین او میکسیول پیاوړې لوبه ترسره کړه او په ۱۴.۳ اورونو کې یې ټاکلی هدف پوره کړ، میکسیول په شل اوریزو لوبو کې له زرو زیاتې منډې جوړې کړې.

استرالیا په درې پرلپسې بریاو د یاد درې اړخیزې لړۍ پایلوبې ته لار ومونده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x